غزل/ تپاند زُهاد
بیا مي پوه د خپل عشق په مفهوم کړي
کله کله دا غمونه هم ډیر شه وي
چي په سوچ کي مي دلدار اغیار معلوم کړي
چي په سر کي یي د عقل ماغزه نه وي
لوي سړي به وي خبري د ماشوم کړي
چي یوه ګوله د هجریي زه وخورم
بیا مي سور اور په وجود کي ټول ګندوم کړي
ظاهرن به دا سي ښکاري چي ولې دي
په باطن کي به خبري بس د خوم کړي
داسي خلګ پر دنیا ظالمان ډیر دي
چي ( تپاندزُهاد) له یاره څه محروم کړي