کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / زما د وطن مسافرو ته ډالۍ/ پير محمد کاروان
شاعر او ليکوال الحاج پير محمد کاروان

زما د وطن مسافرو ته ډالۍ/ پير محمد کاروان

پيرمحمد کاروان

زما سر دې ځنګانه ته ورو ورو یووړ
او وهې مې پر تڼاکو لاسو ګوتې

د بنګړو شرنګی دې خوږ را باندې لګي
د وصال خوږه سندره دې په خوله ده

زه پوهېږمه چې ورو ورو مې ور کاږې
د خوبونو د وریښمینو څپو خواته

اخ ظالمې په خوب مه را کوه ماته
د تڼاکو له ټکوره مې لاس واخله

یه تر پرخې تر اوبو نازکې واوره
د زخمونو له سره اوره مې لاس واخله

د بنګړو شرنګی دې چوپ که سمدلاسه
زړه مې غواړي چې دې کېږدمه پر شونډو

د زخمونو او تڼاکو ډک لاسونه
درنه چوپه چې سندره د وصال کړم

ته خبره یې که ته خبره نه یې
زه په شان د لېونۍ څپې روان یم

بس روان یم همدا نن د شپې روان یم
د پردیو په وطن کې یو مزدور یم

زه د خپل وجود د دار د سر منصور یم
زه دې اوښکې ښکلومه درنه ځمه

خدای خبر دی چې به بیا کله راځمه
ته دې ستن او تار له سره بیا را واخله

خپل کارونه پرېږده کار زما را واخله
په زر تارو په ورېښم یې نازک جوړ که

مینې ماته یو دسمال په خامک جوړ که
که په ستن دې شي زخمي د ګوتې څوکه

او ناڅاپه دې له خولې نه ووځي کوکه
دغه درد هم په رنګونو کې تصویر کړه

زما خوبه راته ځان په کې تعبیر کړه
که دې مخ د لمر په شوخ نظر خولې شي

یا که ستا د مخ له تاوه لمر خولې شي
دغه ټولې خولې پاکې په دسمال کړه

په کې تاو راته بېلتون او هم وصال کړه
د لمدو خاورو وږمې په کې ترسیم کړه

بندیوان په شنو رنګونو کې نسیم کړه
عطر عطر د ګلونو د شبنمو

ورسره په کې د شنو غوڅو غنمو
په هنر هنر دا ټول په کې را ټول کړه

د سوما له مستۍ ډک جام د غاټول کړه
چې یې پرې نه ږدې هر تار خمار خمار کړه

د خمار پر اوږه غږ د بلبل بار کړه
چې دسمال شي راته ستا د مینې نښه

د جنت او د طوبا د مینې نښه
ستا د سترګو دا موسکي رنګونه واړه

کړه انځور یې د دسمال پر غاړه غاړه
د دسمال پر څنډه ولیکه جانانه :

ـ په کې زړه او سترګې و نغاړه کاروانه

2008-4-13 کابل


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ