مات زړه(لـــنډه کیــسه)

broken_hearنن مې اوله ورځ وه چې دفتر ته راغلم، او په دفتر کې اونيزه ناسته هم وه، ما چې کله ددفتر له مشر سره ولیدل هغې راته وويل چې په ښه وخت کې راغلې، نن په دفتر کې اونيزه ناسته هم لرو، پدغه ناسته کې د دفتر چارو په هکله خبرې کيږي، چې تاسو هم بايد پدې ناسته کې ګډون وکړی، او بله خبره دا چې له ټولو همکارانو سره به دې تعرف هم وشي، نو اوس ما پسې راځه چې د ناستو خونې(د کنفرانس کوټه ) ته لاړ شو، مشر مې راته مخکې او زه پسې شاته سم هغه خونې ته ننوتلو په کومه کې به چې د دفتر اونيزې او میاشتنی ناستې کيدې.

د دفتر مشر راته وویل چې ته راځه په اول کتار کې کینه، زه چې کله اول کتار ته راغلم،د کتار ټولې چوکی له نجونو او هلکانو ډکې وې، زه په ځای ودريدم، مشر په کتار کې په يوه ناسته پيغله باندې غږ وکړ، چې ته پاڅيږه شاته کتار کې کينه، او دغه ځای دغه ځوان ته پريږده.پيغله له خپل ځای څخه په ډير غوصه پاڅيدله،او شاته کتار ته لاړه، او په ځای زه کيناستم.

د دفتر مشر چې تر ټولو وړاندې ولاړ وه، اول يې څو ابتدايې خبرې وکړې او بيا يې په همغه پيغله غږ وکړ، چې اوس راشه او د تیرې اونۍ کړنې تشريح کړه.

پيغله په ډیر غرور د ټولو وړاندې ودريده، او د اونۍ د کړنو په هکله و غږيده، همد اسې په وار سره د دفتر هر يوه کارکوونکي د خپل کار په هکله معلومات وړاندې کړل، ناسته ډيره په زړه پورې وه زما لپاره ځکه چې زه پوه شوم چې پدغه دفتر کې د کار اوصول څه دي،

د ناستې په اخر کې دفتر مشر د دوهم ځل لپاره بيا راغلو او د ټولو تر وړاندې ودريدو او ويې ويل ، غواړم نن يو نوی همکار چې له نن ورځې وروسته به په همدغه دفتر کی له تاسو سره يو ځای کار کوي دروپيژنم، ماته يې غږ کړ چې راشه زما تر څنګ ودريږه، زه هم د مشر له خبرې سره سم له خپل ځايه پاڅيدم، او د مشر تر څنګ د ټولو تر وړاندې ودريدم، نو مشر مې له نوم څخه پيل وکړ چې ، نوم يې ريحان دی ، د کمپيوټر او انټرنيټ په برخه کې کافی مهارت لري، سر له نن ورځې دای زمونږ ددفتر د کمپيوټر او انترنیت څانګې مسول په توګه په دنده وګمارل شوو، نو هر وخت که د کمپيوټر او انټرنيټ په برخه کې له کومې ستونزې مخ کیدلای ، نو کولای شی چې له ده مرسته وغواړی.

د ناستي په کوټه يا کنفرانس په خونه کې ناستو کسانو له منځه نه يوې پيغلې غږ وکړ، چې مونږه هرکلی ورته وايو، او دده په راتګ مونږ خوشاله شوه، نور هيچا هم زما د راتګ په هکله څه ونه ويل.نور ناسته همدلته پای ته ورسیده، له ناستې پای ته رسیدو نه وروسته مشر ما ته وویل چې ته کولای شي چې له اوس نه خپلې دندې ته ادامه ورکړې، مشر بیا په همغه پیغله غږ وکړ چې زما لپاره یې له ځايه پاڅولي وه، دغه ځوان ته د کار ځای وښايه، پيغلې راته د لاس په اشاره وويل چې ما پسې راځه، پیغله راته مخکې او زه پسې شاته سم يې يوې کمپیوټر خونې ته بوتلم، او راته ويې ويل چې دا ستاسې د کار ځای دی، او نوره لاړه.

نن ورځ زما لپاره په دفتر کې هيڅ کار نه وه، سبا ته چې زه کله دفتر ته راغلم ، نو لږ څه مې ناوخت کړی وه، او ددفتر کار کوونکي ټول راغلي وه، زه هم سم خپل کار خونې ته ننوتم، چې لا سم ناست نه وم، چې يوه کارکوونکي ددفتر راغله او راته ويې ويل چې ددفتر معاوينه مو غواړي، زه هم پاڅيدم، او د معاوينه تر ناستي ځای ورغلم، کله چې يې مخې ته ودريدم، سلام مې ورواچولو، خو دي هيڅ ځواب رانکړو، او تر څو ثانيو خو يې ماته له سره هيڅ کتل هم نه، او ځان يې په خپل کمپيوټر مصروف کړی وه،له لږ ځنډه وروسته يې ما ته چې کله پام شوو، نو اول يې ځان راته معرفي کړو،چې زما نوم فرشته او ددغه دفتر معاوينه يم، خو کله چې ریس صیب نه وي نو ددفتر هر کار زما په امر تر سره کيږي، او بل دا چې ته نن ناوخت راغلی يې، نور باید وظيفې ته په ټاکلي وخت راشې، او نن خو دفتر ته په کالیو کې راغلی يې، خیر سر له سبا نه په دریشی کې راځه ،بس د همدې لپاره مې راغوښتی وې، که کوم سوال او ځواب لرې مهرباني وکړه،دا چې ما ته د خپل سلام د نه ځواب په سر غوصه راغلي وه نو مې ورته وویل چې سمه ده سر له نن به په ټاکلي وخت راځم،خو يوه خبره عرض کوم چې د دریشی خبره ماته چا په قرارداد کې نه ده کړي، او نه دا بيا کومه علمي موسسه او يا نظامې اډه ده، چې زه بايد مجبور دریشي وکړم. او کومه خاصه علاقه هم نه ورسره لرم.

دي زما د خبرو په اوريدو له ډيره قهره سره او شنه شوله، او بیا يې په ډير جدي انداز سره دا خبره راغبرګه کړه، چې اول خو بیدون له تانه په دغه دفتر کې څوک کالي نه اغوندي،دوهم ته بايد ضرور دریشي واغوندې کنه دلته بیا د وظيفې طمعه مه کوه.

زما هم سر له غوصې وګرځيد، او ورته ومې ويل څوک چې کالي نه اغوندي شايد کالي به نه لري، دوهم زه هم هيڅ خاصه علاقه نلرم چې دلته په دریشی کې دنده تر سره کړم.

دي سمدستي وویل، نو داسې چې وي، تاسو کولای شی چې بل چيرته د کالیو واله دنده پيدا کړی، او کولای شی چې له همدا اوس نه دا دنده خوشي کړی.

ما هم ور ځواب کړه، چې تاسو هم کولای شی چې ددریشی واله کس درته پيدا کړی، او نور ورنه راووتلم، او خپل کور ته راغلم.

دا خبره مې کور کې ټول فامیل ته وکړه، او مور جانې مې راته وويل ،زویه مونږ نه غواړو چې ته دې وظیفه وکړې خو ستا لپاره مو درته څه نه ويل، خپل کور کې کينه ، ما ورته وویل چې مورې بې کاره هيڅ وخت نه راباندې تیريږي، ګنې د پیسو په انديښنه کې زه هم نه يم، دوهمه ورځ په کور کې ناست وم، او د تیر وخت کړنې راته یاديدې، که څه هم رنځور پوه ما ته ويلي وه ، چې ځانه ته به نه کينې او سوچونه به نه کوې، چې دا تا بیا خرابوي، په همدې فکرونو کې وم، چې ناڅاپه مې تليفون ته زنګ راغلو، غوږۍ مې چې کله پورته کړه، نو د سلام نه وروسته يوې جينی داسې وويل، چې زما نوم ولوله دی، او ددفتر مشر په هدایت مې تاسو ته زنګ وهلی او زمونږ مشر غواړي چې تاسو واپس دفتر ته راشی او خپله دنده پر مخ بوزی، ما ورته وويل چې زه هر کار يو ځل کوم،نو پدې دفتر کې د دوهم ځل لپار هيڅ علاقه نلرم چې په کې دنده تر سره کړم، او نور مې تیليفون تر بند کړ،له پنځو دقیقو نه وروسته بیا زنګ راغلو، دا ځل په بل نمبر زنګ راغلو ،کله مې چې غوږۍ پورته کړه، نو دا ځل فرشته وه، چا چې زه له دفتره وظيفې پريښودلو ته مجبوره کړی وم، دې هم اول سلام رامخکې کړو، او بیا وويل چې ريحانه زه ډیره بښنه غواړم، او زه په خپل کار پيښېمانه شوي يم، او پرون مې تاته له خپل حد نه ډير څه ويلي، نو بیا هم بښنه درنه غواړم، او يوه هيله هم درنه کوم، چې دفتر ته واپس راشه، ما ورته وويل، چې سلام ته دې وعلیکم سلام، او بښنې ته دې، تا دې خدای وبښي، او خبره تر کومه چې ستاسو دفتر ته د تګ ده، نو ما مخکې ولولې ته هم وویل ، چې ما په ژوند کې هر کار يو ځل کړی، نو په دغه موضوع کې هم همداسې جدي يم، او ما هم وبښه چې زه نه شم درتلای.

ددې خبرې په اوريدو سره جينۍ په لوړ اواز په تيلېفون کې په ژړا شوه ، په خواريو او زاريو يې پیل وکړ، چې د خدای لپاره که ته رانشې، نو زما وظيفه هم په خطر کې ده، او ما هم شړي، واړه وروڼه او خويندې لرم، چې ددې لپاره خدای پاک زه سبب کړي يم ، نو که ته رانشې يوازې زما نه بلکې زمونږ د ټولې کورنۍ اقتصادي وضعه به خرابه شي ،خیر دی ته يو ځل راشه، زه به بیا داسې کار په ژوند کې هم له چا سره ونکړم، خو خیر دی ته يو ځل راشه، د جينۍ ژړا راباندې ډير بد تاثير وکړو،او زر مې غوږۍ قطعه کړه، جينۍ بيا هم په وار وار سره زنګونه وهل ، خو دا چې ما باندې ژړا ډير بد تاثير وکړو، نو تر پنځو دقیقو پورې زه هم ددې وړ نه وم، چې خبرې وکړم، په خپل ځای کيناستم، ژوره ژوره ساه مې واخيسته،چې کله مې حالت سم شو، نو بیا مې غوږۍ پورته کړه، جينۍ بیا هم په ژړا ژړا دا پورته خبرې د سوال او زاريو سره يو ځای تکرارولې،اخیر مې ورته وويل چې ته ژاړمه خير دی زه به سبا ته هر څنګه چې وي دفتر ته به درشم او نورې خبرې به بیا له نیږدې سره وکړو، د دې خبرې په اوريدو سره جینۍ له ډيرې خوښۍ بیا هم په ژړا کې راته وويل، چې زه به دا ښه هيڅکله هم هير نکړم، سمه ده، او زه به سبا ته ستاسو لپاره ډير ناقراره انتظار کوم، ما هم نور د خبرو کولو انرژي نه درلوده، ځکه چې روحي حالت مې ټول نورمال نه وه، زر مې مخه ښه ورسره وکړه، او د تيلفون غوږۍ مې کيښوده، تر څو ساعتونو مې په غوږو او مغزو کې د فرشتې ژړا انګازې کولې، چې هره لحظه يې ما ته ډير زور راکولو، دا کیسه مې مور ته وکړه، او هغې هم راته وويل خیر دی که وظيفې کولو ته دې زړه نه کيده نو يو ځل ورشه چې فرشته په خپله وظيفه پاتې شي، نو بیا دې که پريښوده نو يو څه بله بهانه ددفتر مشر ته ورونیسه ، ما هم د مور خبره مې ومنله ، او سبا ته دفتر ته لاړم، مخکې لدې چې دفتر ته ددننه لاړ شم، په دروازه کې له ولولې سره مخامخ شوم، دا چې ولوله پښتنه وه، نو له اولې ورځې نه ښه راباندې لګيده، روغ بړ مو سره وکړو، خو ولولې د ګيلې په شان رایاده کړه، چې ته ولې پرون زما په خبره دفتر ته نه راتلې، ما ورته وويل چې زه بښنه غواړم، رښتیا هم تاسو ما ته ښې خبرې وکړې، خو پرون زه لږ څه احساساتي شوی وم، دا چې نورې خبرې وکړم، ولولې راته وويل چې راځه نورې خبرې به دفتر کې سره وکړو، دواړه يو ځای دفتر ته د ننه لاړو، کله چې فرشتې زه ولیدم، نو له ډیرې خوشالی نه يې له سترګو داسې اوښکې وريدلې ته به وايې چې همدا شيبه يې د بدن کومه برخه ښه سخت درد نیولي، او د اوښکو په تویولو سره يې د درد د کميدو احساس کوي، په ژړا ژړا کې يې ستړي مشی راسره وکړو، او اول يې دا خبره راته وکړه، چې اوس به مشر ته درې واړه ورشو، چې هغه رضا کړو، زما نه ډير خفه دی، خو هغه به ته رضا کوې، ما هم ورسره ومنله ، او د دفتر مشر ناستي خونې ته ورغلو، مشر چې کله زه ولیدم نو ډير خوشاله شولو.

زما په لیدو له خپل چوکۍ راپا څیدو ډير په ورین تندي يي راته هرکلۍ وویلو ده هم دې فرشتې په شان له ما بښنه وغوښته .

ما ورته وویل چې مشره هیڅ خبره هم نده انسان هر وخت له تیروتنو سره مخ وي نو پرون څه فرشته ملامته او څه زه ملامت چې اخر خبره سره ورانه شوله .

مشر راته وویل چې ریحان جانه هر ډول چې ستا خوښه وي ته کولای شې چې خپله دنده پر مخ بوزې، دا ستا خپل دفتر دی که په کالیو کې ورته راځې او که په دریشی کې ورته راځې.

دې مشر له دغو خبرو وروسته زه هم خپل دفتر ته راغلم او په دنده مې بیا پیل وکړو.

که څّه هم ددفتر مشر زما په کالیو کوم اعتراض نه درلود خو ددفتر کارکوونکو ما ته په ښه سترګه نه کتل، د فرشتې کینه لاهم زیاته شوي وه خو هغه دې چا خبره چې له وسه يي څه پوره نه وه.

هیچا هم په دفتر کې سم ستړي مشی راسره نکولو، یوازینې ولوله وه چې هغه خوارکۍ به هم زما سره په ستړی مشي او په خبرو کولو به نورو کارکوونکو تهدیدوله ، دې دفتر ټولو کارکوونکو په پټه داسې تړون سره کړی وه چې راځې دغه ځوان چې کالي اغوندې دومره يي په تنګ کړو چې خپله دنده په خپله پريژدي.

خو دوی خبر نه وه چې زما طبیعت څه داسې بڼه غوره کړي وه، چې له هر چا مې نفرت کولو، ځانته ګوښه به مې ښه احساس کولو.

یوه ورځ داسې راغله چې ددفتر ټولو کمپیوتري سیستم خراب شولو، او انترنیت هم کار پریښودلو، خو ما ته چا داسې څه ونه ویل چې راشه دا زمونژ سیستم راجوړ کړه، ما هم ځان په دې خبره کوڼ کړلو، په خپل دفتر کې په خپل کمپيوتر باندې مشغول وم، ددفتر نور کارکوونکي هم د کمپيوتر او انترنیت په برخه کې ښه پوهیدل خو دا ځل ستونزه ډيره غټه وه.

فرشتې ددفتر مشر ته زنګ ووهلو چې زمونژ سیستم ټول خراب شوی دی خو ریحان په دې سیستم نه پوهیژي مونژ اوس څه وکړو، ددفتر مشر ما ته زنګ ووهلو چې ریحانه په دفتر کې څه روان دي ایا تاسو ددغه ستونزې په حل کې پاتې راغلي يي؟

ما ددفتر مشر ته وویل چې مشره زه خو لا تر اوسه پدې هيڅ خبر هم نه یم خو زه به اوس ددغه ستونزې حل کوشش وکړم انشاآلله چې دا ستونزه به ډير زر حل شي.

پدې وخت کې ولوله راغله او ماته يي وویل چې ددفتر مشر ته فرشتې زنګ وهلی وه خو زما نوم به نه اخلې.

ما ولولې ته وویل چې تاسو هیڅ فکر مه کوی ستاسو نوم نه اخلم.

ددفتر ټول کارکوونکي سره یو ځای غلي ولاړ وه زه چې کله خواته ورغلم له فرشتې مې وپوښتل چې ایا دې دفتر په کمپيوټري سیستم که کومه داسې ستونزه راغلي چې زه نه پرې پوهيږم ؟

فرشتې په قهرجن انداز سره راته وویل چې که تاسو چیرې پرې پوهیدلی نو دا یو ساعت مونږ ټول سرګردان ګرځو یو خوا بل خوا په سیستم کې کار کوو ته هډو خپل ځان هم نه پوهوې.

ما ورته وویل چې ستونزه ستاسو ده نو تاسو باید ما ته ویلی وای چې مونږ ستونزې سره مخ یو نو بیا که ما نه وی کړي نو زه ملامت .

فرشتې وویل چې اوس خبر شولې اوس يي علاج وکړه.

ما چې کله شروع وکړله نو په پنځو دقیقو کې مې ټول سیستم بیرته سره برابر کړلو او مشر ته مې هم زنګ ووهلو چې مشره دې دفتر کمپيوتري سیستم ستونزه حل شوله.

زما ددغه کار په ترسره کولو سره نه یوازې د فرشتې په زړه کې هغه کینه له منځه لاړه بلکې سبا ته چې دفتر ته راغلم نو دې دفتر ټولو کارکوونکو زما څخه بښنه وغوښته او د ښې ملګرتیا وعده ېې را سره وکړه، دې وخت کې فرشتې دې دفتر په کارکوونکو غږ وکړ چې ټولو خو بښنه ترې وغوښتله خو دای باید له ما څخه بښنه وغواړي.

ما ورته وویل چې هغه څنګه ؟

دي وویل ، په اوله ورځ چې ما تاسو ولیدلې داسې را ته ښکاره شولی چې په خاورو هم نه پوهیږی او بل دا چې ستاسو لباس ډير ساده وه، نو که زه له اوله خبره وای چې تاسو دومره لایقه یاستی نو له اوله به مې ستاسو ملاتړ کړی وای، نو ته اوس باید له دې امله چې تاسو مونږه د خپل استعداده نه یو خبر کړی نو بښنه وغواړی.

ما ورته وویل چې ښه استعداد خو یوازې په دریشی کې نه دی په کالیو کې هم شته دا چې تاسو تر اوسه په کالیو کې استعداد نه ولیدلی فکر کوم دا به ستاسو خپله بد چانسي وي په هر صورت تاسو له ما بښنه وغوښته زه يي له تاسو غواړم.

سر له نن ورځې ښه ملګري یو. له دې سره ټول په خندا شول ، دې وخت کې چې ما کله ولولې ته پام شولو نو هغې هم په ما پام شولو نو نا څاپه يي په خندا کې ما ته چپه سترګه ووهله. خو ما ځواب ورنکړو. ما ځواب ځکه ور نه کړو چې دې وخت کې مې حالت بدل شولو، او په سترګو مې تیاره راغله خو چې کله مې سترګې وغړولې نو ګورم چې په روغتون کې بستر یم، او سر ته مې مور ، پلار او ولوله ولاړ وه.

ما له مور څخه پوښتنه وکړله چې مورې په ما څه شوي، دې وخت کې ولولې مخکې لدې چې مې مور ځواب راکړي وویل چې په تاسو ناڅاپه په دفتر کې بې هوښي راغله، نو مونږه یوازې دومره وکړل چې تر روغتون مو راورسولې او بس، مونږ خو ډير وارخطا شولو ریحانه هيڅ نه پوهیدو چې په تا څه وشول.

دې وخت کې رنڅورپوه راغلو ، له مور پلار او ولولې څخه يي وغوښتل چې تاسو له څو دقیقو لپاره ما او ريحان یوازې سره پریږدی.

له دې خبرې سره دوی له بسترخونې څخه ووتل زه او رنځور پوه يي یوازې سره پریښودلو.

رنځور پوه ما ته په غصه کې وویل چې تاته خو ما ویلي وه چې ته باید ارام وکړې او داسې زره کومه دنده پيل نکړې؟

ما ورته وویل چې رنځورپوه صیب که کوم کار ونکړم نو دا یوازېتوب مې هم وژني، رنځورپوه راته وویل چې ستا کار به تا وژني او یوازیتوب کولای شي چې تا تر ډيره وخته ژوندی وساتي، او دا ستا اخیري چانس دی ، خدای مکړه که چیرې بل ځل په تا دغه عمل بیا تکرار شوو نو ستاسو ژوندي پاتې کیدل ناشوني دي او نور رنځورپوه له ما لاړو، زما مور او پلار ته يې وویل چې تاسو کولای شی نور دای له خپله ځآنه سره کور ته بوځی ولې بیا هم پدې ټينګار کوم چې ریحان بیدون له ارامه نشي کولای چې ښه شي.

مور او پلار له ځانه سره کور ته بوتلم او پنځه شپږ شپې مې کور کې ارام وکړو، هره ورځ به فرشتې، ولولې او دې دفتر نورو کارکوونکو له دفتره تلیفونونه راته کول چې ولې نه راځې، خو ما به کله یو بهانه او کله بله بهانه ترې ځان خلاصولو.

خو له یوې هفتې وروسته ددفتر ریس راته وویل چې تاسو باید یو ځل دفتر ته ضرور راشی، نو زه هم ورغلم مشر راته وویل ، تاسو له ستونزې مونږ خبر یو چې ناروغه یاستی او تاسو دې یو څه وخت لپاره ارام ته اړتیا لری ، زمونږ له طرفه تاسو کولای شی تر څو چې د ښه صحت څخه نه وی برخمن تر هغې مه راځی هسې کله کله یوازې د حاظری لپاره راځی نوره کله چې صحت مو ښه شوو، بیا منظم راځی.

په رښتیا ددفتر مشر مو ډير ښه سړی وه، په ما يې ډيره خوا بدیده ، کله چې مې ددفتر مشر سره خبرې خلاصې کړلې نو ددفتر نورو کارکوونکو سره مې ولیدل خو ددوی په منځ کې فرشته نه وه ،ما چې کله د هغې په هکله وپوښتل نو ولولې راته وویل چې د هغې سبا ته کالیزه ده نو نن په کور ده او ددفتر ټولو کارکوونکي يي خپلې میلمستیا ته غوښتي.

ما ورته وویل چې ایا زه خو يې نه یم هیر کړی، ولولې وویل چې دهغې ډير ټينګار ستاسو په راتګ وه او ما ته يې ویلي وه چې ریحان به خامخا له ځان سره راولې.

دې وخت کې زنګ راغلو ما چې کله غوږی پورته کړه نو فرشتې وویل چې ریحانه زه یم او غوښتل مې تاسو خبر کړم چې سبا ته زما کالیزه ده او هیله کوم چې تاسو به حتمآ راځی، او رښتیا دا راته ووایه چې تاسو چیرته یاستی ، ما ورته وویل چې زه خو نن دفتر ته راغلی یم، دي وویل چې زه اوس ددفتر مخ ته راورسیدم، ته هم بهر راشه ، زه او ولوله دواړه له دفتره دې باندې ورووتو، له ستړي مشی ورسته فرشتې ما ته یوه جوړه دریشي راکړه او ویې ویل چې تاسو به سبا ته حتمآ دا اغوندی ، او ولولې ته يې وویل چې ته به سبا ته تر نورو لږه مخکې راځې. ما هم له شرمه هغه دریشي واخیستله او کور ته راغلم.

سبا ته چې کله راتلم مور او پلار مې ډير منع کړم ولې ما ورته وویل چې شرم دی هغې جینی د همدې په خاطر راته دریشي سیټ راکړو چې سبا ته راشم، دې وخت کې مور راته وویل چې د همدغو جینکیو د لاسه خو تر دغه ځآيه راورسیدې، ما ورته وویل چې مورې له دې سره خو مینه نه کوم یوازې ورسره مراسمو کې ګډون کوم او بیر ته راځم .

دریشي مې واغوسته ډير نارام مې پکې ځآن احساسولو خو نا چاره وه .

ښار ته چې کله راغلم نو ما هم فرشتې ته یوه جوړه کالي واخيستل ، تر څو هلته يې په تخفه کې ورکړم.

دې وخت کې ولولې زنګ ووهلو چې ریحانه چیرته يې ما ورته وویل چې په لاره يم په لنډ وخت کې دررسیږم.

زه چې کله هلته ورسیدم نو ومې لیدل چې ددفتر ټول کارکوونکي له ما وړاندې راغلي وه. دوی چې کله زه په دریشی کې ولیدم نو ټول راغلل په خندا يې پیل وکړ، دوی دې ته خندل چې ریحان نن څنګه دریشي اغوستي، ما ته پکې ځآن ډير بد ښکاریدو، خو ولولې له لیرې راباندې غږ وکړو چې نن خو د فلم ستوري په شان ښکارې، له دې خبرې سره ټول بیا په خندا شول، ما چې کله ولولې ته پام شولو،نو دي بیا هم د همغه پخوا په شان چپه سترګه راته ووهله،خو ما زر خپل مخ ترې واړولو. او هڅه مې وکړه چې خپل ځان کابو کړم.

په رښتیا هم نن ولولې په خپل ځان کافي مصرف کړی وه، ډيره ښایسته معلومیده، کله به چې په خندا شوله نو ټوله بڼه بې واوښتله.

دې دي خندا په ما ځکه اغیز درلود چې په خندا کې به يې تر ډيره څیره لیدا ورته شوله.

که څه هم زما حالت ناسم وه خو بیا هم پدې هڅه کې وم چې ځان باید دې میلمستیا تر اخیره ټینګ کړم.

دې وخت کې فرشته راغله ، هغې هم په ټولو کې اول په ما سترګې ښخې کړې او په ما يې غږ وکړ ، او ويې ویل چې ریحانه نن خو ډير ښایسته ښکارې ما ورته وويل چې ښایسته خو تاسې ښکاری چې هر څّه مو په خپله خوښه اغوستي ، زما خو کومه دریشي چې په تن ده دا په ما زوره تحمل شوي . او ورته ومې که چیرې مې نه وی اغوستي خو بیا به تاسو خفه شوي وای، او د چا زړه خفه کول زما هیڅ عادت ندی.

دې خبره سره بیا ټول په خندا شول چې په بې پامې سره مې سترګې ولولې ته ورواښتلې ، دي بیا هم په خندا کې چپه سترګه راته ووهله، دې وخت کې مې حالت نور هم پسې خراب شولو، د زړه چپ طرف مې ډير بد درد شروع کړلو ، د زړه له درده مې سر هم درد شروع کړلو، دې وخت کې مې د زړه درد یوه تابلیت وخوړله، لږ څه مې حالت ښه شولو، ولې سر مې ډير درد کولو.

ما هڅه کوله چې داسې موقع پیدا کړم چې له ولولې وپوښتم چې دي ولې دغسې کار له ماسره کوي، خو داسې موقعې په لاس نه راتله .

ډير بې حوصلې شولم ، په فرشتې مې غږ وکړلو چې نوره زما خو د وسه نه کیژي حالت مې سم ندی لاس کې کالي راسره وه هغه مې ورکړل مننه يې راڅخه وکړله ډير ټينګار يې وکړو چې خیر دی تر غرمې ډوډی پورې پاتې شه که له هغې وروستې ځې هم پروا نشته ،ما ورته وویل چې نور مې هيڅ د وسه نه کیږي.

ما چې کله له فرشتې خدای په اماني راواخیسته ولولې په ما پام شولو او په منډه راغله ویې پوښتل چې ریحانه چیرې ځې؟

ما ورته وویل چې زما حالت نورمال ندی زه باید یو ځل نن په رنځور پوه ځان وګورم.

دي راته وویل چې په خدای که لاړ شې تر څو چې مراسم پای ته نه وي رسیدلي، ما ورته وویل چې ایا تاسو کولای شې چې یوه څو خبرې دلته په یوه ګوښه ځای کې سره وکړو، دي زر وویل چې هو کولای شم، په سالون کې له ټولو ګوښه یوه کونج ته شولو

دې وخت کې ولولې وویل چې ریحانه داسې څه خبره ده چې له ټولو مو ګوښي کړم.

ما ورته وویل چې تاسو ولې په خندا کې ما ته سترګه وهی.

له دې خبرې سره اول غلي شوله بیا يې وخندل او په خندا کې يې راته وویل چې زه غواړم تاسو د خپل ځآن کړم.

ما ورته وويل چې ګوری زه اوس دا وړتیا نلرم چې له تاسو سره مینه وکړم او یا دې ستاسو ژوند یوه برخه شم.

زما دې خبر په اوریدو سره يې وخندل دا ځل يې له خندا سره سم چپه سترګه بیا هم ووهله او ويې ویل چې زه به هيڅکله هم له دغه کاره په شاه نشم تر څو چې تاسو خپل نکړم.

دې وخت کې زما حالت بيخي بدل شولو، زړه مې هم درد زیات کړلو او له نورمال حالت څخه ووتلم.

ما په غوصه کې ورته وویل چې دا ارمان به دې هيڅ هم پوره نشي، ولې ما چې کله دا خبره وکړله نو له دې خبرې سره د میلمستیا ټولو ګډونوالو زمونږ طرف ته پام شولو، زما ځانته هم پام نه وه چې ما دا خبره ډيره په لوړ اواز کړي.

دې وخت کې ولولې راته وویل چې ریحانه ځان دې کنترول کړه ،فرشتې چې کله راپام شولو نو هغې هم رامنډه کړله، زه په خپل ځای کیناستم په سترګو مې توره شپه راغله، فرشتې د لاسه ونیولم او له ولولې يې وپوښتل چې په ريحان دې څه وکړل ، ولولې ورته وویل چې ما یوازې د مینې ورته وویل خو ده راته وویل چې زه دا وړتیا نلرم ما ټينګار وکړلو ، چې زما له ټينګار سره دای په غصه شولو، دې وخت کې فرشتې زما څخه وپوښتل .

ما ورته وویل چې ګوره فرشتې زه اوس له هر څه نه وړاندې باید روغتون ته لاړ شم بیا به وروسته ددې خبرې سپيناوی سره کوو، د زړه چپه برخه مې ډير درد کوي.

ولې فرشتې بیا هم د ولولې په شان ټینګار وکړلو چې اصل خبره څه ده.

له دې نه مخکې چې ولوله کوم څه ووايې ما ورته وویل چې فرشتې غوږ شه .

ولولې راته وویل چې زه غواړم تاسو خپل کړم، ما ورته وویل چې زه ددې وړتیا نلرم زه یو نورمال انسان نه یم.

فرشتې بیا وپوښتل چې تاسو ولې نورمال انسان نه يې؟

ما ورته وويل چې زما زړه یو ځل پخوا دې لیدا له لاسه داسې مات شوی، چې اوس په ناسور اوښتی او د درملنې وړ نده



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.