نړۍ

مولانا فضل الله دپاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو

135878181615له یوې اوونۍ خبرو او مشورو وروسته پاکستاني طالبانو مولانا فضل الله خپل مشر وټاکه ، نوموړي دحکیم الله مسعود له وژل کیدو وروسته دهغه ځاي ناستي وټاکل شو،حکیم الله مسعود تیره اوونۍ په وزیرستان کې دامریکا دبې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. مولانا فضل الله تر دې وړاندې یوازې دسوات دطالبانو مشري په غاړه درلوده .

دحکیم الله مسعودله شهادت وروسته سم دستي پاکستاني طالبانو دموقت وخت لپاره عصمت الله شاهن خپل مشر وټاکه او اعلان یې وکړ چې ډیر ژر به خپل امیر وټاکي. ډیره تمه کیده چې دپاکستاني طالبانو مشر به بیا هم د وزیرستان سیمې پورې تړلی کوم کس وي ،ولې دتمې خلاف دطالبانو شوری پرېکړه وکړه چې خپل مشر دوزیرستان سیمې نه دباندې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله خپل عمومي امیر وټاکي. دپاکستاني طالبانو ددې غیر متوقع پرېکړې نه دا څرګندیږي چې هغوئ دیوې مفکورې لمخې خپل میشن او تګلاره مخ ته وړي اشخاص او سیمې ورته مطرح نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x