کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / قاري یوسف احمدي: دا جګړه د پاکستان نه ده

قاري یوسف احمدي: دا جګړه د پاکستان نه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هغه ادعا رد کړې چې د دوی په لیکو کې پاکستاني جنرالان جنګیږي.

ښاغلي احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا جګړه نه د پاکستان او نه د کوم بل هیواد ده، بلکې په خبره یې د «ناروا کفري اشغال په وړاندې د افغان مسلمان او مجاهد ولس روا جګړه او مقاومت» دی.

قاري یوسف احمدي د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني جنرالانو د شتون ادعا «خندوونکې، کاذبانه او له حقیقته لرې» بللې ده او زیاته کړې يې ده چې باید دغه جګړه پردیو ته منسوب نه شي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دفاع وزارت ادعا کړې وه چې د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې کې يې پر ۱۲۹ طالبانو سربېره شپږ پاکستاني جنرالان چې د طالبانو په ملاتړ جنګیدل، وژلي دي.

خو طالبانو ویلي دي چې نه د دوی په لیکو کې د کوم هیواد جنرالان جنګیږي او نه هم تېره ورځ په ټوله ولسوالۍ کې د دوی یو کس وژل شوی.

طالبان د دولتي چارواکو د دغو ادعاګانو هدف دا ګڼي چې له یوې خوا عسکرو ته مورال ورکړي او له بلې خوا «له خپلو مشرانو څخه جیب خرچ ترلاسه کړي».

له دې وړاندې په هلمند، پکتیا، کندز او بغلان ولایتونو کې دولتي چارواکو ادعا کړې وه چې د طالبانو په لیکو کې پاکستاني جنرالان جنګیږي. خو ازادو سرچینو تر اوسه د چارواکو دغه څرګندونې نه دي تایید کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ