افغانستان

د پولیسو لیکو ته د ښځو جلب سره به د جرمونو کچه ښکته شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمول له مهمو اړتیاو څخه دی او دوی کوښښ کوي چې د ښځو په جلبولو سره د جرمونو کچه کمه کړي.

اوسمهال د پولیسو په لیکو کې د هرو لسو زرو افغانو مېرمنو لپاره یواځې یوه ښځېنه افسره شتون لري.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي چې تېر کال راهیسې ډيری جنايي جرمونو قضیې ناحله پاتي دي او دوی کوښښ کوي چې د ښځېنه پولیسو په ګمارلو سره دغه قضیې حل او په اینده کې د جرمونو کچه ښکته کړي.

د جاهد په باور «د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمول یو مهم ضرورت دی او ښځې کولای شي چې تاوتریخوالی راکم کړي».

په عین حال د ولسمشر غني مېرمن رولا غني بیا د پولیسو په لیکو کې د ښځو شاملېدل د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره خورا اړین بللي دي.

رولا غني ویلي چې نوموړې د اشرف غني په استازیتوب د پولیسو په لیکو کې د ښځو ملاتړ کوي.

اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۸۷۵ ښځېنه پولیس افسرانې په دندو بوختې دي او د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۷ تر پایه به ۱۰زره نورې ښځې د پولیسو لیکو ته جلب کړي.

د پولیسو په لیکو کې د بې ساري اخلاقي فساد له کبله ډیری آن لبرال افغانان هم نه غواړي چې د کور مېرمنې یې د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

د پاکولو په خای پاکه ساتنه باید وشی . دا کار هغه حکومتونه کولی شی چه پوستونه یی متقی او مسلکی خلکو ته ورکړی شوی وی. دا چه ځینی د کابل د کثافاتو خبره کوی ، څوک نشته چه هغه کثافات پاک کړی یو علت یی همدا چه هر څوک په ناولتیا زیږولو او ډیرولو کی اخته دی ، حتی که پاکول شتون هم ولری پاکول ستونزمن وی . کثافات د ښار په سړکونو . کوڅو او بازارونو، فساد او جرایم د بی مسلکی زوراورو ، او له انسانیت او اسلامیت ناخبره زورګیره ترسره کوی په کار داده چه د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x