کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ایراني رسنۍ هرات کې د نیول شوي شیعه عالم خوشې کیدل غواړي
شیعه عالم قربان غلامپور

ایراني رسنۍ هرات کې د نیول شوي شیعه عالم خوشې کیدل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): شاخوا دوه اونۍ مخکې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ملي امنیت لخوا هغه شیعه عالم ونیول شو چې د سوریې جګړې ته افغانان لیږل.

دغه شیعه عالم «قربان غلامپور» نومیږي او افغان شیعه ګان یې په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په ملاتړ جګړې ته هڅول. هغه به د ښوونځیو شاګردانو او د سیمې خلکو ته د خیرات په نامه پیسې هم ورکولې.

د سیمې خلک وايي چې نوموړی د یو مسجد امام وه او په ښکاره ډول یې ځان د ایران اسلامي انقلاب د رهبر علي خامنئي استازی معرفي کاوه.

که څه هم د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول د قربان غلامپور د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو ایراني رسنۍ هڅه کوي چې موضوع ته مذهبي رنګ ورکړي او نوموړی په شیعه ګانو باندې د روانو ظلمونو د یوې بېلګې په توګه معرفي کړي.

تسنیم خبري اژانس چې د ایران د سپاه پاسداران اړوند پاڼه بلل کیږي، د قربان غلامپور نیول کیدل د «اهل بیت په پیروانو باندې د ظلم او ستم بېلګه» ګڼي او له افغان دولت څخه د نوموړي د نیول کیدو په اړه سپیناوی غواړي.

دغه راز د کیهان په نامه ورځپاڼه چې د خامنئي اعتمادي شخص یې چلوي، لیکي چې غلامپور په افغانستان کې په شیعه علماوو د فشار په لړ کې نیول شوی.

هېره دې نه وي چې په سوریه کې د «فاطمیانو قطعه» په نامه ډله کې ډیری جنګیالی هغه شیعه افغانان دي چې په ایران کې اوسیږي او د ایران حکومت لخوا د پسو په بدل کې سوریې ته لیږل شوي دي. دغه ډله د ایران د سپاه پاسدارن تر خاصې څارنې او روزنې لاندې نظامي فعالیت کوي.

دا لومړی ځل دی چې په هیواد کې د دولت لخوا یو شیعه عالم نیول کیږي.

د افغانستان او ایران حکومتونو په رسمي ډول د قربان غلامپور د نیونې په اړه څرګندونې نه دي کړي او تر دې دمه دواړو هیوادونو خاموش دریځ غوره کړی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ