کور پاڼه / ورزش / انګلستان په پاکستان نړیوال ریکارډ جوړ کړ

انګلستان په پاکستان نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د انګلستان توپوهونکو د پاکستان خلاف په نړیوالو یو ورځېنیو لوبو کې د ډیرو منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

انګلستان په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۴۴۴ ډیرې منډې جوړې کړې او سري لنکا چې تر دې وړاندې يې د ډیرو منډو نړیوال ریکارډ درلود، تر شا پرېښودله.

سري لنکا د هالنډ خلاف په ۲۰۱۶ز کال کې ۳۴۳ منډې جوړې کړې وې. د ډیرو منډو په لس کې په درېیم، څلورم، پنځم نمبر جنوبي افریقا ده چې په ترتیب سره یې ۴۳۹، ۴۳۸ او ۴۳۸ منډې جوړې کړي دي. په شپږم نمبر استرالیا، په اوم نمبر بیا جنوبي افریقا، په اتم نمبر بیا اتسارلیا او په نهم او لسم نمبر هند دی.

د انګلستان له لوري په نننۍ لوبه کې هیلز د ۲۲ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۱۷۱ منډې جوړې کړې. سربېره پر دې جو روټ ۸۵، بټلر ۹۰ او مورګن ۵۷ تېزې منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري وهاب ریاض په ۱۰ اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې چې د کرکټ په تاریخ کې دوهم بالر شو چې ډيرې منډې ورکوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ