افغانستان

امريکايي عسکر د خپلو ويجاړو شویو وسایلو کباړ ته ناست دي

نن ټکی آسیا: اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې له افغانستان څخه وتونکي امریکايی  پوځیانو د خپلو وسایلو ویجاړولو ته لاس اچولی او د لسګونو ملیون ډالرو په ارزښت یې د هغو اوسپنې پر افغان کباړانو پلورلي دي.

سرچېنه زیاتوي،چې ډېری افغانان د امریکایانو په دې اقدام خواشیني دي او پوښتې چې  ولي امریکايي پوځیان د عراق خلاف په افغانستان کې خپل وسایل ویجاړوي.
خو امریکايي چارواکي ځواب ورکوي: موږ وېره لرو چې دا وسایل به د دوی مخالفینو  او د افغانستان د ملي مقاومت مجاهدینو ته په لاس ورشي، له همدې امله یې افغانانو ته تر سپارلو ویجاړول غوره بولو.
د امریکایي ځواکونو دغه مفلسانه کردار په داسې حال کې رسوا کېږي، چې څه موده وړاندې یې اعلان کړی و،چې ګوندي دوی د اوو ملیاردو په ارزښت خپل پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته پریږدي.
له دغه اعلان سمدستې وروسته د کابل حکومتي چارواکیو د امریکایانو دا ګام خورا وستایه او دا یې له دوی سره یو نه هېریدونکی احسان تلقي کړ.
 شنونکي په دې عقیده دي،چې دا ویناوې هسې د دوی ترمنځ مطبوعاتي لاپې-شاپې وې او هېڅ حقیقت نلري. دوی ډاډ ورکوي چې د دې وروستي راپور له خپراوي وروسته به جوته شي چې د امریکا-کابل چارواکي یو بل ته پر ژمنو څومره ولاړ خېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x