شعـــــرونه

كله كله

چي را ياد دي خاطره شي كله كله
پر زړه بله مي لمبه شي كله كله

ستا زخمي زخمي سينه تمثيلواي شي
سره ګلان چي شګوفه شي كله كله

د پردېس شهيد طالب د غم اثر دى
پر وجود مي زلزله شي كله كله

ستا د وينو د يو څاڅكي بدل نشي
كه ماڼۍ سپيني چپه شي كله كله

قافلې د اوښكو راشي شفق جوړ كړي
د ګرېوان سره يې شپه شي كله كله

ستا د وينو له خوشبو نه كه خبر شي
مشک عمبر به پر سجده شي كله كله

د خيالونو سمندر كي پسي ډوب شم
را پر زړه چي ستا چهره شي كله كله

ګرم يې مه بولئ نظام سره يو درد شته
ورنه جوړ چي ديوانه شي كله كله

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x