افغانستان

میدان وردګ : د زرګونو لیترو تېلو غلاکوونکي اربکیان ونیول شول

نن ټکی آسیا:  د ميدان وردګو چارواکي وايي، دوی پورې مربوط هغه درې تنه اربکیان یې نیولي دي چې څه موده وړاندې يې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د سپريم کمپنۍ اته پنځوس زره لېټره تېل غلا کړي وو.

ویل کېږي، غلا شوي تېل په جلرېز ولسوالۍ کې د یوه پترول پمپ پر څښتن پلورل شوي وو او له هغه سره موندل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند له رسنیو سره د خبرو پر مهال ومنله چې د دوی په امنیتي تشکیل- اربکیانو- پورې اړوند درې تنه غله یې نیولې دي. نوموړي زیاته کړه چې دغه غلا شوي تېل د یاد ولایت د جلریز په زېولات سېمه او غله یې په کابل کې نیول شوي دي.
د ویاند په خبره، نیول شوي اربکیان د کابل ښار په ابن سینا روغتون کې د دوی منګولو ته ورغلي؛خو دا یې ونه ویل چې آیا دوی له غلا وروسته فرار تښتېدلي ول او که د دندې پرمهال دغه روغتون ته تللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x