کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / امریکا د نېول شوو امریکايي او کانډايي ښځې او خاوند ویډيو څېړي

امریکا د نېول شوو امریکايي او کانډايي ښځې او خاوند ویډيو څېړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي د هغه امریکايي او کانډايي ښځې او خاوند ویډيو څيړي چې د طالبانو له خوا نشر شوې ده.

 جان کربي د نېول شوو کسانو نومونه جوشوا بويل او کيتلان کولمن ښودلي او ویلي يې دي چې د دواړو  په تړاو اندېښمن دي.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو یوه ويډیو خپره شوه چې په کې یو کانډيي سړی چې جامپر یې اغوستی وي د هغه له امریکايۍ مېرمن چې حجاب یې پر تن وي ليدل کیږي.

په ویډيو کې کانډايي بندي وايي چې افغان حکومت دې د بندیانو د اعدام لړۍ ودروي که نه برمته کوونکي به له دوی غچ واخلي.

هغه پر کانډا او امریکايي حکومتونو غږ کوي چې د اعدام په اړه د افغان حکومت پالیسۍ په بدلولو باندې غور وکړي.

په ويډیو کې امریکايي ښځه هم ورته غوښتنه له خپل حکومته کوي چې د اعدامونو په اړه دې د ګډ حکومت پالیسۍ بدله کړي که نه دوی به د دغو ناسمو پالیسیو قربانیان وي.

دغه امریکايۍ او کانډايۍ ښځه او خاوند په ۲۰۱۲ز کال کې د طالبانو لخوا ونیول شول او ویل کیږي چې تر دې دمه یې په زندان کې دوه بچي هم زیږولي دي.

څه موده وړاندې ګډ حکومت ۶ تنه طالب بندیان چې په اعدام محکوم و د حکومت دننه کړیو په فشار په کابل کې اعدام کړل.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ