نړۍ

د داعش ویاند محمدالعدناني وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د داعش ډله وايي چې مهم مشر او ویاند يې د سوريې په حلب ښار کې وژل شوی دی.

د داعش ډلې ته منسوبه وېبپاڼه اعماق الاخباریة په ټویټر لیکلي چې دوی ته یوې نظامي سرچېنې ویلي چې ابي محمد العدناني د روانو نظامي عملیاتو د څارنې پر مهال په حلب کې وژل شوی دی.

عدناني تر ابوبکر البغدادي وروسته د داعش ډلې دوهم مهم مشر و.

isis spokespersonکه څه هم د داعش خلاف اتحادي ځواکونو تر دې دمه د محمدالعدناني د وژنې تصدیق نه دی کړی خو د امریکا دفاع وزارت وايي چې تېره ورځ يې په سوریه کې د عدناني خلاف هدفي عملیات کړي وو.

عدناني په ۱۹۷۷ز کال د سوریې په ادلب ښار کې زیږیدلی و، لومړی د القاعده ډلې ملاتړی و. هغه د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د امریکايي ځواکونو په زندان کې بندي و.

نوموړی لومړنی کس و چې په سوریه او عراق کې یې د داعشي خلافت اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

خداوند متعال دې له عدناني سره د هغه بې مسوولیته ځواب محاسبه وکړي چې د طالبانو د پرمحتوی او تاریخي لیک په ځواب کې یې اعلان کړ او په دې توګه یې د میلیونونو باضمیره مسلمانانو زړونه مات او ناهیلي کړل. آمین

د خلافت قبا (چپنه) په دې خلکو ډېره اوږده وختل بلکه مرداري یې پکې وکړل.

رحمت الله رحمت

الي جهنم وبئس المصير …

محمد

خلافت د هغو مسلمانانو لپاره مبارک وی چی ازاد خلک ول په نسونو کی یی تیږی تړلی خو د چا غلامی نه قبلول اوسنی دا مسلمانان خو یوه حصه یی په دالو اموخته شوی او یوه حصه په برګر او کریم رول او چپاتی نو دداسی ککریو خیر نشته چی تر اوسه د زان په ګته او تاوان نپوهیږی ددوست او دښمن فرق نشی کولی داسی خلک می ولیدل چی ددیر حسد له رویه نږدی وو د خلافت نوم تحریم کړی نو خلافت به داسی خلکو ته څنګه راشی دالله ج په نزد هر یو ځواب ورکونکی دی

افغان

د یو څو ټکو په اړه ارزونه : لمړی : خلافت د اسلامی نظام نوم دی ، مهمه نه ده چه د کوم حکومت نوم خلافت ، امارت ، اسلامی حکومت او یا ورته نور نومونه ولری ، که یی اسلامی نظام درلود هغه اسلامی خلافت یا اسلامی نظام لری ، که څوک ځانته اسلامی خلافت هم وایی او نظام یی په اسلامی اصولو تکیه نه لری هغه نه اسلامی خلافت او نه اسلامی نظام دی ، یا ځینی لکه پاکستان خپل حکومت ته اسلامی جمهوریت خطاب کوی مګر سکولریستی قانون او نظام لری ، ځینی د اسلامی جمهوریت دعوی… نور لوستل »

wali khan

الله دی مونګ دخق ډله کی حسا ب کړی. دپعمبر (ٌص) دممبر نه د پعمبر (ص) وارث باره کی فتوا ورکول کیږی. ډیر سحت امتحان کی ګیریو. حکومت، طالب ، داعش دری واړه افغانان مسلمانان ولی زما وژلو لپاره ملا تړلی. مړمی کړی. په بمونو می والوځی، ځوی دپلار او مور مخکی حلال کړی. بوجی کی واچوی جوارو کی کیږدی . سپین ګیری دمسجدنه وبا سی لمونڅ یی نیمه یی کی پریږدی په مخ بسته شارونه تش کړی په کوم لباس په پیعمبری لباس ، لنګوته لرم . ګیره لرم دجنت او دوزخ کلی ګانی لرم. که څوک راسره موافق… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا ځکه چه مونږ له انسانیت او اسلامیت سره فاصله نیولی ، دا د الله ج د قهر او لوی عذاب نښی دی او هغوی چه د دی غلامانو او بادارانو په مقابل کی په ځانو ، مالو او اولادو مقاومت او هلی ځلی لری د هغوی د پاره د الهی رحمت او په الهی ازموینه کی د بریاوو د پرانستلو وخت دی . هر نفس د مګر څکونکی او له چا او یا له کوم څه چه یی مرګ لیلک شوی هغه ورته تقدیر کی لیکل شوی څوک یی نشی بدلولی . مګر د غلامی د زرو کلو له… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x