ټولنیزه برخه

درې امتحاني قیفونه

عباسي خلافت چي مرکز یې عراق وو، یو طلایي عصر بلل سوی دئ. یوه ورځ د یو ډېر لوی عالِم کوم ملګري هغه ته وویل چي ما ستا د فلاني دوست په باره کي یو څه اورېدلي دي. عالم ورته وویل چي یوه شیبه صبر وکړه. مخکي له دې چي یو څه راته ووایې زه غواړم هغه امتحان کړم چي هغه د درو قیفونو څخه د تیرېدو ازموینه ده.

سړي ورته وویل چي څنګه درې امتحاني قیفونه؟ پوه ورته وویل: مخکي تر دې چي د هغه سړي په باره کي یو څه راته ووایې نو لومړی باید وګورو چي هغه خبره یا ادعا یا آوازه تر دغو قیفونو تیرېدای سي که یا. لومړنی قیف (حقیقت) دئ، آیا ته مطلقاً ډاډه یې چي کومه خبره چي راته کوې یې، رښتیا ده؟

سړي ورته وویل چي زه نه پوهیږم خو صرف اورېدلي مي دي. عالم ورته وویل چي ته اصلاً خبر نه یې چي هغه به صحیح وي که یا! اوس به دوهم قیف ته راسو، او هغه (ښه والی) دئ، آیا هغه څه چي ته یې ما ته ویل غواړې ښه خبره ده؟

سړی ورته وویل چي زه نه پوهیږم. عالم ورته وویل چي د هغه څه په باره کي چي ته یې راته وایې مطمئن نه یې چی هغه ښه یا ګټمن دي. اوس به درېیم قیف ته راسو، چي هغه (ګټه او فایده) ده. آیا هغه څه چي ما ته یې وایې،  ګټه راته لري یعني په درد مي خوري؟ سړي ورته وویل چي نه پوهیږم.

عالم ورته وویل : نو نتیجه دا سوه چي ما ته داسي خبره ویل غواړې چي نه رښتیا ده، نه ښه ده او نه هم ګټه لري، نو ولي یې راته وایې؟

سړی سرځوړی او متوجه سو او بس پر همدې ځای اصلاح سو.

د قرآن د الحجرات سورت دوولسم آیت د همدې غیبت، تهمت، بد ویلو، پس ګویي او ملنډو په باره کي ارشاد فرمایي.

هو! که هر مسلمان د قرآن د هدایاتو سره همدغسي عمل وکړي او د چا پر بې نتیجه خبرو غوږ و نه نیسي نو مقابل طرف به پخپله اصلاح سي او جامعه به له مصیبته خلاصون ومومي، که نه هر څه به هغسي وران وی لکه فعلاً چي دي.

لیکوال : نثار احمد صمد

منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۱۷۸ ـ ۱۷۹ مخونه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x