شعـــــرونه

ايله ماجر/ محمد علي عمري

نظم
اېله ماجر
زه دې ليلا وطن يم
زه دې ايمان غوندي
په زړه کې راشين
زما دوجود
پربېله شوې برخه
له کلوپروت یې
دمهاجر په نامه
له دې نامه سره مې نه لګيږي
وخداي ته صبر وکړه
غموته ورکړه اوږده
په کومه ژبه چي خبرې کوې
هغه زما ژبه ده
زما دپامير دزما دشمشاد
زما دسوما ژبه ده
پرزړه مې درد شي هله
چي پښتون تاته
په پښتو ژبه
اېله مهاجر ووایي
زما کډوال اشنایه
ته يوڅه صبر وکړه
زه دې افغان وطن يم
زه دې ايمان وطن يم
ماده ليدلی يو خوب
داستا مهاجر نوم به
په دهشت ګر بدل شي
…………
(عمري )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x