ټولنیزه برخه

خپل احساسات او غبرګونونه څاره او پام کوه چي توی نشي

يوځوان دیوه چينايي حکیم په لټه کي ووت ترڅو دحکمت په معنا يې خبر کړي او دا ورڅخه زده کړي چي څه ډول کولای شي خپل احساسات او غبرګونونه په ولکه کي راولي .

ځوان دحکيم دځای پوښتنه کوله چا ورته وويل چي هغه دغره په سر کي اوسي او که دي ورسره ولیدل نو ته به ډېر بختور انسان يې، ځوان له وخت څخه داستفادې په تمه خپل څوری او سورلي تیاره کړه او دغره په لور يې مخه کړه.

ځوان دغره سر ته ورسیدو هلته يې دحکیم کور وموند او دروازه يې وروټکوله یوڅوک ورته راووتل او ورته وې ویل چي حکیم راوزي انتظار کوه ځوان په انتظار ددروازې خواکي کېناست.

ځوان هلته درې ساعته انتظار واېست حکیم رانغی او غصه يې مخ په زیاتېدو شوه پدې وخت کي یوه بوډۍ راووته او ځوان ته يې وویل چي حکیم اوس راوزي.

حکیم یو ساعت وروسته راووت خو پدې وخت کي د ځوان حوصله نوره ختمه شوي وه ځوان چي کله حکیم ولید یو سپېره ساده سړی وو او دځوان په خوا کي کیناست اوله ځوانه يې پوښتنه وکړه: هلکه چایو ته دي زړه کېږي ؟

دې خبري ځوان نور هم غصه کړ چي لېونیه! یو خو داسمان له سره درته راغلم بل دي په دروازه کي څلور ساعته انتظار راباندي تېر کړ، نه یو عذر او نه کوم تاسف، او اوس بیا په بړڅو شونډو راته وايې چي هلکه چای څښې؟ خو له ډېري غصې یې حکیم ته هیڅ ډول ځواب ورنکړ اورنګ يې سور او سپین سره اوړي.

حکیم بیا ورته وویل: هلکه چایو ته دي زړه کېږي؟
ځوان چي کله دحکیم ټېنګار ولید ورته وې ویل: هو ! که چای وي رايې وړه.

بوډۍ ښځي چای راوړ او دهلک مخي ته يې کېښود، حکیم ځوان ته وویل: هلکه زه چای درته واچوم؟ ځوان ورته ووېل: مهرباني وکه ولي نه.

حکیم دهغه په کوپ کي چای اچاوه کوپ ډک شو خو حکیم نور هم لا پکي اچوي او چای په مېز باندي تویېږي ځوان ته چي نوره حوصله ورپاته نه وه حکیم ته يې په تنده ژبه وويل: ته لېونی يې که دي مازغه خراب دي داته څه چمونه راسره کوې؟

پدې وخت کي حکیم ځوان ته وویل نوره زما اوستا ناسته پایته ورسېده چي کله دي هم کوپ خالي وو بیا ماته راشه او ځوان يې ددروازې مخي ته په توده غصه کي ستړی ستومانه پرېښود.

پايله :

ددې لپاره چي ژوند دي نېکمرغه شي تل خپل کوپ څاره او هیڅوک مه پرېږده چي ستا له اجازې پرته يې ډک کړي، تل خپل احساسات او غبرګونونه څاره او پام کوه چي توی نشي.

د ډاکټري هبة السید قطب له پاڼي بستان الحکماء څخه
ژباړه (ابوخلیل قدوسي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x