دیني، سیرت او تاریخ

د ۷ ومې، ۸ اتمې او ۹ نهمې ورځې سنت طريقه او اعمال!

رحمت الله مومن

سنت طريقه ده، چې بعد له ماسپښين لمانځه نه، خليفه يا نائب د خليفه د مسلمانانو حُجاجو ته كيفيت د مناسكو د حج بيان كړى، چې هغه منٰى ته تلل، عرفات، مزدلفة، ته تلل دي، وروسته له ځان پوهولو نه بعد بايد حُجاج لوازم د منٰى او عرفا او مزدلفې تياری ته ځان اماده كړي، مثلاً وګورى چې احرام پاک اوسوتره وي همدارنګه كمر بند، وړوكې بكس، د غاړې چترې، كه هوا گرمه وي د ضرورت لپاره دوائي او داسې نور ضروريات بايد ځان سره برابر كړي.

د اتمې ورځې اعمال!
لكه څرنګه چې مخكې مې وويل، چې كومو كسانو چې د حج مفرد او يا حج قران احرام تړلى وي، بعد له طواف او سعې نه دې خپل احرام نه خلاصوي، همدغه احرام كې دې منٰى ته لاړشي، او حاجې تمتع دى وروسته له اداٴ كولو د عمرې نه ځان حلال كړي او ساكن د مكې مكرمې ګرځيدل غواړي چې حج وكړي، له همدغه ځاى نه يعنى له خپل د اوسيدو له ځايه دې د حج احرام وتړي او په اتم د ذالحجې دې منٰى ته لاړ شي .

لیکنه: رحمت الله مومن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسلام له نظره په افغنستان کی تاریاکوکرل دتاریاکوڅخه په ډیره کمه اندزه د د واجوړولواستفاده کیږی اوپه افغانستان کی د هیرونیو دتولیددپاره کرل کیږی ،انسان الله تعالی ج دعقل اوتمیز سره خلقلۍ دۍ چه هیڅ یومخلوق یی د دی خاصیتو څخه نه دۍ برخورداره کړۍ اوانسان ته یی دخپلوصفاتوڅخه دعلم،حلم اوحکمت صفات ورکړل یعنی انسان دخلکت دمثل اعلی په حیث دتکامل په لوړه مرحله کی واقع دۍ او پرنورو موجوداتودخپلوخاصواستعدادونواومعنوی قواووپه مرسته یی تسلط موندلۍ دۍ. دمخدره موادو په استعمال اوسبب عقل او تمیزدټول استعدادوسره ضعیف اودمنځه ځی،جسم یی ضعیف اراده او دین اوعقدی ته یی نه جبرانیدونکۍ ضرررسوی اودکورنۍ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x