کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د زړګي سره!/ مشفق حريت مل

د زړګي سره!/ مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

په هغه ورځ مې چې ستاسو د شهادت دردوونکی خبر واورېد تر ننه مې بيا له زړه څخه نه يې وتلی.

ستاسو د شهادت درانه غم دومره اغيزمن کړم چې له هغې ورځې وروسته مې حواس له لاسه ورکړي دی او لاهم په ذهني توګه ارام نه يم.

دا يو ښکاره حقيقت دی چې په نړۍ کې به هر ساکښ د مرګي ترخه پياله څښي او له دې نړۍ څخه به د ابد په لوري ځي.

خو ستاسو شهادت داسې نه و، ستاسو شهادت له دې نړۍ څخه ډير څه نور هم له ځان سره يوړل، ستاسو شهادت يوازې د يوه شخص شهادت نه و مګر ستاسو په شهادت اسلام او مسلمانانو ته ستره صدمه ورسېده.

د زړګي سره!


ستاسو په شهادت سره يوه کورنۍ نه مګر په لکونو کورنۍ يتيمانې شوې.

ستاسو په شهادت سره بخاري، مسلم او صحاح سته يتيمان شول.

ستاسو د شهادت له امله اسلامي نړۍ اوس په هغه حال نه ده پاتې مګر د يوه بې ساري مذهبي لارښود ستره خلا احساسوي چې ډکول به يې وختونه وغواړي.

ستاسو علميت، پوهه او ځيرکتيا، اخلاق او تواضع، فصاحت او بلاغت، بيان او د وينا هغه ژبه چې ډير کم خلک يې لري اوس دا هر څه مونږ په ژوندۍ بڼه نشو ليدلای.

هغه علماء چې ستاسو په څېر وياړ، قدر نوم او نښان له کلونو کلونو وروسته په سپين ږير توب کې ترلاسه کوي، هغه وياړ تاسو په دې ځوانۍ کې ترلاسه کړی و.

د زړګي سره!

ستاسو له نورانيت، جمال، ښکلا او مسکا څخه ډکه څېره، تقوی او علميت هغه څه وو چې د ډيرو خلکو په زړونو کې يې ځانګړی ځای درلود او هغه سپين ږيري چې د خپلو نږدې کليوالو نومونه يې ياد نه وو، ستاسو نوم به يې په ذهن کې ثبت و.

د زړګي سره!

دا څو ورځې وشوې چې زه په خيالونو کې له تاسو سره په هغو صحنو کې ملاقي يم چې له تاسو سره مې په ژوندانه کې ليدلي وو.

اوس نو بيا هغه صحنې بيخي زمونږ په ژوند کې نشي راتلای چې ستاسو راتګ او هرکلي ته به څو ورځې مخکې منتظر او خوښ وو، چې دروند شيخ صاحب زمونږ خواته تشريف راوړي، اوس هغه صحنې نشي راتلای چې په ژوندۍ بڼه به مو په مجلسونو کې يو ځای ګډون درلود.

اوس چئ کله فکر وکړم چې ستاسو مبارک وجود په دې نړۍ کې نور نشته؛ نو په زړه کې مې د درد يوه څړيکه تيره شي او د ارمان او حسرت اسويلی وباسم.

د زړګي سره!

ستاسو په درانه شخصيت ډير څه ليکلو ته اړتيا ده، ستاسو د علميت او شخصيت به کتابونه ډک شي خو بيا به مو هم کارنامې او وياړونه خلاص نه شي.

دعا کوم چې الله ج دې ستاسو او ستاسو د والد صيب شهادت قبول کړي او ستاسو برکتونه دې ستاسو په کورنۍ او شاګردانو کيږدي.

ارواوې مو ښادې جنتونه مو ځای

انا لله وا انا اليه راجعون


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الله دي جنت نصیب کړي ستره هستي وه.بزدل دشمن يې دژبې زورته بې منطقه شو.اخیريې دنامردي لاره ونیوله