شعـــــرونه

راڼه ستوري

سپېڅلي شهيدان دي لكه ستوري رڼه ستوري
پرې ښكلې هديرې دي فه هرلوري رڼه ستوري

دا خړې مقبرې او دغه سپين سپين بيرغونه
كټ مټ لكه په ځير چي راته ګوري رڼه ستوري

دخپل كنډواله كور مخته ولاړيتم ژړيږي
پرمخ يې ښكاري اوشكي كه ورپوري رڼه ستوري

دژوند هرلحظه يې عبادت كي  شمېرل كيږي
پريمان دهرغازي مخې ته اوري رڼه ستوري

هربيت يې بريښوي سم دزړګي سترګي له واره
الهامه په غزل كي دي نن توري رڼه ستوري

سید احسان الله الهام
2013/11/08

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x