کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د امام بخاري (رحمه الله ) ژوند او اثار
د امام بخاري فرضي انځور له ګوګل څخه

د امام بخاري (رحمه الله ) ژوند او اثار

سید سعید

د امیر المؤمنین في الحدیث، حجة المجتهدین او شیخ الاسلام امام بخاري (رحمه الله ) اصلي نوم محمد او د پلار نوم یې اسماعیل دی، نوموړی د ۱۹۴ هق کال د شوال المکرم په ۱۳مه نیټه بخارا کي – چي داوسني ازبکستان یومشهور ښار دی – زیږیدلی دی، پلار یې ډير متقي عالم ؤ، د احمد بن حفص(رح) په وینا دامام بخاري پلار (اسماعیل )چي ډیره شتمني یې په میراث پریښودله،  د مرګ په وخت کي راته وویل چي : « زما د معلوماتو په اساس زما په مال کي یو شکمن درهم لا هم نشته » .ښایې همدا د حلالي نفقې برکت او لامل به وي چي خدای جل جلاله یې له زوی (امام بخاري رحمه الله )څخه ددین دومره لوی کار واخیست .

په ماشومتوب کي دامام بخاري له سره د پلار د شفقت سیوری پریوت،  خو مور یې خورا پرهیزګاره او هوښیاره ښځه وه خپل زوی یې په ډیره ښه توګه وپاله ان چي بې اوداسه یې شیدې لا هم نه ورکولې، کله چي محمدبخاري د زده کړې جوګه شو مور یې د لیک او لوست په موخه مکتب کې داخل کړ او خپل یتیم زوی یې په دې هیله د علم زده کړې ته وقف او هڅاوه چي خدای جل جلاله به ددین ښه خدمت ځني واخلي .امام بخاري د لسو کالو په عمر ؤ چي د مبارکو احادیثو شوق مکتب ځینې پرېښود او په مختفلوځایونو کي یې د احادیثو د زده کړې لټه پیل کړه.

امام بخاري په شپاړس کلنۍ کي د خپلي مور او ورور (احمد) سره مکې مکرمې ته ولاړ د حج د اداکولو وروسته یې مور او ورور بیرته بخارا ته ستانه شول،  خو امام بخاري هلته پاته شو او په حرمینو شریفینو کي یې د احادیثو او نورو علوموزده کړې ته ادامه ورکړه،  امام بخاري د مبارکې روضې څنګ کي د (قضیا الصحابة والتابعین اوالتاریخ الکبیر )په نومونو دوه کتابونه تصنیف کړل  او په حرمینو کي تر دوه کاله تېر ولو وروسته بیرته بخاری ته راستون شو .

امام بخاری د علم په طلب پسي بلخ،  مصر، بغداد، کوفې، حجاز او….. ته سفرونه وکړل او د مختلفو استادانوڅخه یې د احادیثو او نورو علومو شتمني تر لاسه کړه، حافظ ابن حجر په فتح الباري کي د امام بخاري د استادانو شمېر (۱۰۸۰) ښوولی دی .

امام بخاري ډیر ذکي او د پیاوړې حافظې څښتن ؤ، په شپاړس کلنۍ کي یې د ابن المبارک او وکیع کتابونه یاد کړل،  محمد بن حمدویه د امام بخاري له قوله لیکي چي : دامام بخاري دوه لکه غیر صحیح او یولک صحیح احادیث یاد وو او د بخاري شریف احادیث یې د شپږ لکه حدیثونو څخه انتخاب کړي دي .

د بخاري استاد قتیبه بن سعید وایې : ماچي په خپل عمر کي څومره راویان اوفقهاء لیدلي د امام بخاري غوندې پوه او ذکي سړی مي نه دی پکي لیدلی، د نومیالومحدثینو وینا ده چي : تر اسمان لاندې دخدای جل جلاله پر ویړه ځمکه یې د امام بخاري په شان په احادیثو پوه شخص نه دی لیدلی، لوی عالم محمد بن ابي حاتم الوراق وایې :« یوه شپه مي خوب لیده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم مخکي امام بخاري تر شا ورپسي روان وي له کومو ځایونو څخه چي انحضرت صلی الله علیه وسلم قدم پورته کړي بخاري پرهماغه ځای پښه کښیږ دي » .

د امام محمد بن اسماعیل (رحمه الله ) تر ټولومعتبر او مشهور تصنیف (صحیح بخاري) د امت دعلماوو په اتفاق سره د ځمکې پر مخ تر قران کریم وروسته تر ټولوکتابونو اصح کتاب دی، شاه ولی الله دهلوی (رحمه الله ) وایې چي : تر جامع بخاري مخکي داحادیثوکتابونه په څلورو بیلابیلوفنونو لکه : احکام، تفسیر، سیرت او زهد کې لیکل شوي وو، خو امام بخاري همدغه څلور واړه فنون په جامع بخاري کي په مرفوع او مسند روایتونوسره راجمع کړي دي .

د صحیح بخاري د لیکلو په اړه خپله امام بخاري وایې چي : الجامع (بخاري شریف ) مي د شپږ لکه احادیثو څخه په شپاړس کاله موده کي تصنیف کړ او د ځان او خپل رب جل جلاله تر منځ مي حجة قایم کړ، محدثینو ټول احادیث  پر اتو برخو ویشلي دي (عقاید، فتن، احکام، تفسیر، سیر،رقاق، مناقب اوتاریخ ) په کوم کتاب کي چي یادې شوې حصې جمع شوې وې جامع ورته ویل کیږي،  په بخاري شریف کي همدغه اته واړه برخي را یو ځای شوي دي نوځکه جامع بخاري بلل کیږي. امام بخاري (رحمه الله ) وایي ما چې به په خپل جامع بخاري کي کوم حدیث جمع کاوه لومړی به مي غسل وکړ، بیا به مي دوه رکعته نفل او استخاره وکړه او  وروسته چي به مي د همدې حدیث په صحت او ثقه والي باندي ښه یقین شو بیا به مي ولیکه .

ابن حجرعسقلاني د جامع بخاري ټول احادیث ( ۷۳۹۷) ګڼي البته ځیني علماء د دې شمېر سره څه اختلاف لري، د صحیح بخاري غیر تکراري احادیث ( ۱۷۶۱ )دي،  په بخاري شریف کي دکتاب په نامه عنوانونه لکه : کتاب العلم او کتاب الایمان ( ۱۶۰ ) دي او د بابونو شمېر یې ( ۳۴۵۰) ته رسیږي .

په بخاري شریف باندي ډیر زیات شروحات لیکل شوي چي ډیرې زیاتي مشهورې شرحې یې عبارت دی د حافظ ابن حجر د فتح الباري،  د حافظ بدرالدین عیني د عمدة القاري او د شاه انور شاه کشمیري دفیض الباري څخه.

امام بخاري (رحمه الله ) د اصح الکتب (جامع بخاري ) څخه علاوه لاندې نورتصنیفونه هم کړي دي .

تاریخ الکبیر، تاریخ الاوسط، تاریخ الصغیر، بر الوالدین، الادب المفرد، خلق افعال العباد، جزء رفع الیدین،  جزء قراءة خلف الامام،  کتاب الضعفاء، جامع الکبیر، کتاب العلل، مسند الکبیر،  تفسیرالکبیر، کتاب الاشربة، کتاب الهبة،  اسامي الصحابة، کتاب الفوائد،  کتاب الوحدان، کتاب المبسوط اوکتاب الکني .

د امام بخاري (رحمه الله ) درس ته د لرو علاقو څخه خلک ورتلل او د علم تنده یې په بخارا کي د امام بخاري په درسګاه کې خړوبېده، ابن حجر عسقلاني د امام بخاري د شاګردانو په اړه لیکلي چي : « دامام بخاري څخه دصحیح بخاري درس (۹۰) زره شاګردانواوریدلی دی » . د امام بخاري (رحمه الله ) د ذکاوت او علمیت خبر تر ډېرو لرې سیمو او حکامو پورې هم رسیدلی ؤ .

په بخارا کي دعباسي خلافت نائب امیر خالد بن محمدالذهلي د امام بخاري څخه د هغه په قصر کي د احادیثو د تدریس غوښتنه وکړه خوامام بخاري یې غوښتنه رده کړه او په ځواب کې يې ورته وویل چې : زه علم نه خواروم او دا د علم سپکاوی دی چي د باچاهانو دربار ته یې ور وړم،  وروسته بیا والي ځني وغوښتل چي د کورنۍ غړو ته یې د تدریس یوه ځانګړې حلقه جوړ ه کړي چي نورو طالب العلمانو ته پکي د ګډون اجازه نه وي؛ امام بخاري (رحمه الله ) د والي دا غوښتنه هم رد کړه او قاصد ته یې وویل : دا چي ځیني خلک به مي په درس کې حاضر وي او نورکسان به بیازما په درس کې د ګډون اجازه نه لري جائز نه دي، که څوک دعلم شوق لري زما مسجد او کورته دي راشي او که زما همدا کار د والي په طبع برابر نه وي د تدریس مخه دي مي ونیسي چي د قیامت په ورځ دالله تعالی په دربار کي عذر ولرم .

له همدې کبله د بخارا والي امام بخاري (رحمه الله ) ته د بخارا څخه د وتلو امر وکړ، د سمرقند خلکو د امام بخاري (رحمه الله ) څخه هلته د ورتللو غوښتنه وکړه امام بخاري سمر قند ته په لاره څه وخت د خرتنک په کلي کي تم شو،  وروسته چي یې سمر قند ته سفر پیل کړ د ضعف له امله یې له خلکوڅخه په همدې ځای کي د پاتې کیدو عذر وغوښت،  په همد ې وخت کې امام بخاري دعا وکړه چي : « یا الله ! ستا دا پراخه ځمکه راباندي تنګه شوه روح مي د رقبض کړه! » وروسته یې ارام وکړاوپه همد ې حالت کي یې روح له تنه والوت .
انا لله وانا الیه راجعون !

امام بخاي (رحمه الله) د څه کم ۶۲ کالو په عمر په ۲۵۶هجري قمري کال له دې فاني نړۍ څخه و دارالبقاء ته رحلت وکړ، په جنازه کې یې د سمرقند او نورو سیمو ډېرو زیاتو خلکو ګډون وکړ او د سمرقند څخه ۶ میله لرې د خرتنک په کلي کې خاورو ته وسپارل شو د مقبرې څخه یې څو ورځې د مشکو بوی ولاړیده .

مأخذونه : [ د لیکوال یادښتونه، دفضیلت پګړۍ دمولوي محمد عمر خطابي تصنیف اوانټر نیټي منابع ]

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ