نړۍ

پاکستان: د ختیځ د نابغه شاعر علامه محمد اقبال د زوکړې ۱۳۶کلیزه لمانځل کېږي

نن ټکی آسیا: نن د پاکستان په ګوټ-ګوټ کې د ختیځ د نابغه او نوموتي شاعر علامه محمد اقبال (رح) د زوکړې ۱۳۶مه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
د پاکستان تیلویزیوني شبکې دا مهال په لاهور ښار کې د ارواښاد اقبال له مزاره د ژوندیو خپرونو له لارې ښکاره کوي،چې هلته د زیارت نظام قراول د بدلولو لپاره ستره غونډه روانه ده. تر تلاوت وروسته د پاکستان د سمندري ځواکونو یو لوړرتبه چارواکي د علامه پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، زیارت ته د عامو خلکو په ورتګ بندیز دی او هېڅوک نشي کړای چې دغو مراسمو کې برخه وال شي. همدارنګه د زیارت شاوخوا لارې او سړکونه هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د غونډې ټولو برخه والو په خپلو ویناوو کې پر دې ټينګار کاوه،چې د امت او هېواد د احیاء او سرلوړي په پار، ټولو ته بویه چې د مرحوم اقبال پر لارښوونو نېغ لاړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x