کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / پښتون، افغان او پټان‎

پښتون، افغان او پټان‎

محمد عثمان څولیزی

په دې لیکنه کې کره او پوره اخځونو، څېړنو او مقالو ته په کتو د پورتنیو کلمو اصل، ریښې او پرتلنې ته ځای ورکړل شوی دی. که د لوست پر مهال له کومې املايي تېروتنې سره مخ شوئ ستاسې څخه یې سمون ته سترګې په لار یم؛ خو که کومه مانیزه یا داسې تېروتنه وه چې ستاسې په اند کره نه برېښېده نو ماته یې راپه ګوته کړئ، چې په راتلونکي کې یې له تکرار څخه ډډه وشي او نورو ته مو سم مالومات لېږدولي وي. توري او کرښې زما او لوست یې پر تاسو ښاغلو او آغلو!

په لیکنه کې دغو پوښتنو ته ځوابونه موندلی شئ:

پښتانه څوک دي؟

پښتو څه ډول ژبه او د ژبو په کومې کورنۍ پورې تړاو لري؟

پښتانه ولې د افغان په نوم نومول شوي؟

پښتانه کله په پټان ونومول شول او د نومونې لامل یې څه و؟

پکتویس، پکتوان، پکتها، باخدي، بخدي، پکت، پکهت، پخت، پښت، پشت، پټهان، خان او پښتون د هغه زړور قوم نوم دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپل نوم تاند، ځلاند او روڼ ساتلی دی. پښتون هیچا ته سر نه دی ټیټ کړی، تل یې په نره له خپل پت، ناموس او هېواد څخه ساتنه کړې ده. د پښتنو اصلي ټاټوبی افغانستان دی، خو د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، ایران، هندوستان او د چین په ځینو برخو کې هم مېشت او استوګنه لري؛ یاني ویلی شو چې پښتانه په جنوبي او مرکزي آسیا کې دېره او ژوند کوي.

پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسېدونکو قومونو پخوانی او لرغونی او په دغه خاوره کې مېشت ولس دی. پښتانه له تاریخي او جغرافیايي پلوه د افغانستان په شمالي ختیځو (پامیر،آمو، بلخ او…) سیمو کې استوګن ول. د پښتنو نیکونه د ساکه، سکه، کاس، ساکانو او کاسیانو په نومونو سره یادېدل او پښتو ژبه هم له ساکي ژبې سره تړاو لري. ساکان د اوستایانو، پارتیانو، مادیانو او پارسیانو ترڅنګ، پنځم آریانی ټبر دی چې له میلاد څخه دمخه یې له منځني ختیځ (قفقاز) څخه تر چین ، هند او کشمیر پورې سترې سترې امپراطورۍ رامنځته کړې. پښتنو د مقدوني سکندر په مشرۍ د یوناني یرغلګرو پروړاندې یې د خپل اصلي ټاټوبي (باختریا، بلخ او آمو شاوخوا) څخه په کلکه دفاع کړې ده.

د پښتنو د شمېر او تعداد په هکله هم کتابونه او د وګړو د سرشمېرنې پوهان او ادارې سره په کره او پوره توګه یوه خوله نه دي. ډېریو لیکوالانو او اخځونو د پښتنو شمېر په اټکلیزه توګه را اخیستی دی، چې یو له بله سره په توپير کې دي، په دې مانا چې ځینو آثارو د ټولو پښتني قبیلو د وګړو شمېر د( ۴۰-۵۰ ) میلیونه وګړو په شاوخوا کې اټکل کړی؛ خو یو تعداد نورو بیا دغه شمېره د( ۵۰-۸۰ ) میلیونه وګړو ترمنځ ښودلی دی. د لومړنۍ اټکلیزې شمېرې له مخې په افغانستان کې نږدې (۱۶-۱۷) میلیونه پښتانه استوګن دي او ددغه هېواد د ټولو وګړو )۶۰-۵۰( سلنه جوړوي. د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم چې دوه ایالتونه ( خیبرپښتونخوا او بلوچستان) یې اکثریت پښتانه جوړوي د ۱۸ میلیونو په شاوخوا کې پښتانه دېره او د یاد هېواد استوګن دي. له یادو دوه معتبرو ځایونو ور هاخوا نور میلیونونه پښتانه د نړۍ په ختيځ او لویديځ کې په ګڼو او بېلابېلو هېوادونو کې ځای پرځای او د ژوند شپې او ورځې تېروي، چې له مهمو مېشت ځایونو څخه یې پورته لنډه یادونه وشوه.

پښتانه د تاریخ په اوږدو کې په ګڼو او بېلو بېلو نومونو سره یاد شوي، چې له هغې ډلې دوه نومونه (افغان او پټان) یې ډېر د پام وړ دي. پخوا او د تاریخ په ګڼو پاڼو او پېړیو کې پښتانه د (افغان) په نوم یاد او نومول شوي دي. دا یوه څرګنده خبره او حقیقت دی چې پښتانه ځان ته افغان نه وايي، بلکې دا نوم پرې د مغلو، ایرانیانو، هندوانو او عربانو له خوا ايښودل شوی او اسلامي مؤرخینو هم په خپلو آثارو کې پښتنو ته د افغان کلمه کارولې ده. عربانو ښايي په عربي ژبه کې د پښتو ژبې د »ښ« توري د نشتوالي له کبله لکه دنورو توکمونو په څېر غوره ګڼلې وي چې د پښتون پرځای افغان ويي وکاروي، خو د هغو نورو هغو بیا جلا خبره ده. د افغان کلمه د تاریخ په اوږدو کې ګڼو آثارو په بېلابېلو بڼو (ابګان، اپه ګان، اوګانه، اپګین او نور…) را اخیستې ده. دغه کلمې د سلېمان غره د استوګنو لپاره په چینايي، عربي او فارسي متونو کې راغلې دي.

خو هېره دې نه وي چې پښتون تر افغان ډېره لرغونتیا لري. یوناني پوه هېروډټ له میلاد څخه (۴۰۰ م.ز) کاله پخوا پښتانه د پکتویس یا پختویس په نوم او ددوی ټاټوبی یې د پکتیکا په نوم یاد کړی دی.

ځینو کسانو د افغان او پښتون کلمې په مترادفه بڼه کارولي؛ خو لکه څنګه مو چې وویل پښتون تر افغان نږدې ۷ یا ۸ پېړۍ زیاته لرغونتیا لري. د هېروډت د وینا او لیکنې له مخې د پښتون څرک او شتون تر میلاد څلور پېړۍ مخکې پورې تړاو لري؛ خو د افغان کلمه د لومړي ځل لپاره د (نقش رستم) په کتیبه کې چې په درېمه میلادي پېړۍ او د ساسانیانو په دورې پورې ارتباط مومي کارول شوې ده.

پښتون قوم د ځان لپاره د افغان کلمې په پرتله د پښتون ويي دروند، کره او منلی ګڼي، ځکه چې له یوې خوا یې لرغونتیا تر افغان ډېره او له بلې خوا هغه ځانګړنې او مشخصات چې د پښتون او پښتو کلمه یې لېږدوي د افغان کلمه یې نشي لېږدولی. که له بل لوري ورته وګورو نو د افغان کلمه په پښتون قوم باندې د مغلانو، فارسیانو او یا هم د عربانو او نورو یرغلګرو او لښکر کښوونکو له خوا ورتپل شوې، خو باید هېره نه کړو چې افغان هېڅکله د پښتون ټول پښتني مشخصات نه شي انتقال کولی.که د افغانستان اوسني موقعیت ته وګورو او ددغه هېواد څلورخواوې او اساسي قانون تر سترګو تېر کړو، نو وبه مومو چې د (افغان) کلمه نه یوازې د پښتون قوم لپاره کارول شوې یا کارول کېږي، بلکې د یو ملت په توګه ددغه هېواد په چوکاټ کې دننه پر هر مېشت وګړي ( پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشه يي، ترکمن او نور…) د پلي کېدو وړ ده، یاني د افغانستان هر وګړی افغان دی.

له بلې خوا پټان )پټهان( هغه کلمه ده چې د آسیا د دوو سویلي هېوادونو ( هندوستان او پاکستان) د وګړو له خوا د پښتنو لپاره کارول کېږي. په (فیروز اللغات اردو) قاموس کې یې د پټهان کلمه په بهادر، زړور، جنګي او جنګیالي سره ژباړلې ده. ښايي په دې نوم سره د پښتنو د نومولو لاملونه بېل او ګڼ وي او دا هم کېدای شي پرې یو څه صدق وکړي؛ ځکه چې پښتانه د زړورتیا او بهادرۍ ترڅنګ یو جنګیالی قوم هم دی.

په بل ځای کې راځي چې د پټان کلمه ۷ یا ۸ پېړۍ پخوا په هندي متنونو کې دود او رامنځته شوې او په هکله یې بېل بېل نظریات موجود دي. په شمالي هندوستان کې د مسلمانانو د پاچاهۍ په پیل کې د لومړي ځل لپاره کله چې پښتانه هلته مېشت شول نو دغه سیمه (پټنه) وه؛ نو ځکه یې دوی ددې ځای د اوسېدونکو په توګه په پټان ونومول.

ځیني روایتونه وايي چې د پټان کلمه له بتان څخه اخیستل شوې او بتان بیا هغه تیر ته وايي چې بېړۍ (کښتۍ) پرې تکیه وي او د بېړۍ د ملا د تیر حیثیت لري. دا چې پښتانه هم زړور او جنګیالي وګړي ول، نو په هره جګړه کې به یې چې ګډون کاوه؛ هغه جګړه به ددوی په بري پای ته رسېده نو ځکه یې پښتانه په پټان نومول.

دغه کلمه وروسته د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو له خوا هم په لیکنو کې کارول شوې ده. لکه د پښتو ادب ستر سرلاری او بابا حضرت خوشحال خان خټک چې وايي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

خو په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو هر افغان او پښتون ځوان، زوړ، ښځینه او نارینه ته دا په ډاګه کړه چې جګړه د بري او حل لاره نه ده. د سولې، هوساینې او آرام ژوند او پر ځان د بسیا کېدو لپاره یواځینۍ لار، د زده کړې او تعلیم خپلول او له جګړې او ټوپک سره مخه ښه کول دي. نو نننی پښتون هغه د قرنونو او پېړیو پخوا پښتون نه دی، چې د تاریخ پاڼو او د خلکو په ذهنونو کې یې یوازې د جګړه مار او جنګیالي انځورونه شوې وه. بلکې د نن پښتون سوله پال، ادبپال او د ځان په ګډون د نړۍ د هر وګړي او هر ماشوم لپاره د پوهې او تعلیم غوښتونکی دی. نو پښتانه د پټان کلمه هم د ځان لپاره مناسبه نه ګڼي او غوره بولي چې د نړۍ په هر ګوټ کې یوازې او یوازې په پښتون یاد او ونومول شي. ځکه پټان او افغان دوه داسې کلمې دي چې د تاریخ په اوږدو کې د نورو قومونو او وګړو له لوري په پښتنو باندې لورول او د هغوی د غوښتنو او خوښې خلاف پرې تپل شوي دي.

پښتو یوه لرغونې هندو اروپايي او آریايي ژبه او ددغې کورنۍ په هندو ایراني ډلې پورې تړاو لري. هر پښتون که هغه د نړۍ په هر ګوټ کې ژوند کوي پښتو خپل مال او خپله ژبه ګڼي. پښتو نه یوازې ژبه ده، بلکې په پښتو کې د پښتون ولس ( پت، ښېګڼه، توره، ویاړونه، ژمنې او نور…) نغښتي دي. که په بل عبارت یې ووايو پښتو او پښتونولي دوه داسې کلمې دي، چې له پښتون سره نه شلېدونکې اړیکې لري، د پښتنو ټولو خویونو، عادتونو، دودونو او ارزښتونو (بدل، مېلمه پالنه، ننواتې، جرګه، ننګ، حیا، ناموس او نور…) ته پښتونولي وايي. نوکه خدای ناخواسته له پښتون قوم څخه پښتو او پښتونولي لر کړای شي، نو پښتون به بې لاس او بې پښو شي یاني هېڅ به هم ورپاتې نه شي. پښتانه په لویه کچه سني مسلمانان او د امام ابوحنیفه د مذهب لارویان او پلویان دي. پښتونولي یې د ژوند لاره، هدف، مقام او پښتو یې ژبه ده. په پښتني ټولنه کې پېغمبران، ولیان، شېخان، امامان، پاچاهان،مشران، اتلان، شاعران او لیکوالان منلي شخصیتونه ګڼل کېږي.

آر، آرین او آریانا ډېرې لرغونې کلمې دي، چې لرغونتیا یې زرګونه کلونو ته رسېږي. تاریخ پوهان وايي هغه قومونه چې زرګونه کلونه پخوا د آمو سیند له غاړو څخه په باختر، هند او ایران کې خپاره شول آریایان ول. د آرین کلمه په سانسکرېټ کې د (اریا) او په زند کې د (ایریا) په نوم راغلي دي، چې د شریف او نجیب مانا لري. ددې سربېره په ریګویدا او اوستا کې هم څو ځایه د آرین او آریا ذکر راغلی دی.

د تاریخ په پاڼو کې راځي آریایان تر لېږدېدو دمخه په یوه سیمه ( آریانا ویجه) کې اوسېدل. آریانا ویجه هغه لرغونې سیمه وه چې لرغونو آریایانو تر ډېره وخته د بهرنیو یرغلګرو له تاړاکونو څخه ژغورلې ده. د کلونو په تېرېدو او د نفوس په ډېرېدو آریایان اړ شول څو د ختیځ او لویدیځ په لور خپاره شي؛ هماغه و چې یو شمېر د ختیځ په لور تر هندوستانه راوخوځېدل او یو شمېر یې د لویدیځ په لور تر فارس ورسېدل او یو شمېر نورو یې په بخدي او باختر کې مدنیت جوړ کړ. د لرغونو آریایانو د خوځښت نېټه له میلاد څخه (۲۵۰۰) کاله پخوا اټکل شوې ده. پښتانه د لسو آریایي قبیلو څخه یوه قبیله ده چې په ریګویدا کې د (پکته، پکتویس، پکهت او پښتون) په نومونو یاد شوي او ددې قبیلې مشر توریانه( تور وهونکی) و. له دې لنډې یادونې څخه مو موخه دا وه چې پښتون قوم او قبیله له میلاد څخه شاوخوا (۱۴۰۰) کاله دمخه او له نن څخه (۳۵۰۰) کاله پخوا موجود او په دغه سیمه کې استوګن و.

تر ریګویدا وروسته بل مهم تاریخي کتاب (اوستا) دی چې له میلاد څخه (۱۰۰۰ م.ز) کاله دمخه په بلخ کې کښل شوی هم د پښتنو یادونه کوي. د اوستا مذهبي کتاب کې پښتانه د ) پکتها، پکهت، بخت، پخت او پښت( په نومونو یاد شوي دي. د پښتنو د استوګنې ځای او ښار د بخدي په نوم نومول شوی دی. نامتو یونانی جغرافیه پوه هېروډټ په (۴۸۴-۴۲۵ م.ز) کلونو کې یې په خپل نامتو کتاب (جغرافیه) کي د پښتنو یادونه کوي او ددوی هېواد یې د (پکتیکا) په نوم یاد کړی دی. هېروډت لیکي چې پکتیکا د انډوس سیند پرغاړه پرته ده او خلک یې ډېر غښتلي او مېړني دي. ددوی کالي له پوستینانو دي او وسلې یې غشي او لیندۍ دي.

نو په پای کې ویلی شوپښتانه زوړ آریایي قوم او د افغانستان له اصلي استوګنو څخه دي. پښتانه د آریایانو په مذهبي کتاب ریګویدا کې د ( پکتها او پکهت) په نوم یاد شوي او په باختر کې د استوګنې له کبله په باختري یا بخدي هم یاد شوي دي. په هخامنشي دوره (۵۰۰ م.ز) کې د یوناني مؤرخینو له خوا د پکتویس، پکتوان او ټاټوبی یې د پکتیکا، پکتیکي او پکتین په نومونو یاد شوي دي. پښتانه هغه آریایي قوم دی چې له آریانا ویجه څخه خپاره او په بخدي او باختر کې یې مدنیت جوړ کړ او له باختره ځیني د هند او یوشمېر نور یې بیا د فارس ( ایران) په لور وخوځېدل. د آریایي سرودونو مهم کتاب (ویدا) چې (۱۴۰۰ م.ز) کې لیکل شوی هم د لسو آریایي قبیلو ذکر کوي او په هغو کې یوه قبیله د پکهت یا پښت په نوم هم یادوي. دا هم باید هېره نکړوه چې پښتونولي د پښتنو ژوند او د هویت ښکارندويي ده. بل لورته افغان او پټان بیا دوه داسې کلمې دي چې د تاریخ په اوږدو کې د نورو وګړو له خوا د پښتون قوم لپاره د بېلابېلو موخو لپاره کارول شوي. ښايي پښتنو ته د دغو دوو کلمو کارول د شخصي اهدافو او یا هم له دوی سره د کینې لرلو لپاره کارول شوي وي.

اخځونه:

۱- سېد ظفر کاکاخیل، پښتانه د تاریخ په رڼا کې.

۲- ډاکټرلطیف یاد، پښتني قبیلې او شجرې.

۳- میراجان غوربندی، د پښتو ژبې تاریخ، لکچرنوټ.

۴- پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار، پښتو او پښتانه له کومې راغلي؟ )مقاله(.

۵- حبیب الله تږی، پښتانه پخوا چېرته اوسېدل )مقاله(.

۶- عبدالحکیم نورزی، پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار.

۷- باصره شجاع، په آریاني ژبو کې د پښتو ژبې دریځ.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    پښتون ، افغان او پتان هر څوک چه وو او دی ، د یو بل د پیژندنی اصلیت دی ، د اهلیت معیار تقوی ده . دا زما خبره نه ده الهی فرمان دی .
    په پشتنو ، افغانانو او پتانانو کی ښه او بد خلک شته ، ترکی ، امین او نجیب پرون پشتانه وو ، شاه شجاع هغه ورخ پشتون وو ، کرزی او غنی نن پشتانه دی پشتانه چه څومره د پشتنو خبیثو مشرانو وژلی هغومره تاجکو ، ازبکو او هزاره وو نه وژلی څومره پښتانه چه په سوات ، خیبر او وزیر ستان کی د غفارخان پشتون د لمسی ( اسپندیار په ګورنری کی په شهادت ورسیدل د هند او انګریزانو د جنګ وخت کی نه دی وژل شوی .
    څه چه مهم دی هغه د پشتنو اسلامی او انسانی مسیر دی ، که په دغه مسیر پرابر وو ، هغه زمونږ د هغو ښو تاجکو ، ازبکو ، هزاره وو ښو مسلمانانو په شان ورونه دی او کوم یو چه د پرونی روسی او نننی اروبایی نړیوال استعمار کی د الحادی ایزمیو ( کمونیزم ، نشنلیزم او سکولریزم او داسی نورو ) په اوبو یی زړونه او مغزونه پریمنځل شوی هغوی که پشتانه ، هزاره ، تاجګ ازبک او که حتی عربان او داسی نور دی هغوی زمونږ دشمنان او حتی د انسانیت دشمنان دی

  2. محمد نعیم سادات

    ایا محترم لیکوال دا پوښتنه ځوابولی شی چی په پښتو ژبه کی لکه په عربی ژبه کی هرڅه ته ښځینه جنسیت او یا نارینه جنسیت ورکول له کومه شوی . مطلب می له [ یو او یوه ] څخه ده ځکه چی. په فارسی او هندی ژبو کی نارینه او ښځینه جنسیت نشته . همدا د جنسیت مسله د پښتو ژبی اساس جوړوی. . دا بیا همعغه احساساتی خبری شوی ، پښتون غیرتی قوم دی ، پښتون تکړه قوم دی او هویت وربدل کړی یعنی دلته د احساساتو په واسطه پښتانه ته دا ور تزریق کیږی چی ګواکی ته ایرانی یی . د اریایانو په نامه کوم قوم یا ملت هیڅ وخت وجود نه لاره داهسی د انګریزانو د تاریخ جعل کول دی اوبس . د ایران خلګ اکثره په قوم اذربایجانی ، تاتار ، ګرجیان او د قفقاز د نورو قومونو خلک دی چی د صفویانو په وخت کی ایران ته راوستل شوی او همدا خلګ نن د ایران نفوس جوړوی

  3. محمد نعیم سادات

    د انګریزانو او صفویانو لخوا د تاریخونو او شجرو د جعل په باره کی ما ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه اسناد ، کره دلایل او کلک شواهد راټول کړی خو اوس د ژوندانه د بوختیا له کبله نشم کولای چی دا مواد او مسایل سره منظم کړم او لوستونکو ته یی د انترنت له لاری وړاندی کړم خو انشاالله دوی دری میاشتی بعد به څه اوزګار وخت ولرم او به کولای شم چی نوموړی مدارک او شواهد سره منظم او لوستونکو ته به یی وړاندی کړم . غواړم چی نور زموږ په هیواد کی دا د هویتونو تجارت ته د پای ټکی کیږدم ، انشاالله