ادبي لیکني

تا ته دې ستا مزې غلامي سره مبارک وي

وایې یو ښاري سپي کومه ورځ تناب وشکوه ډوډۍ هضمولواوهوانوې کولولپاره ترډیره لرې لاړځنګله ته ورسیده ځنګله کې په یوپمن اوډنګرسپي سترګې ولګیدې پیتاوې ته ګونج پروت وو جوړپخیریې ورسره وکه دملګرتیاغوښتنه ورڅخه وکړه دځنګل سپي یې هم په ورین تندي ملګرتیاقبوله کړه ورځې تیریدلې ده دواړوملګرتیاپخه اووغوځیده ښاري سپی به ځنګل ته دخپل ملګري ملاقات تله دورځونه یوه ورځ دځنګل سپي خپل ملګري ته وه وئیل اشناته ډیرصحتمندپه غوښوپټ اوهډوریې مګرځمادولګې نه کولمې په شانښتې پښوکې مې دم نشته، ده ډنګرتیانښې راباندې دورایه ښکارې، ستاده ښکلي ځواني، لوړې ونه، اونرم اندامورازپه څه کې پټ دی.

ښاري سپي ګوګل ته شور ورکه، په شونډو ژبه راښکله، غرورسره یې وه وئیل داځکه چې زه ګټورخواړه خورم لکه کباب کړې غوښې، سره کړي چرګان، پلاوونه، حلاوا،پراټې اونور رنګارنګ مزوکې یم، دځنګل سپي خوله اوبه اوبه شوه ملګرې ته یې زیړې سترګې واړولې په خواره خوله یې وه وئیل داخوراکونه به په ماهم ونکې که لګ مې بڼه غوړه شې ښاري سپي وئیل ولې نه رازه چې زودواړه روان شول دڅه مزل وهلووروسته دښار رڼاګاني لوړي ماڼۍ اوقسم قسم منظرونه راغلل دځنګل سپي خپل ملګرې ته وکتل دملګري په غاړه یې یوځنځیرولیده پوښتنه ورڅخه وکړه انډیواله ستاپه غاړه کې داځنځیردڅه شې دی ښاري سپي وئیل ده دې ځنځیرپه برکت خوزه مزوکې یم دځنګل سپي په حیرانتیاوپوښتل څه جادوپه دې ځنځیرکیده ښاري سپي وئیل جادونه بلکې داده غلامي نښه ده دځنګلي سپي نوره هم حیرانتیازیاته شوه ملګري نه یې پوښتنه وکړه غلامي څه شی ده ښاري سپي غوږونه مړه شو ل وئیل اشنا غلامي ذهني یاباطني کیفیت دی.

ځنګلي سپي وئیل لګ یې په ساده ژبه راوپیژنه.

ښاري سپي وئیل څنګه دې پوه کم زه غلام یم مالک لرم هغه راته خوندورخواړه راکوي چې وړاندې مې درته وه وئیل دژوندنورځني اړتیاوې مې پوره کوي یوڅه شهرت اونازهم راکوي خوپه بدل کې مانه يې ځماټول واک اخیستی دهغه لپاره غاپم دهغه دکوراومال ساتنه کوم هغه چې مې چاپسې بګي کې په هغه کس خوله لګوم لنډه داچې آزادي نلرم دځنګل سپي بیاپوښتنه وکړه آزادي څه معنا دښارسپي په خشکه ورته وه وئیل تاسره خوبه ځماماغزه خراب شي نالوستیه په هیڅ نه پوهیږي آزادي ده غلامي ضدپیژندل شوي کله چې څوک آزادوي دهرکارپریکړه خپل په خوښه کولی شي خپلوګټوته ژمن وي دبل چادلاس لاندي ژوندخوندنه ورکوي په ولګه تنده کې وخت تیروي خوپردودلاس آله ځان نه ګرځوي آزادي اوغلامي هیڅکله چاکې په یوځاې نشې راتلای یوچې راشې دبل جنازه ووزې دځنګل سپي خوله خلاصه کړه انډیواله دغه یوه آخري پوښتنه درنه کوم ځواب یې راکه نوردې ډیروخت نه نیسم داراته وه وایه چې آزادي اوغلامي څرنګه یوپه بل بریامومې.

ښاري سپي لکۍ دپښومنځ کې ڼنویسته وئیل دهرچاپه باطن کې یوبل کیفیت دې چې په سترګونه لیدل کیږې خلک یې داحساس په نوم پیژنې دغه داحساس په نوم کیفیت چې چاکې ژوندی وې هغه سره هرومروازادي هم مل وې خوکله چې چاکې احساس مړشې آزادی هم پښې سپکې کې پرځاې یې غلامي راشې.

دځنګل سپي دښارنه ځنګل په لورې مخ واړوه روانه کې ښاري ملګري ته وه وئیل تاته دې ستاخوراکونه اومزې ده غلامۍ سره مبارک وې زه په ولګه تنده کې ده آزادي سره خوښ یم.

دآزاداوخپلواکه افغانستان په هیله

نور اغا ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x