کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د لوګر په چرخ ولسوالۍ ډله‌ییز برید شوی

د لوګر په چرخ ولسوالۍ ډله‌ییز برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): نن سهار وختي وسله‌والو طالبانو د لوګر په چرخ ولسوالۍ ډله‌ییز برید کړی او ویل کیږي چې تر دې دمه (۱۰:۳۰ بجې سهار) روان دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ویلي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار وختي په پنځه بجې په چرخ ولسوالۍ برید وکړ. هغه ادعا کړې چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي او برید یې پر شا تمبولی.

د صالح د ادعا له مخې تر دې دمه ۶ طالبان وژل شوي، ۱۲ طالبان او یواځې دوه امنیتي سرتیري ټپيان دي.

هغه ویلي چې جګړه روانه ده او د ولسوالۍ ودانۍ ته مالي زیان رسیدلی دی.

بل لوري ته د چرخ ولسوال خلیل الله کمال ویلي چې یو سرتیري بریدګر د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د ولسوالۍ له ودانۍ سره ټکر کړ او چاودنه یې ورکړه.

د کمال په وینا تر دې وروسته جګړه پیل شوه خو اوسمهال وسله‌وال پر شا تمبول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د برید پخلی کړی او ویلي يې دي چې په برید کې د چرخ ولسوال، امنیه قومندان او نور ۴۱ لوړ رتبه افسران، عسکر او پولیس مړه او ژوبل شوي دي.

طالبانو ویلي چې سرتیري بریدګر یې ژوندي دي او په لوړ مورال جنګیږي.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. د نن ټکي آسیا له وبب پاڼي څخه د دغه خبر په نشر کې ډیر ځنډ وشو، ځکه بیخي ډیرو پاڼو داخبر په ښه یا کمزوري بڼه نشر کړ خو نن ټکي آسیاویب پاڼې لا نه وو، رااخیستی.
    نو بناء زما خواهش داده، چي داسي مهم او عاجل خبرخو بیخي ژرباید نشر شي، ځکه یاده پاڼه ډیر کتونکي اولوستونکي لري.