کور پاڼه / اقتصاد / بانک او د بانک ډولونه

بانک او د بانک ډولونه

راټولونکی: عصمت الله صدیقي

بانک(bank)

اقتصاد پوهان دبانک په هکله بيلابيل تعريفونه کړي، او په دې اساس په يوه شخص تعریف باندې بسنه نشوکولای او داکار يوه څه ستونزمن دی داځکه چې بانک بيلابيلې دندي سرته رسوي چې دوخت په تيریدو سره او دهرهيواد بانکونه توپیر کوي.

دوخت په تیردو سره نړۍ پرمختګ کوي نو پدې اساس په بانکونو کې هم بدلون راځي او دبانکونو دندې پیچلي کیږي.

خو بیا هم دبانک دپیژندلو لپار دځینو اقتصاد پوهانود نظريات يادونه کوو.

پروفیسور جی کروتر(pro.G.Crother) په خپل کتاب (An Outline of)کې بانک داسې را تعريف کړی دی :- بانک یوه داسې مالې اداره ده، چې دعامو وګړو اضافی پیسې دپور په ډول اخلي او اړوخلکو ته یې په پور ورکوي یانې بانک دپور راکړې ورکړې کاروبار(تجارت) تر سره کولو ته وايي .

پروفیسور کینټ (professor Kent)

پروفیسور کینټ هم بانک دپروفیسور کراوتر په څېرتعریفوي نوموړی وایې: بانک یوه مالي اداره ده چې اساسي دنده یې دامانت په توګه دپیسو تر لاسه کول او بیرته ځیني نورو وګړو ته دپور په ډول دپیسو ورکول دي.

پروفیسور اس سیرز(Prof.R.S. Sayrs)چې دلندن په پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځۍ استاد دی په خپل کتاب (Modern Banking) کې بانک په دې ډول تعریف کړی :

بانک یوه داسې مالی اداره ده، چې زیرمې یې دعامو وګړو تر منځ دپورونو په راکړه ورکړه کې دمنلو وړ وي دا پدې مانا که یو شخص په بانک کې حساب ولري نوکولای شي چې له خپل حساب څخه دچک په مرسته بل چاته پور تادیه کړي او یایې واخلې داځکه چې په بانک کې د ونډې درلودل ټولیز باور لري.

یاهم بانګ

هغې مالي ادارې ته وایې،چې دخلکو امانتونه قبلوي، پورونه ورکوي او دهیواد دپیسو یوه ځانګړې برخه تر اغیزې لاندې راولي. بانکونه دخپلو مالي دندو له پلوه په بیلابیلو نومونو نومول کیږي.

یاهم ساده تعریف(Simple definition)په ساده ډول مونږکولای شو بانک په لاندې ډول تعریف کړو،

بانک یو مالي اداره ده چې دباریزو پیسو کاروبار کوي .دغه اداره په کم سود له خلکو پیسې دپور په توګه اخلې او په زیات سود یې اړو وګړو ته په پور ورکوي،
چې د دواړو سودونو تر منځ توپير دبانک ګټه تشکلیوي

دافغانستان دبانکونو قانون بانک داسې تعریفوي:

بانک هغه حکمي شخصیت دی چې داعتبار دجوړونې یا دپانګې اچونې په منظور، خپل حساب ته له ټولوڅخه په راکړه ورکړه او دپولې سپارنو یا دورکړې وړ نورو وجوهو په ترلاسه کولو مشغول وي.

دبانک ډولونه

بانک لاندې ډولونه لري:-

۱صنعتي بانک(industrial bank)

۲)کرنیزبانک(agriculturak bank)

۳)تبادلوي بانک(exchange bank)

۴)مرکزی بانک(central bank)

۵)سوداګریزبانک(commercial bank)

صنعتي بانک(industrial bank):-

هغه مالي نهاد (بانک) چې کاروباري صنعتکارانو ته په مساعدو شرایطو نسبتا کوچني پورونه برابروي.
ددې لپاره چې دیوه هیواد په صنعت کې پرمختګ راشي پورونه برابروي

دیوهیواد وګړو ته ترڅو خپل کارونه په ښه او اسانه توګه مخ په واړندې یوسي.

کرنیز بانکونه (agriculturak bank)

له کرنیز بانک څخه موخه دیو داسې بانک ده چې کروندګرو ته پورونه برابر کړي ، چې هغوي کیمیاوي سرې،ماشنین الات، اصلاح شوي تخمونه اونور….واخلې او هیواد دکرني په برخه کې پرمختګ وکړي .

۳(دتبادلې بانک (exchange bank)

هغه بانکونه چې په هغوي کې تبادله يا راکړه ورکړه صورت نیسی یعنی د ځمکو تبادیلې یانور….تبادلې وشي

۴(مرکزی بانک (central bank)

په هیواد کې دبانکونو په ډګر کې صلاحیت لرونکی او دقانون له مخې مستقل مرکزی نهاد دی چې دپیسو دسالمی عرضی،پولي سیاست درهبری کولو اومالی او پولی ثبات رامنځ ته کولو اوساتلو مسوولیت په غاړه لری مرکزی بانک یوه عامه اداره ده او دپیسو په چاپ کې انحصاري صلاحیت لري.

۵)تجارتې یا سوداګریز بانک(commercial bank)

هغه سوداګریز او کاروباری بانک دی چې امانتونه قبلوي کاروباری قرض ورکوي او په خپله هم پانکونه کوي یاتجارتې بانک هغه دی چې عمده دنده يې دمشتریانو د امانتونو قبلول او کاروبارونو ته دپورونو ورکړه جوړوي او معمولا ځینی نورې دندې لکه دپیسو انتقال،دبانکې تصمیمونو اجرا کول هم په غاړه لري.

لکه په افغانستان کې افغان ملی بانک،پشتنی بانک غضنفر بانک او داسې نو سوداګریز بانکونه دی.
دګروی بانک(mortgage bank)

ددې ډول بانګونو عمده دنده داوږد مهال لپاره دځمکو،ساختمانونو او نوروځاینو ګروول دي.

مرستندوی بانک(co-operative bank)

دغه ډول بانکونه عموما دیوه هیواد دوګړو لپاره دمرستوزمینه برابرول دي ترڅو وګړي له یوفعالیت یاخدمت څخه استفاده وکړي عمده برخه یې وګړو ته دپورونو برابرول دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ