کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د “رابرټ بیلز “او “انس حقاني” فیصلې د عدالت په ټنډه تور داغ

د “رابرټ بیلز “او “انس حقاني” فیصلې د عدالت په ټنډه تور داغ

نصیب ځدراڼ
 
۲۰۱۲ میلادی کال د مارچ یولمسه نیټه وه، د قندهار ولایت په پنجوایۍ ولسوالۍ کې یو امریکایې عسکر رابرټ بیلز په نیمه شپه د خپل پوځي مرکز څخه راوتو،په دروازه کې ولاړ د اردو عسکرو کوشش وکړو چې را منع یې کړي، ولي چې د بیلز ژوند ته یې خطر جوړیدی شو، امریکایې عسکر د دوی غوښتنې ته غوږ ونه نیو،ورته غوسه شو او د اردو عسکر یې غلي کړل، د کلي په طرف لاړو،او ورک شو،لږ ورسته د ډزو غږونه راغلل، د اردو عسکر اندیښمن شول چې هسې نه د امریکایې عسکر ژوند ته خطر پیښ شوی وي،خو دلته کیسه بل ډول وه.
 
عسکر د نږدي کلي کور ته ورننوتلی وو د یوې کورنۍ ۱۶ تنه چې ۹ تنه یې ماشومان وو، نور ښځې او سړی وو په شهادت رسولي وو او بیا یې جسدونه ته اور ورته کړی وو
.
عسکر ورغلل رابرټ بیلز یې پوځي بیس ته بیرته راوست او بیا یې کابل ته راوړ او روغ رمټ امریکا ته ورسولو.
 
په دا ټوله کیسه عدالت سترګې پټې کړي، امنیتي ادارو، وکیلانو او دولتي چارواکو ځانونه غلي کړل، د شهیدانو کورنۍ ته یې د سړی په سر یو څه ډالر ورکړل او ورته و ویل شوو چې خولې مو بندې کړئ.
 
دا کیسه هلته رایاد شوه چې د عدالت اولې محکمې د انس حقاني د اعدام پریکړه وکړه،عحیبه قضاوت دی،د زرګونو کیلومتره لری راغلی انګریز افغانان د چرګانو غوندي حلال کړي او بیا زموږ چارواکي یې روغ وطن ته ولیږي،او انس حقاني چې نه یې کوم جرم ثابت وو نه یې په کومو نظامي چارو کې لاس وهنه ثابته وه هغه د اعدام په سزا محکوموي ولې چې پلار او وروڼه یې د همدغو انګریزان نه په خلاف د آزادۍ او اسلامي حاکمیت لپاره مبارزه کوي.
 
که د انس د اعدام پریکړې علت دا وي چې د جهادی مشر زوی دی نو بیا دي صلاح الدین رباني، حبیب الرحمن سیاف ، احمد مسعود،حبیب الرحمن حکمتیار، ظاهر قدیر ته هم د اعدام سزا ورکړل شي، دوی ولي د مراعاتو، وزارتونو او چوکیو خوندونه آخلي او آزاد ګرځي؟ د دوی پلارانو هم د یرغلګرو روسانو سره جنګ کړی وو، خو د انس د پلار جرم یواځي دومره زیات دی چې روسانو سره یې هم جهاد کړی وو، ورسره د ناټو د ۴۹ هیوادونو سره یې هم په جهاد کې څلور بچیان قربان کړل او مقاومت یې دوام لري.
.
د امریکایانو چې خوښه وی “رابرټ بیلز” لاسونه په وینو ککړ د عدالت او دولت له منځه روغ امریکا ته رسوي، او بیګناه د مدرسې طالب انس حقاني د قطر نه کابل ته راوړي او د اعدام په سزا یې محکوم کړي.
 
د انس کورنۍ د روس او بیا د ناټو د یرغل په خلاف د قربانیو یو ځلیدلی تاریخ لری،د حقانی کورنۍ د انس د څلور وروڼو په شمول د دوی کورنۍ څخه ۵۸ تنه شهیدان ورکړي،او سختیو بلده کورنۍ ده.
 
خو افغان دولت او عدالت دې لګ د ملت او وطن ګټو ته هم پام کوي،امریکان به د دوی د دفاع لپاره تل دلته نه وي، که د امریکایانو د خوښۍ لپاره دوی انس حقاني د اعدام په سزا محکوم کوي، نو د امریکایانو دوښمن به کم شي.
 
زما په اند د اشرف غني د حکومت او امریکایانو دښمنان به نور هم زیات شي.د دوو یرغمل شویو انګریزانو د وژلو سره تر ټولو زیات تاوانون به یې د افغانستان دولت وزغمي،
امریکایان به په باګرام کې نندارې ته ورته ناست وي او خپل هدف ته په رسیدو به د خوښۍ جشنونه کوي.
 
او د عدالت په ټنډه به د تل لیپاره د شرمندګۍ یو داغ جوړ شي چې قاتل انګریزان به یې خوشي کول او د دوی څخه د وطن دفاع کونیکو خپلوان به یې اعدامول.

یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ