نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ ( ۱۱ ) پنځم فصل

په تیر په سې:

د نجیب نورې فجایع:

حبیبه په لوړه کچه ښکلې او راښکوونکې ښځه وه، پوست یې چمن! رډې او خمارې سترګې! لوړه ونه، او ویښتان یې لوړ او تور وو، لوړ تندی او اوږده غاړه یې لرله، پوست یې نرم او شونډو یې نازکې ښکارېدې! غاښونه یې لکه ملغلرې ځلېدل!  زړه راښکونکې ښکلا یې غمر پټولو! نجیب یې په مینه کې ډوب و!  حبیبې لوړې زده کړې مګر نسبي ذکاوت درلود، زیات شراب به یې څښل! نجیب غوښتل واده ور سره وکړي،خو دا چې ښځه یې درلوده، د شوروي مشاورینو اجازه ور نه کړه تر څو بله مېرمن وکړي!!

نجیب په دې ښځه باندې زړه بایللی عاشق و! نه پوهېدو چې څه وکړي؟ آخر یې لار پیدا کړه!  نجیب له خپل زاړه ملګري نبي کوهستاني نه هیله وکړه تر څو هغه خپل ورور ولي کوهستانی وهڅوي چې له حبیبې سره واده وکړي!  خو هغه انګریزه مېرمن درلوده! نوموړي د نجیب وړاندیز ومنلو، خو په دې شرط چې د طلاق او د ماشومانو لګښتونه به ور کول کېږي! نجیب دا هیله ومنله! ډاکتر ولي د انګریزۍ مېرمنې له طلاقولو نه وورسته د نجیب د حکم مطابق له حبیبې سره واده وکړ! نجیب چې په دې وخت کې د کابل د ګوډاګي حکومت ولسمشر و، ډاکتر ولي یې د نور روغتون رئیس او نبي یې د دواګانو د ذخیرو رئیس وټاکل!

نبي ذخېرې چور کړې! په سلهاوو زره افغانۍ یې ووهلې! په دې ځای کې یوه بله په زړه پورې پېښه را منځ ته شوه!  د نبي کوهستاني خور سیما کوهستانۍ تازه له آسترلیا نه راغلې وه! نوموړې په ښایست کې حبیبې ته ورته وه، مګر  ددې دواړو تر منځ له نجیب سره په اړیکو ساتلو کې سیالي پیدا شوه! سیما په ناز نخرو، او له حبیبې سره په سیالۍ کې له نجیب نه زړه یووړ! هر څو چې نه وي! نجیب هرجايي زړه او شهواني فکر لري، حبیبه ورته عادي ګرځېدلې وه! نجیب له سیما سره مزی وځغلولو! یو څه وخت یې عشقبازۍ ور سره وکړي، مګر زر یې زړه ووهلو! نوموړي قادر میاخیل مجبور کړ چې له نوموړې سره واده وکړي! قادر له نجیب سره د سیما له اړیکو نه و خبر! خو وروسته له واده کله چې له موضوع نه خبر شو، سیما یې دخپل پلار کورته ولېږله! او حاضر شو چې طلاق ور کړي! نجیب ددې خبر په اورېدو سره سمدستي میاخیل چې د دفاع وزیر د معاون په توګه یې دنده تر سره کوله له دندې ګوښه کړ! او فشار یې پرې راوړ!  قادر په بشپړه بې غیرتۍ سره له نجیب نه بښنه وغوښته، او بېرته له سیما سره پخولا شو! نوموړي وروسته د تورن جنرالۍ رتبه واخیسته او کار وبار یې ښه شو!

دغه بېلګې ښيي چې نجیب د چوکیو او رتبو په ور کولو کې څه ډول معیارونه په نظر کې نیول!!! نجیب لکه څه رنګه چې په شرابخورۍ د ستالین په څېر هر چا ته د مسابقې وړاندیز کولو، په عشق بازۍ او له بد اخلاقو او ضعیف نفسه ښځو سره د شپو په سبا کولو کې هم ریکارډ قایم کړی و، نوموړي د کوهستاني دکورنۍ له نر او ښځو څخه په استفادې خپل جنسي میلونه، او دخپل شریر او شیطاني نفس خړوبول پر مخ وړل! کله به یې دنبي کوهستاني له خور نه استفاده کوله! کله به یې د نبي کوهستاني مېرمن چې ناجیه نومېده د بدن یو خروار غوښو چاپي کولو ته را بلله! نجیب نبي کوهستاني، طارق کوهستاني او ولي کوهستاني ته د دولتي چوکیو او په خاد کې د زیاتو امتیازاتو په  ورکولو سره دهغوی د ښځو له بدنونو څخه استفاده کوله، د کوهستاني کورنۍ تنور ګرم و، او نجیب لرګي پکې ور اچول! نبي کوهستاني د دواګانو له ذخیرو څخه په سلهاوو زره افغانۍ اختلاس او په رشوت واخیستې! مګر څوک نه وو چې جرآت یې کړی چې پر ضد یې څه ووايي! نبي د نجیب غوړه مالي او خدمت کولو، هغه به یې رنګارنګ ښځې وړاندې کولې! او دهغه د ځواک په مټ به یې غورځنګونه کول او له هېچا څخه یې وېره نه درلوده! کشر ورور یې طارق کوهستانی په خاد کې د باصلاحیته او ځواکمن رئیس په توګه مقرر شو، نوموړي به په ډېرو مواردو کې په خپل سر خلک څارل، زنداني کول به یې او مجازات کول به یې! نوموړی ناپوه او بې سواده و، خو دا چې دخاد د انسان وژونکي رئیس د دربار له مقربینو څخه وو، ټول ترې یرېدل!

نجیب نه یوازې دا چې زمونږ د غریب ولس بودیجه یې په خپلو عیاشیو، کور اوملګرو مصرفوله! بلکې بې حسابه پیسې یې په پاکستان او افغانستان کې د بلوچانو او پښتونیستانیانو  د ساتلو لپاره په بېرحمانه ډول مصرفولې! اجمل خټک، د پاکستان د کمونیست ګوند رهبر امام علي نازش، او دبلوچانو مشر خیر بخش مري په پراخه لګښتونو په کابل کې ساتل کېدل او پیره یې کېدله! دغه درې کسانو ته په وزیر اکبر خان کې لوی او مجلل کورونه، چې په موري قالینو فرش شوي، د لوړې کچې په  قیمتي سامانونه تجهیز شوي دي، ور کړل شوي دي! دهر یوه لپاره ساتونکی ګارد، څو نفره حاضرباش، خدمتګاران، او آشپز مقرر شوي دي، هر یو یې د مرمۍ ضد بنسونه لري، د نوموړو ملا ماتوونکي لګښتونه له شماره وتلي!

خیر بخش مري یوه لور او درې ښکلي زامن لري،  نجیب یې لور د خاد په مصرف انګلیستان ته د تحصیل لپاره ولېږله، د خیر بخش زامن هر یو یې په لوکسو او آخري ماډل موټرو کې سپرېږي، هره افغانه نجلۍ چې خوښه یې شي د سرک له سره په زور موټر ته اچوي او له ځان سره یې وړي! ډېرو افغاني کورنیو د خیر بخش مري د زامنو له جنایتونو څخه شکایتونه کړي! تر دې چې د دا ډول یوې نجلۍ ورور له هغې څخه د دفاع په حالت کې ووژل شو! مګر هېچا او هېڅ څانګې د هغه د پوښتنې جر‌ئت نه درلود!

د خیر بخش مري جنایتګر زامن ولې د باډرو له اخوا څخه په هغه ځمکه کې د شهزاده په څېر ژوند کوي چې د روسانو تر بې رحمانه یرغل لاندې راغلې ده، او غریب خلک یې د لوږې او غریبۍ په حالت کې دي! ولې دومره زیاتې پیسې ددغه بلوڅي شرابخورو لپاره مصرفېږي؟ ولې دومره افغان ځوانان د باډي ګاردانو په توګه ددغه جنایتکارانو لپاره استخدام شوي او زمونږ د ملت له بودیجې څخه معاش اخلي؟

نجیب په خاد کې دخپلو ټولو جنایتونو لپاره زیات پیسو ته اړتیا لرله، او دپیسو ارزښت پرته له کومې پشتوانې په غیر عادي ډول لوړ شو، نن په شوروي کې چاپ کېږي،او بیا په بوجیو کې نېغ د خاد ریاست ته راوړل کېږي! د خاد بودیجه اولګښتونه د محاسبې نه وو، هېچا او هېڅ برخې د هغې د پلټنو حق نه درلود! د ناسمو او غیر معقولو اقتصادي سیاستونو او له پشتوانې پرته د پیسو د نشرولو  په نتیجه کې زمونږ  غریب ولس له پولي پړسوب سره لاس او ګرېوان دی! او ددې لوږې او بدبختۍ کړاوونه باید زمونږ بېچاره ولس پر غاړه واخلي!

نجیب له دغه بې پشتوانې پیسو څخه ډېرې د کوهستانۍ کورنۍ په واسطه د آسترلیا په بانکونو کې، په فرانسه کې له کمونست ګوند سره، په انګلیستان کې له خپل باجه سرور سره، او په داخل د افغانستان کې له سراج ځاځي، او حاجي هزاربز سره غونډې کړې دي!

نجیب د خاد دجهمني چوکۍ له تر لاسه کولو وروسته سر فراز مومند په پېښور کې د قونصل په توګه مقرر کړ. حاتم قیس چې د تجارانو وکیل او تر څنګ یې د هغه ځای د بانک سرپرست و، ما ته کیسه وکړه چې: سرفراز مومند جعلي اسناد راوړي چې په پلاني ځای کې بم اېښودلو، او ورانکارۍ ته څو ملیونه اړتیا ده! څو ملیونه د افرادو د اخیستو لپاره! څو لکه د افرادو د ترور لپاره! څو ملیونه د قبیلوي مشرانو او خانانو لپاره! نوموړي به دغه سرلیکونه په ما لاسلیکول او له بانک نه به یې پیسې ایستلې!

حاتم زیاته کړه: زه په ځیرکتیا سره د نوموړي خیانت ته متوجه شوم، مومند ته مې وویل: له دې وروسته زه ددې اسنادو لاسلیکولو ته تیار نه یم! تاسو باید دافغانستان ټوله بودیجه د مفت خورو قبایلو په جیبونو کې ور وا نه چوئ! مومند بالآخره اعتراف وکړ: ( نه پوهېږې؟! زه او نه نجیب راتلونکی لرو! باید یو قانوني مدرک برابر کړو! باید پوه شې چې د نجیب د مېرمنې په سپارښت مې تر اوسه څو دانې طلايي بنګړي، او څو ویډیوګانې ور لېږلې دي! )

دا یوه وړوکې بېلګه ده، ته غواړې د طلایي بنګړو په نامه له بانک نه پیسې وباسې؟ حاتم له لاسلیکولو لاس په سر شو! او هغه یې بیا کابل ته تبدیل کړ! سراج په ډېر جرآت سره د افغان کارت ټوله دارايي انحصار کړه، او څو میلیونه پیسې يې په غلا یووړې! کله چې د نوموړي دغه اختلاس په کابل کې د ژبو په سر شو، نجیب د ځان سپینولو لپاره نوموړی زندان ته واچولو!
د خاد ریاست د ۵۰۰ په شاوخوا کې لوکس مرسیدس بنز او اودي له لودیځ آلمان څخه و پېرودل! شل عرادې یې احمدزي او روشان د موټروانۍ د زده پر مهال له منځه یووړل! نوموړو به موټر ټکر کول او بیا به یې نور اخیستل! تر څو وکولی شي نجونې وتښتوي! نجیب دغه ملي رهبر! هېڅکله نه ویل چې ولې؟ وروڼو یې هغه موټر چې ددغه لوڅ او وږي ولس له بودیجې نه اخیستي وو، په دې ټوګه له منځه یووړل!

نجیب یوه بله ډله ځوانان چې عسکري خدمت یې نه کولو د خادیستیانو په کورونو کې د نفر خدمت په توګه مقرر کړي وو! دخپلې مور او خور لپاره یې دوه نفره د آشپزۍ، او د ماشومانو د ساتنې لپاره، او څلور نفره نور یې د هغوی د پیره دارۍ او ساتنې لپاره په کور کې مسلح ساتل! هغه دوه نفر خدمت چې هر څو به میاشتې بدلې شوې، حالت یې داسې ځورونکی و چې ګاونډیانو او دمیکرویانو اوسېدونکو به یې په حال ژړل!

دنجیب مور به هغوی وږي ساتل! په لرګي به یې وهل! نور به یې وهل ټکول! او که به یې څه ویل دې به ورته ویل: ( جپسر ته وایم چې تاسو د څرخي پله په زندان کې په دې جرم چې له اشرارو سره لاس لرئ او ورانکارۍ کوئ بندیان کړي! یا دا چې سنګر ته مو ولېږي تر څو اشرار مو ووژني! هغوی غریبان له دې تورونو څخه ډارېدل! او هغه لعنتي کور یې په سنګرونو کې د خپلو بې ګناه مجاهدو وروڼو له وژلو، او د څرخي پله له زندان نه ښه ګڼلو!

یوه ورځ د خپلې مور تر ماڼۍ لاندې تېرېدم، ګورم چې په یوه وړوکي خونه کې چې مور مې د کور په لومړي پوړ  کې نفرخدمتو ته ور کړې وه، او له کړکۍ نه د خونې د ننه معلومېده، یوه ډله کسان سره غونډ شوي او په خبرو لګیا دي، هغوی زه ونه لېدم، یوه یې په لوړ آواز داسې وویل: (  ظالمو خاینانو! که مو وس وای، دغه د کلاشینکوف مرمۍ مو د نجیب د مور په ګېډه کې تشولې… دا خپل لیوني زامن شوروي اوکیوبا ته لېږي، او موږ سنګر او مزدورۍ ته! ) کله یې چې زه ولېدم ټول غلي شول! دوی پوهېدل چې زه هم له خپلې کورنۍ څخه کرکه لرم! زما مېرمنې به کله کله پټه مرسته ور سره کوله، زه یې د خونې د ننه بوتلم، ګورم چې میرویس! چې یو نفر خدمت و، ځوان او هوښیار هلک و، لوړې زده کړې یې درلودې، نجیب ته یې څو کاله په اخلاقو، شرف او ادب کې درس ور کولی شوای، د ځانکندن په حالت کې دی!!

نوموړي خپل لاسونه او پښې د برېښنا په مزي تړلې وې، او ځان ته یې برق ور کړی و!  مګر ملګرو یې سمدستي برېښنا قطع کړې وه، او دی یې ژغورلی و، میرویس چې د برېښنا شارټونه یې خوړلي وو، رېږدېدو او ژړل یې! رنګ یې تک سيین اوښتی و، زما په لیدو یې حالت ښه شو، له بسترې نه را پورته شو، خو یو ناڅاپه یې دخپل ملګري د ټوپک برچه د هغه له چانټې نه را کش کړه، غوښتل یې په خپله ګېډه کې یې ننباسي، مګر ملګري یې په چالاکۍ او زور سره برچه له لاس نه واخیسته، میرویس په داسې حال کې چې اوښکې یې پر مخ را روانې وي! ویل یې: (  نور تر سپږمو راغلی یم… زه له یوې درنې کورنۍ څخه یم… تحصیل مې کړی… مګر د نجیب مور او خور هره ورځ ما ته د مور او پلار ښکنځلې کوي! وهي مې! ډوډۍ نه راکوي!  هره ورځ باید د نجیب د خوريي له مرداریو ډک وروڼي ومینځم!… دا زما کار نه دی… خو که دا کارونه ونه کړم سنګر ته مې لېږي… زه غواړم مړ شم… له دې ژوند څخه مرګ زر ځله شرف لري…)
زما زړه ډېر پرې وسو، ډاډګیرنه مې ور کړه او ورته ومې ویل: ( لاړ شه وتښته!) وايي : ( ته وتښتېدې دا دي ونیول شوې! ته یې زندان ته واچولې! پر مېرمن او وړو ماشومانو یې دې ترحم ونه کړ… غوښتل یې مېرمن او ماشومان دې ووژني! آیا په ما به ترحم وکړي؟) …

نور بیا

لیکوال: صدیق الله راهي، د ډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x