کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د دوستم ډلې د حبیب الله کلکاني د مړي خښولو مخه نېولې

د دوستم ډلې د حبیب الله کلکاني د مړي خښولو مخه نېولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې وه چې نن پنجشنبه به د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) مړی چې ویل کېدل د عدلي طب په مرسته د د نادر خان له غونډۍ راویستل شوی، یو ځل بیا د کابل ښار په شهر آرا غونډۍ باندې یو ځل بیا خښ کړل شي خو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د پلویانو لخوا يې مخه نېول شوې ده.

د شمالي ټلوالې یو شمېر مشرانو چې په سر کې یې د بلخ والي عطامحمد نور او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح دي د حبیب الله کلکاني د بیا خښولو لپاره د شهر آرا په غونډۍ مراسم نېولي وو.

خو دغه مراسم هغه مهال ګډوډ شول چې د کلکاني د بیا خښونې کمېسیون او د دوستم ډله په شهر ارا غونډۍ کې سره ونښتل.

د کلکاني د بیاخښونې د کميسیون یو غړي حسیب معترف پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د کلکاني او د هغه ملګرو جسدونه د کابل عیدګاه ته راوړل شوي او د ستونزې د حل لپاره له حکومت سره مذاکرات روان دي.

نوموړي زیاته کړې چې حکومتي کسان چې په سر کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دی، ادعا کوي چې چې دغه غونډۍ یوه تاریخي سیمه ده او دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې خپل مړي په کې خښ کړي.

د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند ویاند کنشکا ترکستاني وايي چې ازبکان به په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي څو د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) جسد په شهر آرا غونډۍ کې خښ شي.kalakani 3

هغه زیاته کړې چې د بابر باغ او شهر آرا د دوی د نیکونو لخوا اباد شوي او دوی هیچاته د دې اجازه نه ورکوی چې د تاریخي سیمو نومونه تغیير او یا هم په کې خپل مړي خښ کړي.

ترکستاني ویلي چې دوی په بل ځای کې د کلکاني د خښولو سره ستونزه نه لري.

د يادو ١٧ تنو د جنازې لمونځ د شاوخوا زرو کسانو په ګډون نن نږدې غرمه مهال د کابل په عيدګاه جومات کې ادا شو او وروسته د تدفين کمېسيون يو غړي طرحه وړاندې کړله چې دغه کسان به د شهرا ارا غونډۍ پر ځای د کابل په کلوله پشته تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

خو د مراسمو يو شمېر ګډونوالو د کمېسيون له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او ټينګار يې وکړ چې دغه کسان په شهرارا تپه کې خاورو ته سپاري.kalakani

اوسمهال د شهر آرا غونډۍ د دوستم د ځواکونو لخوا محاصره شوې، هغه قبرونه چې د حبیب الله کلکاني او ملګرو لپاره ویستلي وو، بېرته ډک شوي او دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې غونډۍ ته نېږدې شي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    د الله ج د قهر سیلی او طوقانونه ورته راوالوتل ، ګورو به چه نور څه پیښیږی ، دا خو یی پیله ده او هغه د کابل په زړه کی او هغه هم د دوی د هغو لویو قاتلینو او ملی خاینینو تر منځ .
    د حبیب الله کلکانی مړی او د هغه سره نور ۱۶ کسانو مړی چه تر اتیا کلو زیات عمر یی د وژلو او خخولو کیږی د هغوی د بیا راویستلو او بیا خخلو او بیا جنازی کولو د اسلام له مخی ناروا کار دی ، او بیا له یوی تپی بلی ته وړل او د دوستم قاتلینو مخالفت او دوباره وژنی او وینی تویونی د الله ج د قهر لمړی پیله ده ، مونږ به دعا کوو چه تر دی زیاتو بدمرغیو سره مخ شی چه مظلوم اولس یی له شره وژغورل شی .