
سوریه کې د ایران پاسدران انقلاب یو بل جنرال وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د سوريې په حلب ښار کې د روانې جګړې پر مهال د ایران پاسدران انقلاب یو جنرال احمد غلامي وژل شوی دی.
د ایران استخباراتو ته منسوب خبري اژانس «تسنیم» ویلي چې بریدجنرال احمدغلامي په حلب کې مخالفو وسلهوالو یوه ګروپ وژلی دی. تسنیم د دغې ډلې نوم نه دی یاد کړی.
ایراني رسنۍ وايي چې جنرال احمد غلامي په ۱۹۸۰ کې د ایران او عراق په جګړه کې قومندان و او د سوريې جګړې ته د ورتګ وړاندې تقاعد شوی و. د احمد غلامي یوه نېږدې ملګري اکبر باکري ویلي چې غلامي اوږده تجربه لرله او له همدې کبله یې په سوریه او عراق کې وسلهوالو ته روزنه ورکوله.
په سوریه کې د داعش په شمول د القاعده ډله فعاله ده او د بشار الاسد د رژيم په خلاف جنګیږي.
په عین حال کې د بشارالاسد په ملاتړ د ایران پاسدران انقلاب او د لبنان حزب الله ډلې جنګیږي او ورسره یې روسیه هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي.
د سوریې په جګړه کې د ۲۰۱۲ز کال راهیسې د ایراني چارواکو په وینا ۶ جنرالان او لسګونه لوړپوړي پوځي افسران وژل شوي دي.