
د کلکاني د بیا خښونې مراسم پر خونړۍ نښته بدل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د کابل شهر ارا تپې ته څېرمه د جنرال دوستم او حبیب الله کلکاني د پلویانو تر منځ نښته پیل شوې.
د حبیب الله کلکاني پلویان وايي چې د دوستم وسلهوالو پرې ډزې کړي دي چې له کبله یې ۵ کسان ټپیان شوي دي.
ټاکل شوې وه چې نن به د حبیب الله کلکاني مړی د کابل ښار په شهر ارا تپه کې یو ځل بیا خاورو ته وسپارل شي. خو دغه غونډۍ د کلکاني د بیا خښونې څخه وړاندې د دوستم ملېشو نېولې وه او ویل یې چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې په دغه سیمه کې خپل مړي خښ کړي.
که څه هم د کلکاني د بیا جنازې پر مهال د کميسیون یو شمېر غړو وویل چې د شهر ارا پر ځای دې د کلوله پشته په غونډۍ نوموړی خښ شي خو د یو شمېر نورو کسانو د سخت مخالفت سره مخ شول.
هواداران ضد گارد محافظان جنرال دوستم در حال آمدن به شهرآرا اند. pic.twitter.com/vNCIqYaHZj
— Muslim Shirzad (@MuslimShirzad) September 1, 2016
د کلکاني پلویانو د کابل عیدګاه مسجد څخه د نوموړي تابوتونه د شهر ارا تپې پر لور روان کړل چې تپې ته نېږدې د دوستم د پلویانو د مخالفت سره مخ شول او پرې ډزې وشولې.
په عین حال کې ویل کیږي چې د کلکاني پلویان هم په شخصي جامو کې د سپکو او درنو وسلو سره لیدل شوي دي.
د شمالي ټلوالې یو شمېر مشرانو چې په سر کې یې د بلخ والي عطامحمد نور او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح دي د حبیب الله کلکاني د بیا خښولو لپاره د شهر آرا په غونډۍ مراسم نېولي وو.
په بعضی ویب سایټونو کی بعضی کسان کوښښ کوی چی د امیرحبیب الله کلکانی د خښولو حادثه یوه پښتون ضد حادثه معرفی کړی . دا پداسی حال کی چی نوموړی جسد خاورو ته سپارل پښتنو ته هیڅ ډول مادی او یا هم معنوی زیان نه اړوی بلکی نوموړی اشخاص د خپل الحادی افکارو په اساس له حبیب الله کلکانی سره ضد او کرکه لری . نوموړی ملحدین زموږ په اسلامی ټولنه کی نشی کولای چی خپل افکار په ازاده توګه اظهار کړی نو په همدی خاطر خپلو منحثو افکارو ته غواړی د پښتو جامه ورواغوندی او خپل افکار د قوم… نور لوستل »