نظــر

دائمي پوځي اډې: اهداف، پایلې او د ملت مسئولیت

د تیرو دولسو کلونو په اوږدو کې د امریکا په مشرۍ کفري یرغلګرو زمونږ په هیواد کې لکونه مسلمانان ووژل، ټبیان او بندیان يې کړل، کورونه او مالونه یې له منځه یوړل او د هیڅ ډول ظلم، وحشت او جنایت څخه یې ډډه ونکړه. اوس چې دغه حیوان صفته دښمن د افغان ولس د مجاهدو بچیانو په لاس د تاریخي شرم او ماتې سره مخ دی هڅه کوي د ستراتیژیک امنیتي تړون تر نامه لاندې په هیواد کې دایمي پوځي اډې جوړې او پدې توګه د افغان ولس کړولو او ځورولو ته دوام وکړي او تر خپلې وسې زمونږ په خاوړه دغه ناکام یرغل وغزوي.

پدې ترڅ کې يې خپل لاسپوڅي دولت ته دنده سپارلې ترڅو خپل مسئولیت ادا کړي او په نږدې راتلونکي کې د لویې جرګې تر نامه لاندې خپل ټول ډالرخواره راټول او د هیواد د اشغال د دایمي سند د لاسلیک په اړه د هغوی هوکړه ترلاسه کړي. حقیقت کې دغه ګوډاګیان د دغه بدمرغه تړون په پلمه د افغانستان د خاورې د استقلال سودا کوي خو غواړي چې په درواغو سره ولس او نړۍ ته وښیی چې دا پریکړه د لویې جرګې په ترڅ کې د ولسونو استازو وکړه.

نه کزرئ او نه هم د ده لویه جرګه دا واک لري چې په دغه اړه تصمیم ونیسي ځکه تصمیم د یرغلګرو لخوا لا پخوا نیول شوی او دغه سند د دوی د استعماري امپریالیستي پلان چې ډیر له وړاندې طرحه شوی یوه برخه ده. د جعلي لویې جرګې جوړول او په مطبوعاتو کې وخت نا وخت ضد او نقیض بیانونه دا ټول د کرزي هغه مداریتوبونه او تبلیغاتي کمپاینونه دي چې یوازې د افغان ولس د غولولو په نیت یې ترسره کوي ترڅو پدې توګه وښیي چې ګواکې نوموړی د دغه پوځي تړون په اړه د قبول، رد او تعدیل واک او اختیار لري.

د ډالر خورو د لویې جرګې جوړول د هغو ډرامو د لړۍ یوه حلقه ده چې د تیرو دولسو کلونو راهیسې زمونږ په هیواد کې د ښکیلاک په ډایرکټرۍ جوړیږي د ګوډاګیانو لخوا تمثیل کیږي. ګوډاګي رژیم لا له وړاندې د دغو پوځي اډو په اړه د ولس د غولولو پراخه هڅې پیل کړي ترڅو دغه کار یو مشروع او د افغانستان د آبادی او پرمختګ لپاره اړین معرفي کړي.

 د رژیم د علماوو (عملاوو) شوراګانې د دې پر ځاي چې د کفارو د دغو دسیسو په اړه مسلمانانو ته الهی احکام او حق بیان کړي اولس باطل ته دعوتوي. د الله (ج) سپیڅلۍ کتاب چې د کفارو سره د موالات او دوستۍ څخه نهی کوي ولې دغه درباری ملایان د کفارو سره عهد او دوستي د اسلام او وطن په خیر بولي او مخکې له مخکې د دغه تړون د لاسلیک کولو څخه د خپل ملاتړ بیانونه نشروي. په مجموع کې دغه لویه جرګه د همدغو اشخاصو او دوی ته ورته نورو اجیرانو څخه جوړيږي چې بیا ورته د ملت د استازو، علماوو، مشرانو، پوهانو او داسې نور مزور القاب ورکول کیږي.

د اشغال زیږنده په ډالرو لویه شوې میډیا هم په ډیره بې شرمۍ شپه او ورځ د دغه تړون (دایمي پوڅي اډو) په ګټه له درواغو ډګ راپورونه خپروي، حقایق تحریفوي او تبلیغاتي کمپاینونه چلوي.

خپله کرزئ د کوم قناعت ورکوونکي دلیل پرته استدلال کوي چې امریکا سره د دغه تړون په ترسره کولو کې د افغانستان د ملت خیر دی. دا چې د دغه تړون اصلی موخه په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یرغلګرو خارجي ځواکونو ته دائمي نظامي اډې ورکول دي او دا یو څرګند حقیقت دی چې د خارجي ځواکونو په موجودیت کې جګړه دوام مومي نو څنګه کیدای شی چې د یو سالم عقل خاوند دا ومني چې د جګړې په دوام کې د افغانستان د ملت خیر دی؟!

بیا څنګه کیدای شې د جکړې په شتون کې د یو هیواد اقصاد پیاوړی شي او څنګه څوک دا منلای شی خارجی عسکر د زمونږ د خاوری د بشپړتیا درناوی او ساتنه وګړي؟ دا هغه خندونکې ببولالې دي چې کرزئ، د هغه انډیوالال او دوی پورې تړلې میډیا یې په ډیره سپین سترګی سهار ماښام د ولس غوږونو ته رسوي.

په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړولو ځینې مهم اهداف:

•    امریکا غواړي په سیمه کې خپل نړیوال رقابتونه او استعماري موخې وپالي.
•    د سیمې هیوادنه تر خپل نظامی او سیاسي نفو‍ذ او فشار لاندې وساتي.
•    په افغانستان کې د همیش لپاره د یو ګوډاګی او بې واکه رژیم حاکمیت تضمین کړي ترڅو په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو کې هیواد په اشغالګرو متکي وي او پدې توګه اشغالګر د کوم مزاحمت پرته په سیمه کې خپل پلانونه پر مخ یوسي او خپلې ګټې خوندي کړي.
•    په افغانستان او په سیمه کې د یو ریښتیني اسلامی نظام د منځ ته راتللو مخه ونیسي.
•    په راتلونکې کې چې د افغانستان غني طبیعي زیرمې ولوټي د کومو ارزښت چې د ځینو څیړیو له مخې په لسهاوو بیلونه ډالر اټکل شوي.

ګوډاګئ رژیم چې د کمونستانو، بې دینه سیکولرانو، جنایت کارانو او ټوپکمارانو څخه تشکیل شوی په دغه معامله کې د خپلو غلاوو، عیاشیو او فحاشیو د د بقاء خوبونه ویني او تمه لري چې پدې سره به دوی د اوږدې مودې لپاره د ملت په سرنوشت حاکم پاتې شي.

د افغانانو لپاره د دغو پوځي اډو پایلې

د پورته واقیعتونو څخه په ډاګه کیږي چې دغه دایمي پوځي اډې دافغانستان د ولس لپاره د اشغال او اشغال د نتایجو پرته چې جګړه، وژنې، بمبارونه او زندانونه دي کوم بل زیرۍ نلري. دغه کار د افغانستان د امنیت، استقرار او ملي ګټو په خلاف دی او پداسې یو جنګي حالت کې د هیواد اقصادي وده او د ولس سوکالي بالکل ناشونې ده.
د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا يواځې هغه مهال امکان لري چې دغه هیواد بشپړ خپلواکه شي، سپیځلئ اسلامی نظام پرې حاکم شی، هغه څوک په واک کې شي چې ریښتونی مسلمان وي، د فساد، غلا او هر جرم او جنانت څخه پاک وي. چارې داسې کسانو ته وسپارل شي چې د الله (ج) څخه ویریږي، د اسلامي احکامو رعایت کوي، ریښتینئ افغان وي او د خپلو ګټو په مقابل کې د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي. هماغه مهال افغانان کولای شي چې د سولې، عدالت او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي او د هیواد په آبادۍ کې هر څوک سهم واخلي. هغه مهال افغانان کولای شي د خپلو طبیعي زیرمو په اړه په خپله پریګړه وکړي او ورڅخه د هیواد په آبادی او پرمختګ کې ګټه پورته کړي.

د ملت دریځ او مسئولیت

کرزۍ او ورسره د ده نور لاسپوڅي انډیوالان چې سترګې يې د امریکا په ډالرو تړل شوي پدې نه پوهیږي چې اوس افغان ولس د یرغلګرو په ټولو دسیسو او پلانونو ښه آګاه دی او همدا وجه ده چې دغه ولس د هغوی په مقابل کې روښانه دریځ نیولی. ټوله نړی ګوري چې نن افغان ولس د خپلې دین او ناموس د ساتلو او د خاورې د ازادۍ لپاره د مجاهدینو ترڅنګ په ښکاره ولاړ دی او پدې لاره کې کې پوره قرباني وکوي. د الله (ج) نصرت او د همدې ولس ملاتړ دی چې مجاهدین د هیواد په ګوډ ګوډ کې هره ورځ پراخه فتوحات کوي.

پدې کې شک نشته چې یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي زمونږ د هیواد د آرامۍ او استقلال کوم نیت نلري او غواړي چې د دې مردود تړون په لاسلیک سره زمونږ د ولس کړاوونو ته ادامه وکړي خو افغان ولس باید د دوی د دښمنۍ ډګو دسیسو او پلانونو په اړه چپه خوله تماشا ونکړي او لا هم خپل مسئولیت ته ښه متوجه شي. ټول اولس ته پکار ده چې په ښکاره خپل د مخالفت غږ پورته او د هیواد د ازادۍ په ترلاسه کولو نور هم ټینګار وکړي. یواځې همدغه د خپلواکۍ مبارزه کولای شي د یرغلګرو د دایمي پوځي اډو خوبونه ته منځه یوسي او هر ډول پلانونه او دسیسې یې شنډې کړي.

نن هغه ورځ رارسیدلې چې شخصې، قومي او سمتي ګټې او مصلحتونه شاته وغورځول شي او د اسلامي ورورولۍ په فضا کې ټول په ګډه د اشغالګرو او د هغوي د ګوډاګیانو دغو دسیسو او توطئو څخه افغانستان وژغوري.

دا چې په مطبوعاتي ډګر کې د ښکېلاک لاسپوڅو د دغو پوځي اډو (ستراتیژیک امنیتي تړون) په اړه د ملت د اذهانو د مشوش کولو په موخه حقایق تحریف کیږی او پراخ تبلیغات روان دي، د افغانستان د قلم او ژبې خاوندانو، علماوو او لیکوالانو ته پکار ده چې د دغی اعلامي حملې په مقابل کې ولس ته د خپل قلم او بیان له لارې حقایق او واقیعتونه روښانه کړي.

مجاهدین چې د افغان ولس ریښتيني استازي دي د دغه کفري تړون په اړه روښانه دریځ لري او هیڅکله داسې کوم سند ته ژمن ندي چې د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو تر منځ لاسلیک کیږي. افغان ولس دا حق خپل حق بولي چې د بهرنیانو د مداخلې پرته په سوله، آرامۍ او خپلواکۍ کې د خپلې خوښې اسلامی نظام لاندې ژوند وکړي او د دغه حق د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې او جهاد ته ادامه وکوي.

لیکوال: عمر محتسب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x