شمع/ تپاند زُهاد

تپاند زُهاد

شمعه چي بله شي رڼا زیږوي
مخ زما د یار هسي ښکلا زیږوي

د یار په خوله کي مي ګلاب ولیدي
هره خبره  یي  بورا زیږوي

د جانان مینه مي پرزړه پاتي ده
مینه یي تل دزړه ژړا زیږوي

د دُنیا تور مخونه نه ګورمه
هغه مخ ګورم چي ځلا زیږوي

د ځوانۍ هیلي مي شهیدي شولي
د شهید وینه کربلا زیږوي

لمر چي را پورته شي جهان ښکلي کړي
توري تیاري خو تل بیګا زیږوي

تپاند زُهاده” بس کړه نور شعرونه
شعرونه تل دزړه وینا زیږوي


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ