
د حــرا اسـرار
شاعـر.م.ثـاقب
چـي روح د مـیني شــوې اسرارو د حرا کې ته يې
دعــشق لـمبو کي ئي د طـور پـه تـجلا کې ته يې
پـه هــر بـرخليک کي د اجــل چـي د قـدرت لټوم
د هـر ژوندي ژوې وجــــود سره په سـا کې ته يې
څوک خپل جنون سره صحرا او څوک په غرو مئین کړې
د هــــرې ميــنې د نــازونــو پــــه ادا کې تــه يې
د سوې زړه کالـبوت نـــه درومې چې د عرش په لوري
ســلګي د هجـــر د هـــغو اوښکـو دعـا کې ته يې
د شـــنه آسمان پـــه سيــند کــې ګرځوې لمرينه بيړۍ
پاس په افــــق د هسک سـاحــل سپینـه رڼــــا کي تــه يې
چـي نڅوې ســـره غـــاټولــــونه د بـــاران پــــه هيـله
تاؤ چې له وريځې شې هـغه پړک د بريـښنا کي تـه يې
ستـــا د لــوي نښــــو مې پــام کړلـو تــــمام څښتنــه
چې دثــاقـب ممـکن وجـود او هــم پــناه کـې تـه يې