د نن سرلیکنه

ایا امریکایان د بشري حقونو رعایتولو ته ځان ژمن بولي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ  د بشر ي حقونو  نړيوال سازمان له امريکا وغوښتل چې د افغانستان په وردګو ولايت کې د ١٨ افغانانو د وژنې سمه څېړنه وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان  ډیر ځله مخکې هم  له امریکایانو غوښتي چې په افغانستان کې د دوئ د عسکرو لخوا له  بشري حقونو څخه  د سرغړاوي  له امله  دي  یاد سازمان ته وضاحت ورکړي ، خو امریکايي مقاماتو ورباندې ځان نه دی خبر کړی .

په افغانستان باندې  د امریکایانو له تیري راهیسې  په مکرر ډول  د هغوئ لخوا د افغانانو په خلاف داسې کړنې تر سره شوې چې هغه په بشپړه توګه  د ټولو انساني او اخلاقي اصولو خلاف وي، چې ژوندې بیلګې یې  د۲۰۱۲ میلادي کال دمارچ په یوولسمه شپه دکندهار ولایت دپنجوایي ولسوالۍ دزنګاوات په سیمه  د  امریکایي عسکر   رابرت  بلز هغه وحشیانه برید دی چې په ترڅ کې یې  تر ۱۶ تنه زیات  ولسي وګړې چې  ډیری یې  ښځې او ماشومان ول  وو ژل شول .

همدا راز  د امریکايي عسکرو لخوا  دشهیدانو د جسدونو توهین  ،  د هغوئ   لخواد شهیدانو د بدن غړي  پریکول ،  دشهیدانو د جسدونو سوځول ، د شهیدانو  له  جسدونو سره  تصویرونه  اخستل او نور همداسې په  زرګونو ثابت  جنایات  دې چې  د ترسره کیدو په جرم یې تر اوسه پوري  هیڅ امریکايي  پوځي  په خپلواکه محاکمه کې نه  محاکمه شوی  اونه د دغو بشري ضد جنایتونو  دترسره کولو په جرم  مجازات شوی .

د امریکایانو لخوا   په بګرام ، ګونتنامو  او نورو سري زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه سلوک  او د هغوئ په بشري  حقونو تیری هغه څه دي چې  دعادي پوځیانو لخوانه بلکې په رسمي ډول  د امریکا دسپینې ماڼۍ او  د پنټاګون  د لوړپوړو مقاماتو  په  دستور او امر ترسره کیږي ،  د بشري حقونو کمیټې  (Human Rights Watch                           )  نړیوال سره صلیب او نورو ټولو هغو مؤ سسو چې  خپله  د امریکایانو لخوا  رسمیت ورکړل شوی  په مکرر ډول  د امریکايي چارواکو  دغه کړنې  د بشري  مقرراتو خلاف بللې  او له هغوئ  نه یې غوښتي چې نور  له  د غو انساني او حقوقي ضد کړنو څخه لاس واخلي ، خو  امریکایانو نه  یواځې داچې  له هغوئ نه  یې لاس نه دی اخیستی ، بلکې  هماغه جنایات یې لازیات کړي  او نور هم  هماغو جنایتونو  ته   په  رسمي ډول دوام ورکوي .

د امریکایانو  له دغو سر زوریو  او له   ټولو  بشري قوانینو څخه  دهغوئ  له تخلف نه  دا په ښکاره  ډول  جوتیږي  چې  هغوئ   خپل ځان  تر ټولو قوانینو او مقراراتو لوړ بولي  ،  او په ټوله نړۍ کې هیڅ داسې  سازمان  او مؤسسې ته  په اعتراف نه دي قائل چې  د دوئ په جنایتونو  دي  انتقاد وکړي او یا دې  د  دوئ دجنایتونو په سر  د امریکايي  جانیانو  د محاکمه کولو غږ پورته کړي .

د امریکایانو  له  نظره  له بشر ي حقونو څخه  د د فاع  نړیواله   اداره  چې  مرکزیې خپله   د امریکې په نیویارک کې دی  ، همداراز   دلاهای دجنګي جرمونو محکمه  او نور د بشري حقونو په نامه  سازمانونه یواځې   د  امریکایانو  د ابزاري وسائلو  په توګه  د دې په غرض ایجاد شوی  چې  هغوئ تري   دخپلو مخالفینو په تیره  مسلمانانو  په خلاف کار واخلي   نه   داچې د هغوئ  مقرارات   په ځان عملي  او هغوئ  ته  دي  دیوه نړیوال  قانوني  مرجع  په توګه  په  اعتراف قائل شي ، چې په افغانستان او عراق  یې  د امریکایانو یرغل  تر ټولو ښکاره مثال دی .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x