کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / اخلاقیات «لنډه کیسه»

اخلاقیات «لنډه کیسه»

عبدالفتاح فاتح

د مجلې د نوې ګڼې چاپ ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې وې د مجلی د مشر چلونکی زنګ راغی ویل یی د نوی ګڼی لپاره د (اخلاقیاتو) تر عنوان لاندی لکنی ته ضروری اړتیا ده که دی راته ولیکه منندوی به مو یم  .ورته کړل می ولې نه اخلاقیات څومره ښکلی موضوع .

مشر موسکی شو مخه ښه یی وکړه .

دده تلیفون بند شو د مینی احساس می په رګونو کی وغځید له ځانه سره می وویل څومره ډیري خبری په اخلاقیاتو کی لیکل کیدای شی ټولنیز اخلاقیات د یوملت څومره مهمه کلتوری او دینی برخه ده  کاش یو کتاب خو می پری لیکلی وای ما له ځانه سره همدا کرل ریبل چی د میلمستون څخه د میلمه زګیروی می د خیالو لړی غوڅه کړه .

هغه مسافر وو له ډيره وخته زمونږ میلمه وو ، ناروغی یی  ډيره سخته وه ، روغ به وو خو ناڅاپه به ناروغی داسی راوپرځاوه چی تا به فکر کاوه همدا یی اخری شیبی دی خو بیا به خدای روغ کړ

د میلستون په لوری په منډه ورغلم ، په سخت حالت کی وو موټر می راوغوښت خیر دی یوسی ښه ایمانداره سړی وو تر روغتون یی زر ورسولو د خپل موټر غم یی ونه کړ

د روغتون د اضطراری حالت خونی ته می مریض وردننه کړ ډاکټر له څو کسانو سره خبری کولی نه پوهیږم د خبرو موضوع به یی څه وه خو د خبرو په منځ کی په کړس خندا یی دا ښودله چی ټوکی سره کوی

د ناروغ حالت می وار تر واره په خرابیدو وو ډاکټر ته می دوه ځله ور غږ کړل خو ډاکټر نه راوکتل او نه یی د ناروغ په حالت څه احساس کړه .

ځنډ وروسته یی خلک رخصت کړل د ناروغ خواته راغی  بی له دی چی وګوری کومه ناروغی یی ده ویی ویل : د ناروغ حالت د اندیښنی دی د روغتون
متخصص ډاکټر ته یی یوسی دی روان شو ما مریض ته وکتل له نښو یی ما حس کړه چی د مرګ سره یی کشمکش دی

دی می راپه شا کړ د متخصص ډاکټر تر دروازی می راورساوه هلته می په یوه چوکی کی په بیهوښه حالت کی کښیناوه د ډاکټر دروازه وان ته می کړل (د ناروغ حالت می د اندیښنی دی که لږ ژر دی ډاکټر ته ورپريښودو )

بی له دی چی کوم غبرګون وښیی مخ یی واړوه دی وخت کی یو ځوان ورته رانژدی شو په غوږ کی یی دروازه وان ته څه وویل دی ورته موسک شو ځوان یی په لاس کی پیسی ورته کښیښودله

ځوان بی له دی چی انتظار وکړی یا نوبت ته وګوری د ډاکټر خونی ته ورننوت .

د ناروغ حالت ته په کتو چی زما په زړه څه تیریدل هغه یوازی ما حس کولی شو .

یو وار بیا دروازه وان ته ورنژدی شوم ما ویل که ډاکټر ته مو زر ورپریږدی ؟! دا ځل غوصه شو په برګو سترګو یی راوکتل بیرته یی مخ واړوه .

یو بل په عمر پوخ سړی راغي له جامو یی معلومیده چی کوم حکومتی چارواکی دی دروازه وان یی لومړی په لاسونو ورټيټ شو دروازه یی ورته خلاصه کړه دا سړی هم ډاکټر خونی ته ورننوت خو یو زه وم چی ډاکټر ته می د ورتلو حق نه درلود ځکه نه می غوښتل چاته رشوت ورکړم یا ورسره معامله وکړم

د ناروغ زګیروی وار په وار زیاتیدو داسی ښکاریده لکه چی سخت دردونه یی په بدن کی غځیږی دوه ځلی یی خوله خلاصه او پټه کړه او په دی سره یی ساه ورکړه

له روغتون نه راغلو د هغه د تدفین مراسم مو ترسره کړل

خدای شته په خپلی بی وسی می ښی ډيری اوښکی توی کړی د مجلی د مشر چلوونکی پیغام راغی ویل یی :هغه د اخلاقیاتو د مضمون ځای مو لا تر اوسه خالی پری ایښي دی که مضمون مو لیکلی وی؟

دده په ځواب کی می ولیکل : (که زمونږ په ټولنه کی د اخلاقیاتو یو ټکی هم وو ما به مضمون ورباندی لیکلی وو هیله ده د اخلاقیاتو د مضمون ځای به همداسی خالی پریږدی لکه د ټولنی د خلکو زړونه چی له اخلاقیاتو تش دی ).

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    دغه ناوړی ، غلامی او فاسدی اداری ته د حکومت ویل د حکومت لفظ یا کلیمی ته توهین دی ، د حکومت چارواکی د چارو په اړه تولنه کی تر ټول اهل کسان باید وی او دوی کم اهل او کم اصل وحشی غلامان دی . دوی باید داسی وی په ځانګړی ډول د ملی وحشت حکومت چه د امریکا سفارت کی وتآکل شول ، دوی له اوله په همدی خاطر د یوه ارګ د پاره دوه ریسان وټاکل شول. چه که د طالبانو سره د دوی په خوښه روغه جوړه ونه شی ، د دوی اخری ابشن به هماغه ابشن وی چه د روسانو له ماتو وروسته زمونږ دخپل منځو جنګو دوحشت جګړه وه ، چه طالبانو یی مخه ونیوله . اوس هم که دوی هغه پخوانی تاریخ بیا جوړوی باور لرم چه طالبان به یی بیا مخه انشاالله ونیسی