کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / انس حقاني بیګناه او مظلوم دی

انس حقاني بیګناه او مظلوم دی

شبیراحمد عثماني

د مقدمې په توګه به ووایم چې انس حقاني او د ده ملګری حافظ رشید د الدوحة قطر په هوایي میدان کې د امریکا د استخباراتي سازمان سي آی اې په غوښتنه د نړیوالو پولیسو لخوا ونیول شول او دوبۍ ته راوړل شول او هلته یې د افغانستان استخباراتي کسانو ته وسپارل. د دوبۍ په نړیوال هوایي میدان کې له افغاني جاسوسانو سره له فزیکې شخړې وروسته د دوبۍ حکومت ته مالومه شوه چې انس حقاني د مولوي جلال الدین حقاني زوی او هیڅ جرم نه لري، نو انس حقاني ته یې ډاډ ورکړ چې د مشکل د حل په غرض به سیاسي پناه ورکړي.

کله چې د سي آی اې ادارې ته دا جوته شوه نو فورا یې مداخله وکړه او د دوبۍ حکومت ته یې وویل چې دواړه کسان (انس حقاني او حافظ رشید) افغاني جاسوسانو ته وسپاري، د دوبۍ حکومت هم په پوره ذلت منلو دا کار وکړ.

هغه وخت د طالبانو سیاسي دفتر نوی په قطر کې پرانستل شوی و او طالبانو د لوړ سیاسي مصلحت په اساس په دې اړه  په خپله اعلامیه کې وویل چې انس حقاني د بحرین په هوایي میدان کې بې ګناه او جرم د سې آی اې له لوري نیول شویدی.

شاید طالبانو داسې انګیرلي وي چې د سیاسي دفتر لخوا به د هیواد لوی او پیچلي مسائل حل کړای شي نو د هیواد او جهاد ګټې د سیاسي دفتر موقعیت دې د دوو کسانو په محض نیولو دې  نه ټکنی کوي.

کنه دا د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر حق و چې په نړیواله کچه دا مسئله راپورته رسنیزه کړي، ولو که د دوی موقعیت هم ورسره متضرر کیږي، مګر مصلحتونه زورور شول.

په هرصورت انس حقاني د افغانستان د استخباراتو نود ریاست ته نقل شو او یوازې په کوټه کې وساتل شو.

انس حقاني د یوې دینې مدرسې طالب العلم و، نه یې په اسلامي امارت کې کومه رسمي دنده درلودلي او نه یې هم په کومو نظامي فعالیتونو کې برخه اخیستي، حتی د طالبانو کوم جګړئیز پوځي سنګر ته هم نه دی تللی، ما انس حقاني له نږدې پیژنده ، راشه درشه مو سره درلوده کورونه مو ډیر سره نږدې و، د پنځو کلونو په اوږدو کې مې له انس حقاني څخه د نظامي او سیاسي فعالیتونو په برخه کې یوه خبره هم نه ده اوریدلي چې دی دې پکې ښکیل وي، بس ټوله توجه یې یوازې او یوازې زده کړې ته وه او دا یې خپل تر ټولو مهم کار باله.

حافظ رشید هم هغه وخت  له خپل هیواد نه په هجرت مجبور شو چې د سیمې پخوانیو کمونستانو به د غچ اخیستنې په خاطر په مسلمسل ډول د امریکایي پوځي چارواکو په وړاندې د یو فعال مجاهد په توګه یاداوه

او امریکایي پوځیان به بیا د حافظ رشید له کوره تاویدل.

نو دا یې ښه وګڼل چې خپل کور او کلی پریږدي چیرته په امن او عزت کې ژوند وکړي. د حافظ رشید د عمر تقاضا هم دا وه چې په نظامي فعالیتونو کې ښکیل نشي ځکه چې نظامي فعالیتونه ډیر لوړ تدبیر او تجربې ته اړتیا لري.

خبره ډیره نه اوږدوم.  انس حقاني د افغانستان او امریکا حکومت پر خلاف په هیڅ قسم جرم کې ککړ نه دی یو مظلوم دی چې د نړیوالو سیاستونو او دسیسو ښکار شوی ځکه چې د طالبانو د یو لوړي چارواکي او پخواني ستر او مهم جهادي قوماندان زوی دی.

د نړۍ په کفري او اسلامي هیوادونو کې د اساسي قوانینو، د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو له مخې جرم شخصي دی، د یو مجرم ورور ، پلار ، تره ، ماما او نور خپلوان د مجرم د جرم په ګناه نه نیول کیږي او نه سزاوار کیږي.

خو د نړۍ یو داسې هیواد چې ځانته تر ټولو د متمدن ، منصف او د بشري حقوقو د ساتنې د ذمه دار نسبت کوي او بیا دومره لوی جرم کوي چې د نړیوالو قوانینو پرخلاف یو بیګناه انسان نیسي او په دې توګه خپل پوځي او سیاسي پلانونه عملي کوي. د امریکا لپاره دا کار ډیر شرموونکی دی چې شاید د نړۍ د هر وګړي لخوا ظالمانه او مردود وشمیرل شي.

دا چې د انس حقاني پلار او ورور په ځغرده په هیواد کې د امریکایي پوځي یرغل او اشغال پرخلاف د آزادۍ غوښتنې او د اسلامي شرعي نظام د قیام بیرغ پورته کړي او په دې لړ کې پر امریکایي پوځیانو، د هغوی پر متحدینو او په افغان حکومت بریدونه کوي، شک نشته چې هم به امریکایي افغاني او د امریکا د متحدینو پوځیان او منسوبین وژل کیږي او هم به دوی پخپله تلفات ورکوي. لکه د حقاني صیب چې یو زوی (عمر حقاني ) په ۲۰۰۸ کې په یوه مخامخ جګړه کې ووژل شو او دوه زامن ( حافظ بدرالدین حقاني او حافظ محمد حقاني ) یې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول، د دې سره – سره یې پر کور د بې پیلوټه الوتکې برید وشو چې حتی بیګناه زنانه یې هم شهیدانې شوې . همدغه راز یې زرګونه پلویان د امریکایي او افغاني پوځیانو سره په مخامخ جګړو او بمباریو ووژل شول. خو جګړه ده او په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي.

په دې کې هم شک نشته پر امریکایي او افغاني پوځي او استخباراتي ادارو باندې تر ټولو مغلق عملیات طالبانو اجراء کړي او مسئولیت یې هم په داګه منلی دی.

مګر کله چې د دوی دښمنانو درانه تلفات لیدلي بیا یې زور له بندیانو ایستلی دی چې دا د ډیرو کمزورو خلکو کار دی. څو میاشتې وړاندې چې د افغاني استخباراتو په لسم ریاست د طالبانو سرتیرو برید وکړ او له شپیتو زیات استخباراتي کسانو پدې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ نو هغه وخت افغان جمهور رئیس وویل چې پر طالب بندیانو به هیڅ قسم رحم ونکړي او د اعدامونو لړي به پیل کړي، همدغه راز دشمالي ټلوالې کسانو په ډیرې بې صبري سره ویل چې باید انس حقاني اعدام شي.

عجیبه داده چې انس حقاني بې اسرې لاس تړلی د استخباراتو په زندان کې پروت دی خو د لسم ریاست په برید کې مجرم ګڼل کیږي ؟! دا نو اوس کوم قضاوت دی؟ کوم انصاف دی؟

اوس چې یو ځل بیا د هیواد په لرو بر کې طالبانو پر افغان او امریکایي ځواکونو رڼا ورځ توره شپه کړي هره ورځ سیمې ترینه نیسي وژني یې ټانکونه وسلې او مهمات ترینه ولجه کوي له امریکایي او افغاني پوځیانو یې لاره ورکه کړي ده خپلو ولسونو ته هیڅ مخ نلري نو د خپلو ناکامیو پټولو او د طالبانو د زړونو مجروحولو پخاطر یې د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په انس حقاني ابتدایي محکمې د اعدام حکم کړی.

له دې اعلان وروسته تر دې وخته نه د بشري حقوقو د ساتنې ادارو د دې اعلان په اړه څه وویل چې آیا انس حقاني ته د دفاع حق ورکړل شوی؟ کوم مدافع وکیل لري؟ محکمه یې علني شوي ده ؟ کوم څرګند جرم لري؟

او نه هم په هیواد کې د ننه د ظلم او بې عدالتۍ پرخلاف جوړ شویو سازمانونو، نه د پښتنو د حقوقو غوښتونکو سیاسیونو او نه دیني علماؤ کوم غږ پورته کړی. چې دا هرڅه به تاریخ په خپله سینه کې  د تور ، ظالم او بې جرئته ډارنو سیاسیونو دور په نوم ثبت کړي.

تیر ځل چې کله د ملي وحدت حکومت اشرف غني د پنځو تنو طالبانو او یو بیګناه شپونکي د اعدام حکم لاسلیک کړ طالبانو اعلان وکړ چې که زمونږ سیاسي بندیان اعدام کړای شول د دولتي چارواکو، عدلي او قضایي ارګانونو له څارنوالانو او قاضیانو به یې سخت او دردوونکی غچ واخلي.

خو اشرف غني په دې فکر ونکړو چې آیا د دې پنځو تنو د اعدام  په غچ اخیستنه کې به نورې لسګونه ښځې کونډې میندې بورې نشي؟! د ده دحکومت منسوبین به یې پخپلو وینو او سرونو پور اداء نکړي؟ آیا دا به امنیت او سوله راولي او که بې امني او بې ثباتي به رامینځ ته کړي؟؟؟

نه یې په خپلو مامورینو( قاضیانو، څارنوالانو، پولیسو او عسکرو) زړه سوی وکړ او نه یې هم په هغه سیاسي بندیانو رحم وکړ چې د یو اشغال شوي هیواد محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړی و.

اوس که دا ځل په انس حقاني د اعدام حکم عملي کیږي څه فکر کوئ چې وروستۍ پائلې به یې څه وي؟

زما په خیال تیر ځل وسلوالو طالبانو د یو ارګان په توګه د غچ اخیستنې غبرګون وښود خو دا ځل به د دې سره ـ سره د هیواد او نړۍ په لرو بر کې د هر مسلمان په زړه کې د غچ اخیستنې احساسات راوپاروي چې هغه وخت به یې مهار کول د هر چا له وسه وتلي وي او سخت زیانونه به واړوي. ځکه چې د انس حقاني مظلومیت له هیچا پټ نه دی، یوازې او یوازې په دې جرم اعدام کیږي چې د مولوي جلال الدین حقاني زوی دی او مولوي جلال الدین د یو مسلمان افغان په توګه شرعي او ملي مکلفیت لري چې د خپل هیواد د آزادۍ او شرعي نظام لپاره له هغه چا سره وجنګیږي چې د ده د هیواد آزادي او خپلواکي یې سلب کړي او د شرعي نظام په وړاندې خنډ دي او یا د اشغال د دوام او دشرعي نظام د قیام په لاره کې د یو څو پیسو ترلاسه کولو پخاطر د اشغالګرو او د هغوی د متحدینو سره دریدلي دي. همدغه راز به له امریکا څخه په امریکایي عسکرو د بریدونه برسیره هغه امریکایي او کاناډایي اتباع چې اوس له طالبانو سره برمته دي ووژني.

دا ځل شاید د افغانستان څخه بهر د امریکا او دهغوی د متحدینو په هیوادونو کې هم د غچ اخیستنې بریدونه ترسره شي – دا که د طالبانو او یا د حقاني کورنۍ خوښه وي او که نه وي.

د طالبانو او د حقاني کورنۍ پالیسي دا نه ده چې له خپل هیواده بهر په نورو هیوادونو کې خپل جګړئیز فعالیتونه وکړي او له دې وروسته هم شاید خپلو مجاهدینو او فدایانو ته دا اجازه ورنکړي په اروپا او امریکا کې بریدونه وکړي خو هغه لکونه مسلمانان به (چې په امریکا او اروپا کې اوسیږي د حقاني له کورنۍ او طالبانو سره خواخوږي لري او د طالبانو دپالیسې له وجې هیڅ حرکت نه کوي)  څوک تکیه کړي څوک به یې راوګرځوي چې په اروپا او امریکا کې غچ اخیستنه ونکړئ؟!

داسې مې اوریدلي دي چې د اسلامي امارت د مقام اوسنی مرستیال سراج الدین حقاني د طالب فدایانو یو مرکز ته تللی و او هلته ځینې داسې فدایان موجود و چې د انګلستان، امریکا او فرانسې اتباع شمیرل کیدل ، له سراج الدین حقاني وغوښتل چې دوی پخپل متبوع هیواد کې فدایي بریدونه تر سره کړي خو سراج الدین حقاني ورته وویل چې د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې په نورو هیوادونو کې خپلو مجاهدینو ته د بریدونو اجازه ورکړي.

د هغو فدایانو له جملې څخه یې یوتن د افغانستان د دفاع په وزارت خپل عملیات وکړل او دا د انګلستان تبع و او نوریې تر ننه هم ژوندي ګرځي چې شاید د عملیاتو د ځنډ له امله خپلو هیوادونو ته تللي وي، د راوي له قوله چې په دې مرکز له څلور سوو  نه زیات فدایان موجود و او له هغه وخت نه تر دې وخته سلو تنو فدایانو هم عملیات نه دي کړي، شاید خپلو هیوادونو ته تللي وي که دغو فدایانو په خپل سر د حقاني کورنۍ او د طالبانو له اجازې او امر پرته د خپلو احساساتو له مخې د غچ اخیستنې اقدام وکړ څه فکر کوئ چې امریکا ، انګلستان او فرانسه به له څومره ستونزو او مشکلاتو سره مخ شي؟

او هغه فدایان چې د حقاني د کورنۍ هر غړی له خپله ځانه ورته ګران دی دلته په هیواد کې د ننه بریدونه وکړي ایا جګړه به لا ګړندۍ نشي؟.

او هغه وسلوال طالبان چې اوس هم  له حکومتي سرتیرو سره په جګړه بوخت دي په هلمند ، بغلان ، کندز ، غزني ، فراه ، پکتیا، کندهار، بادغیس ، تخار او فاریاب کې یې له حکومتي ځواکونو لاره چاره ورکه کړي نور هم قهر جن شي او د مظلوم انس حقاني د غچ اخیستنې په اقدام کې به  پر دولتي سرتیرو ور ودانګي څومره وینې به تویې شي ؟ څومره کورونه به وران شي؟ څومره ښځې او ماشومان به بې سرپرسته شي؟

زما په خیال چې د جګړو د اور لمبې به داسې په غرغنډو شي چې هیڅوک به یې کابو نکړای شي او زیان به یې یوازې افغانان وزغمي.

اشرف غني ته که له دې سیاست او پریکړي  راګرځي او که نه راګرځي د تاریخ په پاڼو کې به د یو داسې پښتون پاچا په نوم  ثبت شي چې هم یې د خپل هیواد د اشغال په لاره کې له اشغالګرو سره مرسته کوله، هم یې پخپلو عسکرو، دولتي منسوبینو او د هغوی په کورنیو  زړه سوی نه درلود او هم یې د خپل ولس لپاره بد عواقب درک کولی شول او دومره کمزوری و چې همیشه یې خپل دښمن څخه د غچ د اخیستو په خاطر بندیان اعدامول ، هم یې د نورو فاشیستانو او پردیو اشغالګرو د خوشحالولو لپاره پښتانه وژل، بندي کول، له سیاسي ستیج نه لري ساتل، غلو، مفسدینو ته یې دومره واک ورکاوه چې د ده په وړاندې هم به دریدل او دی به سره له قدرت او صلاحیته  ورته  تسلیمیده چې  دا تلپاتې شرمنده ګي ده او راتلونکي نسلونه به دې  په شناخته لاړې توکوي.

نو ښه خبره داده چې د انس حقاني په شمول ټول مظلوم بندیان له زندانونو په عزت سره خوشي شي او داسې برخورد ورسره وشي چې هرچاته له جګړو څخه د راګرځیدو توصیه وکړي، نورې وینې تویې نشي، افغاني میندې بورې، ښځې کونډې او خویندې ورارې نشي.

او د هر هغه چا په وړاندې (چې زمونږ د دین او هیواد دښمنان دي) په تینګ عزم ودریږو او خپل اسلامي اوملي مکلفیت اداء کړو.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ