نړۍ

فلپين کې د هیان په نوم سمندري توپان خورا درانه تلفات اړولي

نن ټکی آسیا: د لومړنیو ورکول شویو مالوماتو له مخې، په فلپین کې د هیان په نوم سمندري توپان خورا درانه او بېساري زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.دغه توپان تر دم ګړۍ پورې د لږ تر لږه ۱۲سوه کسانو ژوند اخیستی او ملینونو نور یې بې کوره کړي.
د عیني شاهدانو په قول، د توپان له کبله په سېمه کې هر لور ته کنډوالې، ورانې ویجاړې او ولاړې اوبه تر سترګو کېږي.
توپان په هېواد کې تر ټولو زیات، د ټیکلوبان او سمر سیمې سختې ځپلې دي. د توپان سرعت په یو ساعت کې ۳۱۵ کیلومتره او د څپو جګوالی له ۱۵ څخه تر ۲۰ فټه پورې ښودل شوی.
د سېمو توپان ځپلي خلک د مرستو په تمه ناست دي.

حکومتي چارواکي وايې سېمې ته یې د پوځ او خیریه موسسو په ملتیا مرستندوی ټیمونه استولي او د ستونزو سره – سره به د ژغورنې چارې لا ګړندۍ کوي.
هېره دې نه وي چې د توپان د تګ مسیر د ویتنام پر خوا دی،چې ویتنامي دولت یې پر وړاندې د چمتوالي خبر ورکړی. دوی ویلي: له ویرې یې د توپان په مخکې پراته شاوخوا دوه سوه زره کسان خوندي سېمو ته انتقال کړي او د ناورین د مخنیوي په غرض یې ۱۷۰ زره پوځيانو ته د -تیار سئ- حکم ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x