
کالم لیکنه – ذاکر جلالي
کالم په لغوي لحاظ انګلیسي کلمه ده، چې د ستنې په معنا ده. دلته يې له کارونې موخه د اخبار ستنه یا کالم دی. کالم هغې رسنیزې لیکنې ته وايي، چې لاهم یو ټولمنلی تعریف نه لري. هر لیکوال، په تېره کالملیکوالو دې ژانر ته له خپلو خپلو لیدونو ځانګړي تعریفونه کړي دي. پوهنیار شفیق وردګ، د «کالملیکنه» په نامه یوه رساله لیکلې ده، چې د یو شمېر مشهورو کالملیکوالو نظریات یې د کالم په باب راټول کړي دي، خو ښاغلی شفیق وردګ هم په پای کې پر یوه هراړخیز تعریف نه دی توانېدلی.
دExporting Journalism لیکوال، آر. ای ویلز وايي: «کالم کومه ځانګړې بڼه نه لري، د خپلو شخصي افکارو له مخې هم لیکل کېدای شي او د نورو پر افکارو هم».
اردو ژبی لیکوال، احمد ندیم قاسمي وايي: «د کالم لپاره کوم ځانګړی تعریف نه لرو؛ ځکه هرڅوک یې په جلا جلا بڼو لیکي».
د «پاکستان» ورځپاڼې د «عکسبرعکس» طنزي کالم لیکوال، ډاکټر محمد یونس بټ وايي: «هر څه چې کالم لیکوال لیکي، هماغه کالم دی. د هر لیکوال کالم جلا طرز لري، چې یو چوکاټ کې راوستل يې مشکل کار دی».
د خیبرپښتونخوا د وحدتورځپاڼې وتلی کالملیکوال، نورالبشر نوید تعریف زما تر نورو خوښ دی. د ښاغلي نوید تعریف د ټولو خبرې په ساده جملو کې سره راټولې کړي دي. دی کالم داسې راپېژني: «زه له ډېرې مودې راهیسې د پښتونخوا په وحدتورځپاڼه کې «ماته غوږ شه!» کالم لیکم؛ خو تر اوسه مې د کالم د تیورۍ په اړه څه نه دي ترسترګو شوي، بس چې دا زه یې لیکم؛ همدا کالم دی».
د مشرق ورځپاڼې ژورنالیست، عالي رضوي وايي: «کالم د مطبوعاتي لیکنې هغه طرز دی، چې هر لیکوال یې د خپل ذوق له مخې غوره کوي».
دا پورته د کالم په باب د ګڼو نوموتو لیکوالو نظریات وو؛ خو ما چې تر کومه کالمونه لوستي، دې نتیجې ته رسېږم، چې نشو کولای د تعریف له لارې داسې چاته کالم وروپېژنو، چې کله یې هم کالم نه وي لوستی. هغوی چې کالمونه یې لوستي وي او ورسره علاقه لري، هغوی بیا د کالم یوه ټولمنلي تعریف ته اړ نه دي؛ ځکه هغوی چې لیکنه وګوري، نو پوهېږي، چې کالم دی که کوم بل ژانر.
د کالم ځانګړنې
لاندې څو نښې کولای شي، چې تر ډېره بريده د کالم یوه خاکه د لوستونکي ذهن ته راولي:
۱. د لیکنې جلا طرز او د لیکوال شخصیت يې مهمه ځانګړنه ده؛ ځکه د هر لیکوال شخصیت، لاستهراوړنې، ماتې او ټول ژوند یې پر کالم پاموړ اغېز لري؛
۲. کالمونه یو تعریف کې نشو محدودولای؛
۳. اوونیزو یا ورځپاڼو کې پرلپسې په منظم ډول خپرېږي؛ یعنې د اوونۍ په معلومو ورځو کې خپرېږي.
۴. کالم جلا عنوان لري. هره لیکنه جلا سرلیک لري، خو کالم یو پوخنوم لري او بل بیا د هر کالم لپاره ځانګړی عنوان وي. دلته هدف له پوخ عنوانه دی، چې یو وي او تغییر نه کوي. ځانګړي عنوانونه خو په هر کالم کې له موضوع سره سم بدلېږي؛ دا هم د یادونې وړ ده، چې د کالم پوخ سرلیک باید یو شالید ولري.
۵. کالم معمولاً په سرسري بڼه په عادي او روانو الفاظو لیکل کېږي. له سرسري او رواني هدف دا دی، چې په ډېر رسمي انداز کې لکه علمي مقاله نه لیکل کېږي؛ مګر د کیسې په څېر له یوه راښکون سره پیلېږي؛
۶. په اوونیزه یا ورځپاڼه کې ځانګړی ځای او اندازه لري. یعنې د هر چا کالم، په اوونیزه یا ورځپاڼه کې ځانګړی ځای او اندازه لري، چې نه یې ځای بدلېږی او نه هم اندازه. د هر کالملیکونکي مینهوال په اسانۍ سره د خپل په زړه پورې لیکوال د کالم ځای رااوړي او لولي یې.
د کالم ډولونه او سوژه
لکه څنګه چې د کالم پر یوه ټولمنلي تعریف ونه توانېدو، دغسې نشو کولای، چې کالمونه په څو محدودو ډولونو کې راونغاړو. ځینې وايي، چې کالمونه په دوه ډوله دي، یو خاص او دویم عام؛ خو چې کالمونه وګورو، بېشمېره ډولونه لري. یو لیکوال د کالم د ډولونو په اړه وايي، د کالم ډولونه د کالملیکوالو له شمېر سره برابر دي؛ ځکه د هرچا کالم تر نورو ډېر متفاوت وي.
کالملیکوال خپل کالم ته سوژه له روانو حالاتو، تاریخ، خپلو کتنو، تجربو او مطالعو غوره کوي؛ خو د سوژې انتخاب هم د کالم ډول پورې اړه لري؛ ځکه د ځینو لیکوالو کالمونه تاریخي وي، د ځینو طبي، د ځینو سیاسي او د ځینو هم طنزي..نو ځکه د هر یوه د سوژې سرچینه توپیر لري.
د کالملیکوال ځانګړنې
کالملیکوالۍ کې ځینې ځانګړنې اړینې دي. هرڅوک نشي کولای ښه کالملیکوال شي. دا یوازې په ډېرې پوهې پورې هم اړه نه لري. زما په نظر تر ډېره قوي قلم، ځانګړي ذوق او پراخې مطالعې او تجربې پورې اړه لري. همداسې بیا د همدغو بېلابېلو کالملیکوالو مینهوال هم د بېلابېلو پوړیو وګړي وي.
کالملیکوال ته تر هرڅه مخکې قوي ادبي قلم په کار دی. څوک چې ښه لیکل نه شي کولای، کالم به یې مینهوال ونه لري؛ ځکه کالم تر ډېره لوستونکي په ذوق لولي؛ نو د ذوقي لیکنو لپاره چې قوي قلم نه وي، لوستونکي نه شي راخپلولای.
د کالملیکوال لپاره، تر قوي قلم وروسته، پراخه مطالعه ډېره ضروري ده. یوازې قوي قلم هم لوستونکي له ځان سره نشي ساتلای؛ ځکه لوستونکی، له ذوق سره سره د مطالعې تمه هم کوي. استاد حبیباللهرفیع د ښاغلي زبیرشفیقي د ترکيې پر یونلیک «د فاتح تر درشله» سریزه کې وايي، چې لیکوال باید په یونلیک کې، لوستونکي ته چل چل کې معلومات ورکړي، که یې لیکنه وچه علمي شي، بیا به هم لوستونکي ته ستومانوونکې وي. نو د استاد رفیع د دې خبرې په استناد زه وایم، چې کالملیکوال هم باید لوستونکي ته په چل چل معلومات ورکړي، کالم یې باید ترې وچه علمي مقاله نه شي.
پر لوړ ادبي ذوق او پراخې مطالعې سربېره، کالملیکوال باید د کافي تجربې څښتن او ځینې تخلیقي ځانګړنې ولري. په کالمونو کې د کالملیکوالو خپلې شخصي تجربې د دوی د کالمونو پر ښکلا پاموړ اغېز لرلای شي. د کالمونو په بېلګو کې به ولولئ، چې کالملیکوال څنګه له خپلې تجربې په خپلو کالمونو کې استفاده کوي.
د New Survey of Journalism لیکوال، جورج فوکس موټ وايي: «د کالملیکوال لپاره ذهني پوخوالی، تجربه، پراخ علمي شالید، له ژونده یو ځانګړی تعبیر، په لیکنو کې ځانګړی ارزښت او ځواکمنتیا اړین دي».
څو نوموتي کالم لیکوال
په افغانستان کې کالملیکنه لا ډېره عامه او پوخوالي ته نه ده رسېدلې. کالم خو لا پر خپل ځای، دلته لا د ورځپاڼهلوستنې کلتور په کافي اندازه نه دی عام شوی. په افغاني رسنیو کې د ښاغلي زبیر شفیقي کالم (شف شف نه شفتالو طنزي کالمونه او شهرناپرسان سلسله)، د ښاغلي شهرت ننګیال «سرچوک» [دا کالم لا ما نه دی لوستی، خو د شهرت ننګیال د لیکنې په زړه پورې دود دا راته ثابتوي، چې کالم یې په زړه پورې دی]، په وحدت او «خبرونه» ورځپاڼو کې د ارواښاد قدرتالله حداد کالم «پېښې، اندېښنې او څرګندونې» او د وحدت ورځپاڼې کالملیکوال، نورالبشر نوید «ماته غوږ شه!» مشهور کالمونه او کالملیکوال دي. دغه ګرد کالملیکوال له پاکستاني رسنیو سره تړلي پاتې شوي، نو ضرور ترې اغېزمن شوي هم دي. په ګاونډي پاکستان کې کالملیکنه ډېره دود ده. له پخوا راهیسې هلته پر ژورنالیستانو سربېره، په کورناستي بېروکراټان او سیاستوال د کالملیکنې له لارې له رسنیو او ولس سره تړلي پاتې کېږي.
په کالم کې، د کالملیکوال، د درېڅې نوم او د لیکنې دود د لوستونکو پر شمېر پاموړ اغېز لري. لومړی د پاکستان د جنګ او بیا د ایکسپریس اردو ژبو ورځپاڼو د څو کالملیکوالو نومونه او د دوی د کالمونو د دریڅو سرلیکونه د بېلګې په توګه وړاندې کوم او بیا پر دوو کالمونو څو خبرې کوم:
د جنګورځپاڼې کالمونه:
۱.لاوډسپیکر، عامر لیاقت حسین؛
۲. صبح بخیر، ډاکټر صفدر محمود؛
۳. نقشِ خیال، عرفان صدیقي؛
۴. صورتحال، الطاف حسن قریشي؛
۵. ناتمام، هارون رشید؛
۶.جرګه، سلیم صافی؛
۷. سحر هونې تک (تر سباوونه)، ډاکټر قدیر خان، د پاکستان د اتوم پلار؛
۸. کیس سې منصفي چاهیې (انصاف له چا غواړې)، انصار عباسي.
دا پورتني د جنګ ورځپاڼې ټول کالملیکوال نه دي، دا بېلګې مې یوازې له یوې ګڼې واخیستې.
د ایکسپريس ورځپاڼې کالمونه
۱. بندګينامه، انتظار حسین؛
۲. برملا، نصرت جاوېد؛
۳. زیروپواینټ، جاوېد چوهدري؛
۴. چوپال، اسلم خان؛
۵.غیرسیاسي باتې، عبدالقادر حسن؛
۶.راهِ راست، طلعت حسین؛
۷. حرفبهحرف، انیس منصوري؛
۸. رفتارِ عالم، زبیر رحمان.
د پاکستاني کالملیکوالو او د کالمونو د سرلیکونو یادونه مې د دې لپاره وکړه، چې کولای شي، د کالم د دریڅې د سرلیک په غوراوي کې مرسته وکړي.
پر دوو کالمونو څو خبرې
د ډاکټر قدیر خان سحر هونې تک (تر سباوونه):
ډاکټر قدیر خان د پاکستان د اتوم پلار ګڼل کېږي. دی د مسلک له نظره، اتومي سیانسپوه دی؛ مګر کالم یې هم په ښو کالمونو کې راځي. د ډاکټر قدیر خان د کالم دریڅه د جنګ په اردو ژبې ورځپاڼه کې «سحر هونې تک» نومېږي. په «دې نیوز» انګلیسي ژبې ورځپاڼه کې د«Random Thoughts» (ناڅاپه خیالونه) تر سرلیک لاندې لیکي.
په معلومو ورځو کې، په دواړو ورځپاڼو کې هم په اردو او هم په انګلیسي ژبو د ده کالمونه خپرېږي. د لیکنې موضوع یې په زړه پورې وي. کله خپله یوه پخوانۍ خاطره ولیکي، کله له خپل ذوق سره سم، پر یوه فارسي یا اردو شعر او یا هم شاعر څه ولیکي، کله یې کوم نوی کتاب ګوتو ته ورغلی وي او د ده خوښ شوی وي، بیا نو هماغه کتاب د خپل کالم له لارې تر لوستونکو رسوي، کله پر اسلامي تاریخ څه ولیکي. دا څه موده وړاندې یې د علي رضياللهعنه یو لیک په څو کړیو کې د خپل کالم د دریڅې له لارې خپور کړ، چې علي رضياللهعنه د خپل خلافت پر مهال کوم والي ته د حکومتدارۍ په تړاو لارښوونې کړې وې. ډاکټر قدیر بیا هماغه لیک د لومړي وزیر تر سترګو تېراوه، تر څو په حکومتچلونه کې ترې ګټه پورته کړي. ډاکټر قدیر هم لوړ ادبي ذوق لري، هم لوړ فکر، هم پخې تجربې او هم ډېره پراخه مطالعه؛ نو د کالم مینهوال یې د پاخه عمر له خلکو نیولې آن تر ځوانانو پورې ټول دي.
د جاوېد چوهدري زیروپواینټ:
جاوېد چوهدري د پاکستان په ایکسپریس اردو ژبې ورځپاڼه کې کالملیکوال دی. کله چې د ده کالمراشي، هغه ورځ نو بیا ایکسپریس ورځپاڼه د مرغۍ پۍ شي. د ده د کالم دریڅه «زیرو پواینټ» نومېږي. ده پر همدې نامه د کالمونو پنځه ټولګې خپرې کړې دي.
هغه څه چې زه يې ډېر اغېزمن کړم، دا و چې د ده «زیرو پواینټ» لومړۍ ټولګه له ۲۰۰۰کال راهیسې ۷۲ځله چاپ شوې ده! دوولس کالو کې ۷۲ځله! یعنې کال کې ۶ځلې د چاپ پر پوله درېدلې! عجیبه ده، دومره خپراوی که له یوې خوا د ده د کالم خوږوالی ښيي، نو له بلې خوا له کتاب او لوست سره د ده د ولس مینه هم څرګندوي. د «زیرو پواینټ» دویمه ټولګه له ۲۰۰۵راهیسې ۳۷ځله چاپ شوې ده! دا دواړه سره له «زیرو پواینټ» درېیم، څلورم او پنځم همدا اوس په پاکستان کې تر ټولو ډېر خرڅېدونکي کتابونه دي!
جاوېد چوهدري د پاکستان له نوموتو کالملیکوالو څخه دی. چوهدري پر کالم سربېره په ایکسپریس تلویزیون کې د «کلتک» (تر سبا) سیاسي خپرونې کوربه هم دی. جاوېد چوهدري په تاریخ کې ژوره مطالعه لري، نو ځکه یې کالمونه هم معمولاً پر یوې تاریخي عبرتناکې کیسې پیل شي او بیا روان حالت له تاریخ سره وتړي. د چوهدري کالمونه په ځوان پاکستاني نسل کې ډېر مینهوال لري. چوهدري، په ارواپوهنه کې هم کافي مطالعه لري، چې دې ځانګړنې يې هم د کالم مینهوال زیات کړي دي. د ده لوړ ادبي ذوق، ځانګړی طبیعت او پراخې مطالعې د ده کالم «زیروپواینټ» د پاکستاني رسنیو د ښو کالمونو په کتار کې ودرولی. دا ځانګړنه یې هم د یادونې وړ ده، چې د یکشنبې پر ورځو، چې په پاکستان کې رخصت وي، د ده کالم پر دعوتي او فکري موضوع لیکل کېږي.
یادونه: پورتنۍ لیکنه، «رسالت» فرهنګي انجمن ته شوې وه.
ذاکر جلالي