کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۷برخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۷برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

اوومه وړاندوینه:

د یهودو څخه به د پاچاهۍ عصاء بېله نشي او نه به د دوی د نسل څخه د حکومت لکړه واخیستل شي ترڅو چې شیلوه (Shiloh) نه وي راغلی او قومونه به د هغه فرمانبرداره شي.

که موږ دې پورتني آیت ته وګورو؛ نو دا د تورات د لومړي کتاب پیدایښت آیت دی او موخه یې دا ده چې تر هغه وخته پورې به په اسرائیلو کې الهي سلطنت وي (د پېغمبرانو لړۍ به جاري وي)؛ ترڅو چې شیلوه راځي، او کله چې هغه راغله، په یهودو کې د الهي سلطنت لړۍ بنده شوه، بیا به قومونه د هغه تابعداري کوي.

په آیت کې لفظ د (شیلوه، شیلا) راغلی دی، چې د دې لغوي معنی (امن، سلامتیا) ده، چې په ښکاره ورڅخه اسلام مراد دی، دا ځکه چې د اسلام یوه معنی د امن او سلامتیا ده، یوې بلې خبرې ته مو پام را اړوم، هغه دا چې داسلام څخه مخکې چې هر نبي راغلی دی، نو هغه د یوه ځانګړي قوم لپاره راغلی دی، لکه حضرت ابراهیم علیه السلام چې یوه قوم ته ؤ او په همدغه وخت کې حضرت لوط علیه السلام بل قوم ته ؤ او د بایبل مطابق حضرت عیسی علیه السلام هم یواځې بنی اسرائیلو ته رالیږل شوی ؤ، چې قرآنکریم هم پر دې باندې ګواه دی؛ او دغه اسلام چې راځي نو قومونه به د ده تابع کیږي، چې معنی یې دا ده چې دا به نړیوال دین وي، یا په بل عبارت همدا پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې راځي دا به رحمة للعلمین وي.

اتمه وړاندوینه:

 د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان يو نبي در ولېږي او تاسو بايد د هغه اطاعت وکړئ.

۱۶: په هغه ورځ چې تاسو د سينا له غره سره راغونډ شوئ؛ نو ومو ويل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووينو، ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو، نو څښتن ماته وفرمايل:هغوی صحيح وايي.

 خدای موسی علیه السلام ته وویل: زه د دوی له منځ څخه د دوی د وروڼو څخه یو نبي رالیږم او زه خپل کلام د هغه په خوله کې اچوم او دا (پېغمبر) چې څه حکم کوي، هغه ومنئ، او هغه څوک چې زما کلام ونه مني؛ له هغه څخه حساب اخلم.

په دې آیتونو کې (ورور) راغلی دی او مطلب یې دا دی چې ای یهودو! هغه به ستاسو ورور وي، یعنې تاسې د اسحاق علیه السلام اولاده یاست او هغه به د اسماعیل علیه السلام له نسله وي، لکه څرنګه چې حضرت اسحاق علیه السلام او حضرت اسماعیل علیه السلام د حضرت ابراهیم علیه السلام ځامن او دوی سره وروڼه وو، نو راتلونکی پېغمبر به هم ستاسو له ټبره نه وي، بلکې هغه به د حضرت اسماعیل علیه السلام له ټبره وي او ستاسو ورور به وي، لکه څرنګه چې دوی (حضرت اسماعیل او حضرت اسحاق علیهما السلام) سره وړونه وو؛ همداسې به دی پېغمبر هم ستاسو ورور وي.

له یاد ورور څخه مطلب دا دی چې لاره مو یوه ده، ټول پېغمبران سره وروڼه دي، د ټولو مرام یو ؤ، دا چې په مختلفو وختونو کې مختلفو نسلونو ته راغلي دي؛ نو ځکه یې څه فرعي اختلاف شته خو په اصل کې د ټولو مقصد یو ؤ.

په دې آیت کې بله خبره دا ده چې تاسې ورته غوږ شئ، د هغه خبره ومنئ، پر هغه ایمان راوړئ، د هغه د نبوت تصدیق وکړئ، دا ځکه چې دغه پېغمبر ته الله وحې کوي، نو ځکه یې تابعداري اړینه ده.

بله خبره دا ده چې الله جل جلاله به خپل کلام د هغه په خوله کې کښېږدي، یعنې هغه ته به وحې کیږي او هغه به یې خلکو ته بیانوي او دی چې هر څه وایي؛ هغه به د الله تعالی له لورې وي، قرآنکریم چې په ۲۳ کلونو کې نازل شو، د قرآنکریم لومړی پیل په (الحمدلله رب العالمين) دی، چې تر هر څه وړاندي ثنا او صفت الله پاک ته دی او بله دا چې دا کتاب الله ته منسوب دی، دا د کوم شخص کتاب نه دی، لکه انجیلونه چې د هر لیکوال په نامه سره دي، او له شجرو ډک دي، لکه انجیل متي چې متي لیکلی دی، انجیل یوحنا چې یوحنا لیکلی دی، انجیل مرقس چې مرقس لیکلی دی او انجیل لوقا چې لوقا لیکلی دی، بلکې قرآنکریم الله تعالی نازل کړی دی؛ نو ځکه دا د الله جل جلاله کتاب دی.

په دې آیت کې بله خبره دا ده چې که چا دا احکام ونه منل؛ نو الله جل جلاله به حساب ورسره کوي، چې دا آیت بیا په ښکاره سره د اسلام د مبارک دین تائید کوي، د قیامت په ورځ به څوک مجازات کیږي او څوک به مکافات کیږي، هر څوک به د خپلو اعمالو سزا او جزا ویني، یا به نیکمرغه وي، جنت به ځي او یا به هم بدبخته وي؛ دوزخ ته به ځي.

بله مهمه خبره په دې آیت کې دا ده چې ای موسی دا پېغمبر به ستا غوندی وي، ستا په شان به وي، اوس به موږ وګورو، چې حضرت عیسی علیه السلام، د حضرت موسی علیه السلام په شان ؤ او که حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان ؤ؟

۱- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه د مور او پلار څخه پیدا شوی دي؛ مګر حضرت عیسی علیه السلام یواځې له مور څخه پیدا شوی دی، چې بایبل هم پردې ګواه دی. نو ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۲- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دواړه په عادي او طبعي ډول سره پیداشوي دي، مګر حضرت عیسی علیه السلام په معجزانه ډول سره پیدا شوی دی چې پردې باندې هم بایبل ګواه دی، نوځکه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دحضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۳- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دواړو ودونه کړي او کوچنیان یې درلودل او بر عکس حضرت عیسی علیه السلام نه واده کړیدی اونه یې هم کوچنیان درلودل، نو ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۴- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې خپل قوم قبول کړل، که څه هم له تکلیفونو سره مخامخ شول او بل لور ته حضرت عیسی علیه السلام خپلو خلکو قبول نکړ، لکه چې بایبل پرې ګواه دی   نو ځکه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۵- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دواړه نبيان هم وو او پاچاهان هم وو، له پاچا څخه مطلب دا دی چې پر خلکو یې د مرګ او ژوند قدرت درلوده، یعنې دوی خلکو ته د مرګ سزاګانې ورکولې؛ نو ځکه دوی پاچاهان وو، لکه د موسی علیه السلام په هکله چې راځي   او بل لور ته حضرت عیسی علیه السلام دا سلطنت نه درلوده لکه   نو ځکه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۶- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم خپلو قومونو ته نوی شریعت راوړ او بر عکس حضرت عیسی علیه السلام نوی شریعت نه دی راوړی، لکه بایبل چې ګواه دی.

۷- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په قدرتي او طبعي مرګ مړه شول، مګر حضرت عیسی علیه السلام د عیسایانو په عقیده په زوره مړ شو (صلیب شو) نعوذباالله.

۸- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ځمکه کې ښخ دي، بر عکس د عیسایانو له نظره حضرت عیسی علیه السلام په جنت کې دی، نو ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت موسی علیه السلام په شان شو، نه د حضرت عیسی علیه السلام.

۹- حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دواړو رحلت کړیدی او حضرت عیسی علیه السلام ژوندی دی.

۱۰- دا چې حضرت موسی علیه السلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دواړو رحلت کړیدی نو ځکه بیا دې نړۍ ته نشي راتللی، خو بل لور ته حضرت عیسی علیه السلام په اسمانو کې دی او بیا دې نړۍ راځي ته، چې بایبل ورباندې ګواه دی .

د دې پورتنۍ څیړنې مطابق حضرت موسی علیه السلام د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوندې دی، نو ځکه دا وړاندوینه د تورات درسته ده او له دې څخه په ښکاره ډول سره حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم مراد دی، نه حضرت عیسی علیه السلام.

نور بیا…..

پایلیکونه:   (پیدایښت ۴۹: ۱۰)
(استثناء ۱۸ باب: ۱۵- ۲۰)
(استثناء ۱۸: ۱۸- ۲۰)
(یوحنا ۱:۱۱)
(عدد۱۵: ۳۶)
(یوحنا ۱۸: ۳۶)
(متی ۵: ۱۷- ۱۸)


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ