افغانستان

د غزني ولایت د والي سلاکار زرګونه ډالر تښتولي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت د والي سلاکار صفي الله ابراهیمي د کابل بانک څخه یو څلویښت زره امریکايي ډالره ایستلي او پخپله مخه تښتېدلی.

د پژواک خبري اژانس د خبر سره سم د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ ورته ویلي چي ابراهیمي د نهه تنو نورو ولایتي سلاکارانو معاش له بانک څخه را ایستلی او تښتېدلی دی او زیاتوي چي نوموړي دغه پيسې څو ورځي مخکي له بانک څخه ایستلې دي.

د پژواک د خبر سره سم د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي هم پېښه تایید کړې، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

باید وویل شي چي دوه کاله مخکي د والي سره د امریکا په رسمي سفر تللی یو بل ولایتي سلاکار هم د سفر پر مهال نادرکه شو او ویل کیږي چي بیا د امریکا څخه کاناډا ته په قاچاق تللی او هلته یې سیاسي پناه اخیستې.

د یادوني وړ ده چي په بهر هیوادونو کي د افغانستان په اکثرو سفارتونو کي کارکونکي خپل د دندي د پای ته رسیدو سره سم په هغه هیوادونو کي د سیاسي پناه اخیستني کوښښ کوي او یا هغو هیوادونو ته سفر کوي چي د سیاسي پناه اخیستني شرایط په کښي اسانه وي.

دا په تېره نیږدې موده کې په حکومتي ادارو کې څوومه رسوایې ده،چې مطبوعاتو ته لاره کوي. څو ورځې وړاندې له ماليې وزارت څخه د ملینونو افغانۍ د تښتولو ، ورپسې د یاد وزارت د دوو تنو مامورینو له لوري د شاوخوا ۱.۵ ملیونو ډالرو د تښتولو او له هغې پخوا د کابل بانک د یوې ښځینه کارمندې له لوري د زرګونو ډالرو د تښتولو خبرونه ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x