کور پاڼه / د نن سرمقاله / ګډ حکومت د شړیدو احتمال

ګډ حکومت د شړیدو احتمال

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: تیره ورځ د ملي یووالي حکومت لومړي مرستیال ښاغلی جنرال دوستم په خپل کور کې یوزیات شمیر پلويانو ته د وينا پر مهال وویل چې په حکومت کې له خپل قانوني صلاحیت څخه بي برخې او لاسلیک یي بي اعتباره دی.

ښاغلی دوستم په داسې حال کې له خپلې بیواکۍ څخه سر ټکوي چې تر ده وړاندې د حکومت اجرائیه مشر ښاغلی عبدالله هم په یوې توندې انتقادې وینا کې ویلي و چې ولسمشر غني د ګډ حکومت کارونه ټول په خپل سر کوي او له ده سره په دوو میاشتو کې د یوځل لیدو وخت نه لري .

که څه هم چې له پیله د ګډحکومت ترمنځ د ګډ کار او فعالیت شونتیا نه لیدل کیده خو اوس په داسې حال کې چې په ټول هیواد کې جګړو او نا امني زور اخیستی د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دا ډول بي باوري او اختلافات ښايي د حکومت د بقاء او استمرار چانس نور هم متضرر کړي.

د ګډ حکومت چې جوړښت او بقاء یې تر ډیره د امریکایانو په سیاسي ، مالي او پوځي ملاتړ پوري اړه لري په داسې مهال کې له دغو ستونزو سره مخ کیږي چې د روان کال په پیل کې امریکايي ولسمشر بارک اوباما د یاد حکومت لپاره په پوځي ، استخباراتي او مالي لحاظ یو لړ مهم اقدامات تر سره کړل.

ولسمشر اوباما سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې یې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړی و بیرته یې له نویو پوځي صلاحیتونو سره د هغوی پوځي ماموریت اعاده او پرهغه سربیره یې تر کال ۲۰۱۷ پوري دلته د ۸۸۰۰ امریکايي پوځیانو د ابقاء پریکړه وکړه.

همدا راز یې یاد حکومت ته نويې جنګي الوتکې او پرمختللي پوځي تجهیزات ورکړل ، او د وارسا په غونډه کې یې د نړیوالې ټولنې لخوا تر ۲۰۲۰ پوري د یاد حکومت د امنیتي ځواکونو ټول مالي لګښت تأمین کړ.

دا هرڅه په حقیقت کې د امریکا لخوا د ملي یووالي له حکومت سره ډیرې ارزښت لرونکې مرستې دي چې په هرلحاظ د حکومت د واکمنۍ ستنې ټینګوي.

خو ګډ حکومت د دې باوجود په مسلسل ډول له سترو ننګونو سره مخ او په پوځې ساحه کې یې ډیر پرشاتګ کړی، په هلمند، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې د ګڼو ولسوالیو په سقوط سربیره د یادو ولایتونو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي اوپه شمال او جنوب کې ډیری مواصلاتې لاري بندي او د حکومت له واکمنۍ وتلې.

پر دې سر بیره حکومت دا داخلي اختلافاتو ښکار او د مالي فساد په خلاف مبارزه يې د نړیوالې ټولنې لخوا تر پوښتنې لاندې ده.

تیره ورځ په شهرارا تپه کې د حبیب الله کلکاني د دوباره خښولو پرسر د دوستم او پخوانۍ شورا نظار د ملیشو ترمنځ خونړۍ نښته او په مقابل کې یې د حکومت ناتواني په بشپړه توګه د ولسمشرغني واکمنۍ تر پوښتنې لاندې راولي ، شوني ده چې د حکومت دا وضعیت د هغه د شړیدو لامل او امریکایان هم د یادحکومت پر بدیل غور کولو ته اړباسي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    اشغلګر وحشیان دی مګر خره نه دی ، د کابل ناوړه او فاسده جارواکی ورته له اوله معلوم الحال ناوړه او مفسدین ثابت وو او دوی د ډالرو په بارانو او او بی پلټنو او او څیړنو قراردادو قصدا نور هم مفسدین جوړ کړل یعنی د فساد کولمی یی ناپوهه او بی کفایتو مفسدینو ته په غاړه واچولی ( پیشو ته کولمی په غاړه او بیا ورته وایه چه مه یی خوره ؟؟؟ ) د کابل فساد د اشغالګرو بنیادی او زیربنایی پلانونه دی چه طبقاتی ټولنه جوړه کړی یعنی د ګوتو په شمار ناوړه مفسدین او ملحدین بیلونران جوړ کړی او نور نهه نوی څخه زیات په سلو کی مظلوم اولس لا پسی مظلوم او غریب جوړ کړی ، په دی واسطه به که له یوی خوا غلامان تل د دوی مرستو ته اړه ولری او د دوی په قومانده به کار کوی د دوی په ییلونو ډالرو به د د دوی لمسی او کړوسی هم چارواکی وی او مظلوم اولس به ورله پولیسی عسکری او نفرخدمتی تر سره کوی .
    مګر دا چه زمونږ هیواد کی د مقاومت د هغو سختو ستونزو سره مخ شو چه دوی حتی پیشبینی نه وه کړی ، د طالبانو سره بی باوره په دوی شول چه دوی څو ځلی نه یواځی خپلی ژمنی ترسره نه کړی بلکه د طالبانو سره یی په درغلیو شروع وکړه ، د همدی امله طالبانو ته که ټول حکومت هم وسپاری هغوی یی نه منی نو جبرا دوی خپل اخری بل وحشت ته چه هغه خپل منځی جنګونه دی او د هغو حنګونه ځاله یی په ارګ کی د ع او غ په رامنځته کولو پیل کړه ، همدغه د امیر حبیب الله کلکانی حادثه یی اوله خونړی عمده پیله ده ، له دی وروسته به حالات له قابو ضرور وتونکی وی مګر هغه چه طالبان یی د هغه زیریکتیا او اسلامی حکمت له مخ او قربانیو له مخی مخه ونیسی لکه د روسانو له وتلو وروسته چه یی مخه ونیوله