خبرونه

بریتانوي عسکر: هلمند کې شپږ میاشتې ژوند ورته د دوږخ په څېر و

 نن ټکی آسیا: نړیوال مطبوعات په انګلیستان کې د دریو تنو محاکمه کېدونکو عسکرو له خولې لیکي، چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د دوی شپږ میاشتنی ماموریت او استوګنه؛په دوږخ کې د استوګنې په څېره وه.
په دغو درې واړو عسکرو د ګڼو ملکي افغانانو د وژنې تور پورې دی او له همدې کبله محکمې ته وړاندې شوي وو.

د دوی له ډلې یوه یې له رسنیو سره د خبرو پر مهال،اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د دوی نظامي ماموریت کټ-مټ د دوږخ په اور او لمبو کې سرته رسېږي.
ده رسنیو ته په دې لړ کې د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی او ویلي يې دې چې د ده ترمخ داسې ډیرې پېښي شوي دي،چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال یې د خپلو بریتانوي عسکرو غوښې او وینې یوې-بلې خوا ته پاښل شوي.
نوموړي زیاته کړې، یو ځل موږ خبر شوو،چې زموږ عسکر په چاودنه کې وژل شوي، کله چې موږ سېمو ته د رسېدو په حال کې وو، د خپلو مړو عسکرو جسدونه یې له لیرې ولیدل چې د باروتو په مټ ورته بیا ځلې زوروره چاودنه ورکړل شوه.
دغه عسکر ومنله،چې په افغانستان کې ژوند یې بې ګټې او له سرونو سره په لوبه کې تېر شوی.

نوموړي خپل حکومت مخاطب کړ؛ویې ویل: که زموږ حکومت د خپلو عسکرو ژوند غواړي؛نو باید له افغانستانه یې نور په بشپړه توګه را وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x