کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ حبیب الله تراب

غزل/ حبیب الله تراب

حبیب الله تراب
ﺩ ﺧـﺰﺍﻥ سیـلـۍ وهـلـی ﻣﺴﺎﻓـﺮ یـم
ﻟـﻪ خـپـل کلي یې شړلی ﻣﺴﺎﻓـﺮ یـم

څوک پوښتنه ﻣې ﺩ ﻣﺮګ ﺍﻭ ژﻭﻧﺪﻭﻥ ﻧﻪ ﮐړي
ﺧﺪﺍﯼ ﺧﺒﺮ چې یې هیر کړی ﻣﺴﺎﻓـﺮ یـم

ﻣـﺰﻝ ﺍﻭږد  ﺩه ﻗـﺎﻓـﻠـﻪ ﺩﻩ ﺭﺍﻧــﻪ ﻭﺭکـه
ﻟـﻪ کـاروانـه پاتـې شوی مسافـر یـم

ﺍﻧـﻘـﻼﺏ ﺩﯼ ﺩ ژﻭﻧﺪﻭﻥ هیڅ ﻣﺰﻩ ﻧﺸﺘﻪ
ﺗـﻮﺭﻭ ﻏـﺮﻭ ﮐې ﺣﺼﺎﺭ ﺷﻮﯼ ﻣﺴﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ

ﺩ ﺟـﻮﻣـﺎﺕ پـه  ﻣﻨﺎﺭﻭ ﮐې ﻣﻮ  ﻏږ ﻧﺸﺘﻪ
ﻟـﻪ ﻣـﺤﺮﺍﺏ ﻣـﻮ مـلا ﺗﻠﻠی ﻣﺴﺎﻓﺮ ﯾﻡ

ﺧﻼﻓﺖ ﯾـې ﺟـﻤـﻬـﻮﺭﯾـﺕ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺪﻝ ﮐړ
ﺩﺍ څـه ﺣﺎﻝ پـه ﻣﻮﻧږ راغلی ﻣﺴﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ

په ﺍﺳﻼﻡ ﺍﻭ په دین ﺩﻭﺍړﻭ پایبندي ﺷﻮﻩ
ﻟـﻪ دنـیـا ﺭﺍ تښـتیـدلی ﻣﺴـﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ

څﻮﮎ ﺧﺎﻃـﺮ د انـساني کرامـت نـه کړي
ﺍﻣﺘـﺰﺍج کـې حیـران شـوی ﻣﺴﺎﻓﺮ ﯾـﻡ

ﻃﺎﻏﻮﺗﺎﻥ دي ګروهمن  په تـثلیـث ﺑﺎﻧﺪې
ﺩ ﺷـﺎﺭﻉ ﻟـﻮﺭ ﺗـﻪ ورغـلـی ﻣﺴﺎﻓﺮ ﯾـﻡ

چـا ﺍﺳـﻼﻡ ﺗـﻪ د فاشـیـزم  ﻟﻘﺐ ﻭﺭﮐړ
پـه ژړﺍ ﻟـﻪ ﮐـﻭﺭ ﻭتـلـی ﻣـﺴﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ

چې قـدم بـه پـه قـدم ﺭﺍﺳـﺮﻩ ﻣـﻞ ﻭﻭ
هـغـه یار هـم خـفـه کړی ﻣﺴﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ

حبیب الله ﺗﺮﺍﺏ ﻧﻮﺭ ژﻭﻧﺪ په ﺟﻬﺎﻥ نکړم
ﺗـﺮ ﻟـﺤــﺪ ﺭﺍ رسیــدلـی ﻣﺴﺎﻓـﺮ ﯾـﻡ


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ