کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / موسيقي قرانکريم حرامه کړې ده

موسيقي قرانکريم حرامه کړې ده

قاري حکيم الله صابري

الله جل جلاله فرمايي: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَّشْتَرِيْ لَهْوَ الْحَدِيْثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيْلِ اللّٰهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ ڰ وَّيَتَّخِذَهَا هُزُوًا  ۭ اُولٰۗىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِيْنٌ (لقمان / الایة: ۶)

ژباړه : ځيني  خلک  لهو الحدیث (یعني دموسیقې آلې رانیسي) ددې لپاره ،چي (په استعمالولو یې خلک) دالله جل جلاله د لاري څخه په ناپوهي واړوي (په نېکه لار) باندي پسخند وهي ددغو خلکو لپاره سپکونکی عذاب دئ.

په پورتنی ايات کي الله جل جلاله وفرمايل هغه څوک ،چي لهوالحديث رانيسي او خلک په بې لاري کوي زه سپکونکی عذاب ورکوم ، اوس پوښتنه داده چي لهو الحديث کوم شی دئ چي الله جل جلاله    حرام ګرځولی دئ او په قران کریم کي يې بد ياد کړی دئ ددې پوښتنی جواب به د مفسرينو څخه زده کړو يو ستر مفسر عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  فرمايي: په الله جل جلاله   قسم يادوم ،چي لهو الحديث موسیقي ده ، الله جل جلاله د موسيقي څخه د استفاده کونکي لپاره سپکونکی عذاب اعلان کړ (نيل الاوطار  صــ۸ ۱۰۰  ، سنن الکبری للبهيقي جــ۱ صــ۲۲۳  ، مستدرک الحکيم   جــ۲ صــ۴۱۱   تفسير ابن جرير  جــ۲۱ صـ۳۶)

امام بیهقي رحمه الله ليكي: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما  ويلي دي : په پورتنى ايات كي چي الله جل جلاله  كوم شى حرام كړى دى : سندري  او هغه شيان دي ،چي د سندرو په څير وي امام بیهقي رحمه الله زياتوي: دغه خبره موږ دمجاهد ، عكرمه او ابراهيم نخعي څخه هم روايت كړى ده (السنن الكبرى للبیهقي  جــ۱ / صــ۲۲۱ ۲۲۳)  .

تفسير ابن كثير لیکي: پورتنى ايات د موسیقي د حراموالي په اړه نازل سوى دئ (تفسير ابن كثير جــ۳ صــ۴۴۳ : روح المعانى  جــ۲۱ صــ۶۷)


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ