افغانستان

طالبان : تېره میاشت ۵۰۵ تنه حکومتي کارکوونکي راسره یو ځای شوي

نن ټکی آسیا: طالبانو د خپلو دوو ادارو (جلب او جذب کمیسیون) او (دعوت او ارشاد کمیسیون) په مټ له دوی سره د ۵۰۵ تنو بېلابېلو حکومتي منسوبینو د یو ځای کېدلو خبر ورکړ.

د دوی د اړوندو کمیسیونونو په میاشتني ګزارش کې راغلي :« د اکتوبر د میاشتي په بیلابیلو ورځو کي د پکتیکا ولایت په مختلفوولسوالیوکي ۱۵۰تنه پولیس اواربکیان  ،کندوزکي ۱تن پولیس ،ننګرهارکي  ۳۶تنه پولیس  ،پکتیاکي ۱۶تنه پولیس اواربکیان ،بغلان کي ۱۰۸تنه پولیس اواربکیان ،بلخ کي  ۷تنه پولیس ،جوزجان کي  ۸تنه پولیس اواربکیان ،کندهارکي ۴تنه پولیس ،ارزګان کي ۱۹تنه پولیس اواربکیان ،سرپل کي  ۱۱۵تنه داردواوپولیسوعسکراواربکیان ،غزني کي  ۴تنه پولیس ،هلمندکي ۱۵تنه پولیس اوپه فاریاب ولایت کي  ۲۲تنه پولیس اواربکیان دکرزي دبلواکي ادارې څخه رابیل اودافغانستان داسلامي امارت داتلومجاهدینوسره یوځای شول .»
په راپور کې راغلي چې دغو تسلیم شویو کسانو له ځانونو سره لويې او وړې اسلحې،مخابرې، موټرسایکلونه او یوه عراده کرولا موټر او ګڼ نور مهمات هم راوړي دي.
د راپور په پای کې یادونه شوي،چې ټول تسلیم شوي کسان د دوی له لوري  د امن و مان  د ژمنې ترڅنګ په مختلفو انعامونو او جایزو هم لمانځل شوي .
د طالبانو له لورې په دغه خپور شوي راپور همداراز راغلې، چې دوی په هېواد کې د اسلامي نظام د اقامې، استقلال، ارضي تمامیت  او مبارزې د پیاوړتیا په موخه  د خپلو نظامي فعالیتونو تر څنګ سیاسي،دعوتي ، فرهنګي او تعلیمي چارې ګړندۍ کړي دي او  د کابل ادارې په نورو منسوبینو یې غږ کړی چې نورد اشغالګرو له ملاتړه لاس واخلي او د خپلو  خپلواکي غوښتونکیو مبارزینو  وروڼو سره اوږه په اوږه د سولې،سوکالۍ،خپلواکۍ او ټولمنلي اسلامي نظام لپاره هلې –ځلې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x