کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / زه څنګه ليکوال شوم؟/ عصمت الله صالح
عصمت الله صالح

زه څنګه ليکوال شوم؟/ عصمت الله صالح

عصمت الله صالح

یو وخت چې ماشوم وم بوډۍ انا به مې ډېرې خوندورې کیسې راته کولې، د ژمي په ساړه موسم کې، د تودې تبۍ په سر، په داسې حال کې چې بهر به څپ څپ واوره اورېده، زه به يې ترڅنګ کېنولم؛ او د کیسې په ویلو به یې پیل وکړ.

انا به مې تل کیسه په (وو نه وو) شروع کوله، کومه ورځ به چې دا توري ترې پاتې شول، ما به یې زر خبرې غوڅې کړې او په لوړ آواز به مې ورته وویل: انۍ؛ وو نه وو پکې وایه!

 د ښوونځي تر څلورم ټولګي پورې ددې هنر له لومړي پړاو څخه؛ چې هغه د کیسې سره مینه ده، پوره برخمن شوم. اوس به نو که د ژمي سړې شپې، توده صندلۍ، او د انۍ شتون هم نه و، خو بیا به مې هم هره شپه د ملي راډیو له لارې د داستان خپرونې د اورېدلو بشپړه لېوالتیا درلوده.

داچې زه څنګه لیکوال شوم نه پوهېږم؛ ما د خپل خواږه ژوند ډېرې ترخې شپې سبا کړې، هر وخت به له زمانې سره په جګړه کې ښکېل وم. د اقتصاد خراب ټکانونه، تنهايي، دوه ډوله فکر، له ژوند ستړیا، دا هغه حالتونه وو؛ چې کېدای شي زه یې لیکوالۍ ته هڅولی وم.

خیر داچې زه لیکوالي کوم او پردې نه پوهېږم چې زه څنګه لیکوال شوم؛ دا له شک ډکې خبرې دي باید هغه څه ولیکم چې یادون یې د حقیقت جامه اغوستې، دا به نو څه ډول خبرې وي؟ دا به مې له ګران استاد او زړه ته نږدې ملګري ګل رحمن رحماني صاحب څخه د مننې توري وي.

رحماني صیب یوه ورځ راته لیکوال وویل؛ زه هم لیکوال شوم. او له دې سربېره یې د شاعرۍ په برخه کې هم پوره لارښوونه راته کړې.

متن لنډوم خو په پای کې به مې د قدرمن استاد اجمل ښکلي هغه خوږې خبرې هېرې نه شي چې په ویلو سره یې راته، زما ټولې پنځونې له مرګ وژغورلې. او ګران استاد عبدالسمیع وحدت صیب! ستا یوې هڅونې ماته دومره ځواک راکړی، چې که ژوند و او مرګ نه و، هېڅکله به شاتګ ته اړ نه شم.

خدای مو تل ژوندي او سرلوړي لره.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    له لیکوالی دمخه دا مهمه ده چه تاسی د خپل پیدایښت هدف ځانګړی کړی او پیژندلی وی او بیا هغه لیکوالی هغه هدف ته د نزدی کولو په لیار کی وکاروی ، که نه یو ادبی یا موسیقی هنر دی یو څه کسان به ووایی چه ښه یا بد لیکوال دی نوره ګټه نه لری د هر څیز کارولو هدف باید ځاګړی شوی وی ، د مثال په توکه چاقو د ښو او بدو دواړو د پاره کارولی شی که په ښو کارو کی وکارول شی ګټه او که نه تاوان لری قلم هم داسی او ژبه همداسی ده مننه