
ټولنیزه برخه
د پير روښان غوره ويناوې
محمدآصف مسعود
- که دهرکارپه پیل کی له لږ فکراوعقل څخه کارواخلی هیڅکله به له ماتی اوخنډ سره مخامخ نه شي
- بی فکره کارتباهی ده.
- ډیرفکراوژورفکرانسان له بدیوڅخه ژغوری.
- دخدای ج په ذات کی فکر زه وهغی اندازی ته ورسولم چی نورمی ځان هیرکړ اویوازی می خدای لیدلی.
- په ځآن کی فکر ددی لپاره مه کوی چی څنګه یاست ددی لپاره یی وکړی چی تاسوخدای څنګه پیداکړیاست.
- دخدای په شان کی فکرترهرډول فکرډیرۍ ښه دی.
- ترټولوښه فکرهغه فکر دی چی دنورودهوسایی لپاره وی.
- ماددی لپاره دخدای فکرپریښود اودخلکوپه فکرکی سوم چی دهرخالق په خپل مخلوق خوابدیږینومادخدا ی دمخلوق حال بد ولید اوتوری ته می لاس کړ اودهغه دمخلوق په فکرکی شوم.
- بی احترامه هرځای ترټلی اوخوار وی.
- دځان احترام کول دخدای احترام کول دی.
- دبشرمشکل دادی چی په نوره نړۍ کې خدای پلټی په داسی حال کی چی خدای خپله دده په جسم کی دی.
- بشربه هغه وخت یونیکمرغه موجود وای چی نفس اوشیطان یی ملګری نه وای.
- اې بشره! دهغه خالق عبادت اوبنده ګی وکړه چی ته یی اشرف المخلوقات وګرځولی.
- زه دې اشرف المخلوقات ته حیران یم چی خدای دی څنګه پیداکړی دی او ده له ځانه څه شی جوړکړيدی.