کور پاڼه / ټولنیزه برخه / خوشالي په ایمان کې ده
iman

خوشالي په ایمان کې ده

لیکنه ډاکټر اظهار الحق عزیز

خوشالي یو معنوي شی دی چې په سترگو نه لیدل کیږي، او نه په تله تلل کیږي، نه په خزانو کې ځایېږي ، او نه په دینار او درهم اخیستل کیږي، چې غنیان یې واخلي او فقیران ترینه پاته شي، بلکي خوشالي یو داسې شی دی چی انسان یې په سینه کې دننه محسوسوي، لکه د نفس صفا والی، د زړه اطمئنان، د تندي پراخوالی او د ضمیر راحت او سکون.

خوشالي په دې کې ده چې د نورو زړونه خوشاله کرې او په شونډو یې موسکا خپره کړې، ولو که ستا ژوند د غمونو ډک وي. خوشالي د الله په ذکر کې ده، خوشالي د الله په شکر کې ده، خوشالي د الله په عبادت او اطاعت کې ده، خوشالي جنت ته په داخلیدو کې ده او خوشالي د دوزخ نه په نجات کې ده. خوشالي بازاري مال نه دی چې خرڅیږي او اخیستل کیږي، بلکي خوشالي د قناعت او رضا یو ژور احساس دی.

خوشالي د الله ورکړه ده، چاته یې چې خوښه شي د نېکو او غوره اعمالو په بدل کې یې ورکوي.

خوشالي یو داخلي شی دی چی د انسان د داخل نه راوځي او د انسان دخارج سره تړاو نه لری. وایي یوه سړي خپلي میرمني ته په قهر او غوسه وویل: خفه به دې کړم، ښځي یې په ارامه لهجه ورته وویل: خفه کولی مې نشې او همدارنگه خوشالولی مې هم نشې.

میړه یې په تیزي سره ورته وویل: څنگه دې نشم خفه کولی؟! میرمني په اطمئنان ورته وویل: که چیري خوشالي ستا په پیسو کې وي، راباندې بندي به یې کړې، او یا په سپینو او سرو کې وي ترې محرومه به مې کړې، خو خوشالي په داسې شي کې ده چې نه یې ته لرې او نه نور خلک. میړه یې په تعجب سره وویل: دا نو څه شی دی؟! ميرمني یې په یقین سره ورته وویل: زما خوشالي زما په ایمان کې ده، او ایمان می په زړه کې دی، او د زړه مالک او واکدار مې خپل رب دی، د هغه نه بغیر بل څوک تسلط نه پرې لري.

دې ته رښتینې او خوندوره خوشالي وایي، نه یې کوم بشر چاته ورکولی شي او نه یې ترې اخیستلی شي، له داسې خوشالي نه هرڅوک خوند نشي اخیستلی، مگر مؤمنان او نېکان خلک خوند ورنه اخلي، لکه یو نیک عمله او صالح سړی چې وایي: موژ په داسې عظیمه او خوندوره خوشالي کې ژوند کوو که پاچاهان راباندې خبر شي نو د تورو په زور به یې رانه واخلي. د چا چې داسې خوشالي نصیب شوې وي، هغوی الله ته په کامله معنی رجوع کړې وي، او د دنیا مؤقتي مصیبتونو باندې صبر کوي او په اخرت کی یې د الله نه د اجر امید لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    غزیز صاحب ، ښکلی لیکنه وه ، زه به یی په تایید او ستاینی څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه :
    الله ج چه انسان د دی زمکی د ښه نظم د پاره خلیفه وټاکو ، له خلیفه تآکلو د مخه یی د هغه فطرت د ڼورو ټولو حیواناتو پرتله یی په احسن تقویم سره خلق کړی ، یعنی د انسان روح او جسم یی ورله په داسی کیفیت جوړ کړی چه د خلافت مقام وړتیا لری ، که یی ولری هغه به نه یواځی دا چه بی ګناه وینی نه تویوی او نه به فساد کوی بلکه د قاتلینو او مفسدینو سره به هر اړخیزه مبارزه او مجادله کوی . دغه وړتیا له انسانه اشرف المخلوقات جوړوی یعنی تر ټولو افضل مخلوق ملایکی دی او ملایکی هم ورته د دغه مقام د لرلو په خاطر د تعطیم سجده کوی . دا هغه قانع انسانان او د مطمن نفس لرونکی او الهی ازموینه کی بریاوی ترلاسه کوی .
    بله برخه د انسانانو حریص انسانان دی ، الله ج د دوی په اړه فرمایی چه دوی د همدغه حرص له امله له ځانه اسفل سافلین ( یعنی د الله په ټولو مخلوقاتو کی شکته او ذلیله مخلوق ) جوړوی یعنی شیطان د همدغه حرص له امله ددوی په زړونو کی وسوسی اچوی او هر دول بدو کړنو ته یی مجبوروی ، دغه هغه انسانان دی چه ملایکو یی په اړه الله ج ته وویل [ هغه څوک پيدا کوی چه زمکه کی به فساد کو او بی ګناه وینی به تویوی ] د الله ج د خپل الهی عظمت د څرګندولو د پاره د عین انسانی مخلوق د حق او باطل په دوه مخالفو جبهو په خلقولو کی اظهار کړو ، همدغه دحق او باطل جګړی ته الهی ازموینه وایی .
    د باطل اړخ شیطانی او د حق اړخ الهی ارخ یعنی شیطان اړخ د حرص او الهی اړخ د قناعت او اطمنان اړخ دی الله ج د دی قانع انسانانو په اړه فرمایی چه ای مطمن نفسه زه له تاسو او تاسو له مونږ راضی یاست تاسی زما اصلی بندګان یاست یعنی اشرف المخلوقات [ هغه چه د خلاقت د اعلی مقام وړتیا مو تر لاسه کړی ] ، الله چ انسانان د خپل ترحم له مخی انسانان په دغه لویه الهی ازموینه کی ځانله پری نه ښودل الهی لارښودنی یی ورته وخت په وخت راولیږلی ، مګر انسانان یی د دغه لارښودنو په منلو او عملی کولو مجبوره نه کړل خبلواکی یی ورته ورکړه چه الهی لارښودنی منی او عملی کوی او که د شیطانی وسوسو ښکار کیږی . فطری بدمرغه ( حریص انسانان د دوی د حرص لرلو له امله د شیطانی وسوسو ښکار او فطری نیکمرغه ( قانع ) انسانانو د خبل قناعت له مخی د الهی لارښودنو څخه کارواخست . بریالیتوب یی ترلاسه چه دغه بریالیتوب دوی ته خوشالی ورپه برخه کړی .
    دا چه مونږ د خلافت یا اسلامی نظام یادونه کوو ، اسلامی نظام په فردی او تولنیز ژوند کی ننوتی دی یعنی د هر فرد فرد په ورځنی ژوند کی اسلامی نظام نغښتی دی . د همدغه نظام د عملی کولو او نه عملی کولو له مخی د هر انسان د خوشالیو او خوا بدیو کچی اندازه کیږی
    نن صبا چه کوم ناخوالی روانی دی همدغه د حق او باطل یا د حریصو او قانع انسانانو ترمنخ جګړی دی په ښکاره حریص پیاوړی او غشتلی ښکاری مګر اخری بریاوی د قانع انسانانو به خوا دی قانع انسانان پوره ایمان او لوړ مورال لری ، سپیڅلی هدف او د خلافت یا اشرف المخلوقات مقام وړتیا لری برخلاف د باطل اړخ اسفل سافلین یا شیاطن او تر ټولو لوی شیطان یی هماغه دجال دی چه اخره کی به د قانع انسانانو له اړخ ( عیس ) له خوا وژل کیږی یعنی اخری بریا به د حق د اړخ انسانانو به خوا وی