کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړوې

پاکستان په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خرم دستګیر وايي چې ډير ژر به په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړ کړي.

نوموړي په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په تورخم او چمن کې د ځمکني بندرونو جوړولو سره به د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګرۍ کې اساني رامنځته شي.

هغه ادعا وکړله چې افغانستان ته یې د تېرو دوه کلونو راهیسې د ترجیحي سوداګرۍ (Preferential Trade) وړاندیز کړی دی خو د افغانستان له خوا ورته ځواب نه دی ورکړی شوی.

د سوداګرۍ د نړیوالو قوانینو له مخې په ترجیحي سوداګرۍ کې دواړه لوري د ازادې سوداګرۍ هوکړه لیکونه لاسلیکوي او د یو بل لپاره په اشیاو او خدماتو تعرفې کموي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ