افغانستاننړۍ

ولسمشر غني ازبکستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ولاړ.

د اربکستان ولسمشر اسلام کریموف تېره ورځ د مغزې سکتې له کبله د تاشکند ښار په یوه روغتون کې ومړ.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې به د ډيرو هېوادونو مشران ګډون وکړي او بیا به په سمرقند کې خاورو ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې اشرف غني به د جنازې په مراسمو کې د ګډون سربېره د اربکستان چارواکو او ولس ته د افغانستان په استازیتوب خپل د همدرۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي.

اسلام کریموف د تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ازبکستان ولسمشر و او په دغه هېواد کې يې خورا ډير اسلام ضد قوانین نافذ کړي وو.

 هغه همېشه د خپلې توندې رویې له کبله د بشري حقونو د سازمانونو تر نېوکو لاندې و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

اوس خو د هغه خبیث ، ملحد او کمونست غلام د مرینی په مراسمو کی غنی ملحد او کمونست غلام ګډون وکړو ډیر ژر به رحمانوف خبیث ملحد د غنی یا ګرزی خبیثانهو د مړینو په مراسمو کی انشاالله ګډون کوی دا ځای په یاد ساتی ، مګر دا معلومه نه ده چه په خپل مرګ به مری او که د عبدالله یا دوستم له خوا به وژل کیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x